لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین او ټایوان ترمنځ د تناوه ډک پوځي حرکتونه


واشنګټن - ټایوان ته د امریکا د کانګرس د مشرې نېنسي پېلوسي د سفر په غبرګون کې چې چین کوم غیرمعمول څلور ورځېني پوځي مشقونه پیل کړل، د پای ته رسېدو نه مخکې یې د چین او ټایوان جنګي سمندري جهازونه د اتوار/یکشنبې په ورځ په دې پوځي مشقونو کې یو بل ته برګ شول.

ټایوان ته تېره هفته د پېلوسي سفر چین په غوصه کړ، ځکه چې بجینګ د ټایوان خودمختاره جزیره، خپل د ځان علاقه ګڼي. چین د پېلوسي د سفر په عکس العمل کې، د اول ځل دپاره په داسې پوځي مشقونو لاس پورې کړ چې په کې بالېسټيکي میزائیلونه په آزمایشي ویشتلو کې د ټایوان د پایتخت له سره تېر شول. همدا راز بجینګ د واشنګټن سره په ځینو برخو کې خپلې خبرې اودرولې.

یو کس چې د وروستیو پوځي مشقونو د حالاتو نه آګاه و، رسنیو ته ویلي چې د چین او ټایوان هر یو، لس لس جنګي سمندري جهازونه د ټایوان په آبنا کې یو بل ته نږدې چکرې ووهلې او د چین ځیني سمندري جهازونه د ټایوان سره سرحدي کرښې نه هم واوړېدل.

د ټایوان د دفاع وزارت ویلي چې د چین څو دانې سمندري جهازونو، پوځي طیارو، او ډرونونو داسې مشقونه کول چې ګني په ټایوان جزیره او د هغې په سمندري ځواکونو باندې حمله کوي. ټایوان دا هم ویلي چې د چین د دې مشقونو په مقابله کې یې هوایي او سمندري جهازونه لېږلي چې مناسبه عکس العمل څرګند کړي.

د ټایوان دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې د ټایوان په آبنا او شاوخوا اوبو کې یې د چین ۱۴ جنګي بېړۍ او ۶۶ هوایي جهازونه لیدلي دي.

مخکې اعلان شوی و چې چین به د اتوار/یکشنبې په ورځ دا مشقونه ختموي، خو لا معلومه نده چې په رښتیا دا مشقونه ختم شوي او که نه. مګر د اتوار په ماسخوتن، د چین په سرکاري ټي وي باندې وویل شول چې د چین پوځ به اوس د کرښې ها پلو – د ټایوان اړخ ته – خپل معمولي مشقونه ترسره کړي.

مګر یو آګاه کس چې غوښتل نوم یې په رسنیو کې وانخېستل شي، ویلي چې که څه هم چینایي ځواکونو د سرحدي کرښې په طرف زور اچولی و، مګر د ټایوان ځواکونو د نږدې حالات څارل او په هغه ځای کې چې به ممکن و، د کرښې نه د چین ځواکونو د اوړېدو مخه یې نیوله. د دې ذرائع په وینا، دواړو اړخونو د ښکېل کېدو نه ډډه کوله، خو په یو بل یې مانورونه کول او یو بل ته به برګ کېدل.

ټایوان دا هم ویلي چې په سواحلو یې د کښتۍ ضد میزائیلې او همدا راز د ځمکې نه فضا ته د پاټریوټ میزائیلې یې استعمال ته آماده ساتلي دي.

د ټایوان د دفاع وزارت وینا وه چې د دوی اېف-۱۶ ډوله جېټ جهازونه یې هم د پرمختللي میزائیلو سره پروازونه کول.

د چین خارجه وزیر وانګ یي بنګله دېش ته د خپلې دورې په ترڅ کې وویل چې د چین اقدامات "قانوني، منطقي، او د قانون مطابق" دي او مقصد یې د چین "د مقدسې خودمختارۍ" ساتنه ده. هغه دا هم وویل، "په کار ده په یاد وساتل شي چې ټایوان د امریکا کومه برخه نده بلکې د چین علاقه ده."

امریکا ویلي د چین پوځي مشقونه، سیمه کې د موجوده حالت د بدلون دپاره د چین د هڅو زیادت دی. د وایټ هاوس یو ترجمان ویلي چې د چین دا مشقونه "اشتعال انګیز او غېرذمه وارانه ده او دا خطره زیاتوي چې په محاسبه کې غلطي وشي."

چین وايي د ټایوان سره یې تعلقات، یوه داخلي مسئله ده او دا حق ځان ته ساتي چې که ضرورت پېښ شي، نو د زور د طریقه به دا جزیره د ځان سره یوځای کوي. ټایوان د چین دا دعوه ردوي، او وایي چې صرف د ټایوان خلک کولی شي خپله آینده پخپله وټاکي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG