لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او پاکستان د افغانستان د کنګل شویو اثاثو آزادېدل وغوښتل


د چین صدر شي جېن پنګ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د چین صدر شي جېن پنګ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د چین او پاکستان مشرانو په عالمي برادرۍ غږ کړی چې د افغانستان د بحران مقابلې دپاره امداد وکړي او د افغانستان کنګل شوې اثاثې دې آزادې کړي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان، چین ته د خپلې څلور ورځېنۍ دورې په پای کې له صدر شي جېن پنګ سره ملاقات وکړ او د افغانستان د حالاتو په شمول، یو لړ موضوعاتو باندې یې خبرې وکړې. پاکستان په داسې موقع بیا د افغانستان د کنګل شویو اثاثو خبره راپورته کوي چې انټرنېشنل کرایسز ګروپ پخپل وروستي رپوټ کې ویلي، پاکستان د طالبانو د اختیار لاندې افغانستان په اړه د پالیسۍ په جوړولو کې پاکستان د ستونزو سره مخامخ دی.

د چین صدر شي جېن پنګ د اتوار/یکشنبې په ورځ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سره چې چېن ته په سفر تللی دی، په یو لړ پراخو موضوعاتو دوه اړخیزې خبرې وکړې. دواړو مشرانو په دې خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانستان ته دې په فوري ډول نړېوال امداد ورسول شي چې هلته کې د جاري بشري بحران مقابله وشي.

عمران خان چین ته د خپلې څلور ورځېنۍ دورې په لړ کې د تېرې جمعې په ورځ د نورو خارجي مشرانو سره د ژمني اولمپیک لوبو په پرانیسته دستوره کې ګډون وکړ، او بیا یې د اتوار/یکشنبې په ورځ د چین د صدر سره د خطې په حالاتو خبرې وکړې.

د دې ملاقات نه پس یو مشترک بیان جاري شو چې هغه کې ویل شوي چین او پاکستان "په عالمي برادرۍ غږ کوي چې د افغانستان دپاره دوامداره او پراخ امداد او ملاتړ مهیا کړي، په شمول د دې چې د افغانستان کنګل شوې اثاثې دې آزادې کړی شي."

په دې بیان کې د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ – سي پېک – د منصوبې په اړه هم خبرې شوې او زیاته شوې چې، "دواړه اړخونه آماده دي چې افغانستان ته د سي پېک د غځولو په موضوع بحث وکړي."

سي پېک د بجینګ د بېلټ اېنډ روډ عالمي منصوبې مهمه برخه ګڼل کیږي او په دې لړ کې د چین په سرمایه کارۍ سره، پاکستان کې سړکونه، د بجلۍ بټۍ، او نور د بنیادي اډانې منصوبې جوړې کیږي.

کله چې طالبانو په تېر اګسټ میاشتې کې په ټول افغانستان قبضه ولګوله، نو هغه بندیزونه بیا ورباندې ولګول شول کوم چې د طالبانو د اولې واکمنۍ په مهال ورباندې لګول شوي و. په همدې بنیاد، د افغانستان د مرکزي بنک نهه نیم بلینه ډالره اثاثې چې زیاته د نیویارک په فډرل ریزرو بنک کې ساتل کیدلې، سمدستي کنګل شولې.

امریکا او نورو مغربي ملکونو د طالبانو غوښتي چې افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د جینکو او ښځو د تعلیم او کار حقونه او نور بشري حقونه دې پر ځای کړي. طالبانو تر اوسه دا غوښتنې ندي پرځای کړي.

بل اړخ ته په دې وروستیو څو میاشتو کې چین او پاکستان کابل کې د طالبانو د نګران حکومت سره رابطې زیاتې کړي او وایي چې کوشش کوي هلته د بشري او اقتصادي بحران د مقابلې دپاره د همکاریو د سېوا کېدو لارې چارې ولټوي.

پاکستان په تېر ډسمبر میاشت کې د اسلامي همکارۍ تنظیم (او آی سي) یوه غیرمعمولي غونډه راوبلله چې هدف یې د افغانستان سره د مرستو برابرول و. دې ناستې کومه اهمه نتیجه نه درلوده
پاکستان په تېر ډسمبر میاشت کې د اسلامي همکارۍ تنظیم (او آی سي) یوه غیرمعمولي غونډه راوبلله چې هدف یې د افغانستان سره د مرستو برابرول و. دې ناستې کومه اهمه نتیجه نه درلوده

د پاکستان خارجه وزیر هم په دې وروستیو میاشتو کې د سیمې له ملکونو سره رابطې نیولي او هغوی یې هڅولي چې د طالبانو د حکومت سره اړیکې ونیسي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندو ته لاره هواره کړي، مګر تر اوسه پخپله د پاکستان په شمول د نړۍ هېڅ ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.

بل اړخ ته د بحران نړېواله ډله یا انټرنشنل کرایسز ګروپ ویلي که څه هم پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي خو طالبانو د اختیار لاندې افغانستان په اړه د پالیسۍ په جوړولو کې پاکستان د ستونزو سره مخامخ دی.

اداره وايي د واک اخیستلو وروسته اقتصادي او سفارتي یوازېوالی افغان طالبان د پاکستان د پاره د ګټي په ځای بوج جوړیدلې شي.

د دغه ګروپ رپوټ وايي چې زیاتیدونکي بې ثباتي او اقتصادي مشکلات کولی شي چې بې وزله افغانان په پاکستان کې پناه اخیستلو ته مجبور کړي.

پاکستاني مامورین طالبانو د ملاتړ خبره ردوي او وايي په کابل کې د ټول شموله افغان حکومت حمایت کوي.

پاکستان د نړیوالې ټولنې نه پخوا هم غوښتي چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان سره اقتصادي مرستې دې وکړی شي او د افغانستان منجمدې اثاثې دې افغانستان ته ورکړی شي.
د آی سي جي رپوټ زیاتوي که یوه اړخ ته د طالبانو سره ملګرتیا له امریکا او نورو مغربي هیوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابولی شي نو بل اړخ ته د هغه وسلوالو خلاف د طالبانو عمل نه کول چې د افغان خاوره په مبینه توګه د پاکستان خلاف استعمالوي د پاکستان داخلي امنیت د خطر سره مخامخ کولی شي.

په ورستیو ورځو کې په پاکستان کې د تشدد پیښې سېوا شوي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد او د امنیت سلاکار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي افغان خاوره د پاکستان په خلاف استعمالوي.

رپوټ وايي پاکستان په نړیواله کچه په نورو لارو د طالبانو ملاتړ کوي. په دوه اړخیزو غونډو او څو اړخیزو فورمونو کې اسلام آباد له بهرنیو طاقتونو په ځانګړې توګه امریکا او د امریکې له مغربي اتحادیانو څخه غواړي چې له طالبانو سره ښکیل شي، اقتصادي بندیزونه لیرې کړي، او افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG