د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وايي، پاکستان به له افغانستان سره د پولي په اوږدو کې خپل د ازغن تار غځولو ته دوام ورکړي که څه هم ددغو چارو په کارکونکو باندې د افغانستان له خاورې بریدونه کیږي.
"د ازغن تار له غځولو سره یواځې په مارچ کې له پولې پورې غاړې څخه ۷۱ بریدونه، په اپرېل کې ۶۰ او په مې کې ۵۵ بریدونه شویدي. ددغو بریدونو له امله د ازغن تار غځولو د کارکونکو څخه اوه کسان وژل شوي او ۳۹ نور ژوبل شویدي. خو پاکستان له دغو ټولو سره سره دغه کار نه دې ورو کړی ځکه خوندي پوله نه یواځې د پاکستان بلکه د افغانستان په ګټه هم ده. "
خو افغان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوالې پولې په نامه په رسمیت څه نه پېژني او دا د ډیورنډ په نامه یواځې یوه فرضي کرښه بولي.
افغان حکومت دا هم څو ځله ویلي دي چې پاکستان غواړي د ډیورنډ په کرښه د ازغن تار له غځولو سره د پښتنو کورنۍ او قومونه له یو او بل څخه جلا کړي.
د کونړ او خوست په ګډون په يو شمېر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او عام ولس لخوا د پاکستان لخوا د ازغن تار د غځولو له بهیر سره کلک مخالفت څرګند شوی او پاکستاني کارونکي نه دې پرېښودل شوي چې ازغن تار غځولو لړۍ مخې ته یوسي.
خو د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ اسلام اباد ته ورغلي افغاني پلاوي ته هم د پاکستان لخوا په ګډه پوله د ازغن تار غځولو د لړۍ په اړه ویل شویدي تر څو په پوله باندې د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
ده دا هم وویل، چې دواړو غاړو د ترهګرۍ په وړاندې په ګډه کار کولو باندې ټینګار کړی او ترهګر یې د دواړو هېوادونو شریک دوښمنان ګڼلي.
نوموړي وړاندې وویل:
"مونږ پوهېږو چې افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت په برخه کې ستونزې لري. د یو راپور له مخې د افغانستان ۵۰ فیصده خاوره د افغان امنیتي ځواکونو تر واک لاندې نه ده. "
افغان حکومت د پاکستاني پوځ ددغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د لوی څارونکي یا سیګار هغه راپور په کلکه رد کړی وو چې ويل یې افغان حکومت د هېواد په ۶۴ فیصده خاوره باندې واک لري، په ۱۲ فیصده خاوره وسلوال مخالفین واک لري او پاتې یې لانجمنې سیمې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند دا ادعا هم وکړه، چې هېڅوک د پاکستان په پرتله د افغانستان د سولې لیواله نه دي.
"مونږ غواړو چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه له بري سره ووځي او افغانستان دې په داسې بحران کې پرې نږدي څنګه چې یې په اتیایمه لسیزه کې پرېښی وو. "
ده دا هم وویل، چې د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان تر نامه لاندې به پنځه کاري ډلې جوړیږي.
په دغو ډلو کې پوځي کاري ډله، سیاسي ډپلوماټیکه ډله، استخباراتي، اقتصادي، او د افغان کډوالو ډلې شاملې دي.
ده ډاډ څرګند کړ چې ددغو کاري ګډو ډلو له لیارې به دواړه هېوادونه په دې وتوانیږي چې په سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې سمې پایلې ترلاسه کړي.
خو افغان او امریکايي چارواکو تل پاکستان په دې تورن کړی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې نه یواځې رېښتینې ګام نه پورته کوي بلکه په خپله غېږه کې هغه ترهګر هم پالي او روزي څوک چې په افغانستان کې په امنیتي ځواکونو او عام ولس باندې بریدونه کوي خو پاکستان دغه تورونه نه مني.
د ګل یا دوشنبې په ورځ هم ترهګرو په کابل کې د لویې جرګې خېمې ته څېرمه خپل چاودیدونکي توکي والوزول او لږ تر لږه د يو پولیس په ګډون اوه تنه یې ووژل او نهه نور ټپیان کړل.
د امنیتي ځواکونو په وینا یاد ترهګر غوښتل د لویې جرګې خیمې ته ځان ورسوي چېرې چې د افغانستان تر ۲۰۰۰ دیني عالمان راټول شوي وو او په ګډه یې شرعي فتوا ورکړه چې په دغه هېواد کې ټول بریدونه، چاودنې او د جهاد تر نامه لاندې جګړې د اسلام د دین له نظره حرامې دي.