لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان نه د لسهاوو زره کسانو د انخلا وروسته، امریکا د اوکراین جګړې مهاجرو سره څه مرسته کوي؟


ملګري ملتونه وایي د اوکراین په جګړه کې د یو نیم میلینو نه زیات کسان یورپي ملکونو ته مهاجر شوي دي
ملګري ملتونه وایي د اوکراین په جګړه کې د یو نیم میلینو نه زیات کسان یورپي ملکونو ته مهاجر شوي دي

(اېسوشیټډ پرس) واشنګټن - په اوکراین باندې د روس یرغل، دومره ډېر کسان مهاجرت ته اړ کړي دي چې په څو لسیزو کې یې په یورپ کې ساری نه و لیدل شوی. د ملګرو ملتونو د رپوټونو ترمخه، د روس د حملې له پیله تر اوسه، د یو نیم میلین نه ډېر کسان د اوکراین نه ګاونډیو ملکونو ته مهاجر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د ادارې مشر د اتوار/یکشنبې په ورځ ټویټ وکړ چې "دا په یورپ کې د دویمې عالمي جګړې وروستو، د کډوالۍ یا مهاجرت، تر ټولو تېزېدونکی بحران دی."

د اوکراین نه قریب ټول مهاجر شوي کسان، نورو یورپي ملکونو کې مېشت شوي، چېرته چې په عمومي توګه د هغو تود هرکلی شوی دی.

خو ممکن ځیني کسان یې ضرورت ولري چې که اوکراین ته واپس کېدلی ونشي، نو بالاخره په امریکا کې دایمي استوګنه غوره کړي.

خو دا چې امریکا تر اوسه د اوکراین د مهاجرینو سره څه ډول مرستې کړي دي، په دې اړه دا معلومات تاسو سره شریکوو:

د امریکا د نړېوالې ترقۍ د مرستو ادارې (یو اېس اې آی ډي USAID) مشره سمنټا پاور وایي، امریکا د اوکراین دننه پاته محتاجو خلکو سره څلور پنځوس (۵۴) میلینه ډالره د خوراکي موادو او نورو وسایلو مرسته کړې ده، او وعده یې کړې چې نور کومکونه به هم اوکراین ته لېږي.

دا مرستې ډېرې اهمې دي، ځکه په اوکراین کې حالات ډېر خراب دي او نور هم پسې بتره کیږي. میلینونه کسان په اوکراین کې کوشش کوي چې د روسانو د حملې نه وتښتي، او په دې حال کې خوراکي مواد هلته بېخي کم شوي دي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د صدر بایډن انتظامیې اعلان وکړ هغو اوکرایني وګړو ته چې له مخکې نه په امریکا کې دي، دلته کې د پاته کېدو خاص موقت اجازت ورکوي. د کانګرس غړو او د اوکراین طرفدارو ډلو د دې اعلان هرکلی وکړ، مګر د دې اثرات کم دي.

د امریکا د داخلي امنیت اداره اندازه لګوي چې دې پروګرام ته شاوخوا پنځه اویا زره (۷۵۰۰۰) کسان برابر دي، او اجازت نامه یې هم که وروسته ونه غځول شي، نو د صرف د اتلسو (۱۸) میاشتو دپاره ده.

د دې ترڅنګ، دا پروګرام به خلک د مهاجرت د کاغذاتو له اړخه په مبهم حالت کې پرېږدي، ځکه څوک چې دې پروګرام کې شامليږي، هغوی به نشي کولی چې امریکا کې ګرین کارټ او شهریتوب/سېټیزنشپ ته درخواست ورکړي.

آیا امریکا د نورو مهاجرو منلو ته آماده ده؟

امریکا د تېر اګسټ میاشتې راهیسي، شاوخوا شپږ اویا زره (۷۶۰۰۰) افغانان هم د افغانستان نه د انخلا په مېشن کې امریکا ته راوستل. اوس چې په اوکراین کې سخته جګړه روانه ده او لاکهونه کسان د هغه ځایه بې کوره او مهاجر شوي دي، دا پوښتنه پیدا شوې چې آیا امریکا بیا هم په یو دم د ګڼ شمېر مهاجرو منلو ته تیاره ده؟

کابل ته د طالبانو د راتګ سره، امریکا لسګونه زره کسان په پوځي جهازونو کې بهر ته ولېږدول او اکثره یې بیا امریکا کې ځای پر ځای شول
کابل ته د طالبانو د راتګ سره، امریکا لسګونه زره کسان په پوځي جهازونو کې بهر ته ولېږدول او اکثره یې بیا امریکا کې ځای پر ځای شول

امریکا ممکن د اوکراین یو شمېر مهاجرینو ته پخپل ملک کې ځای ورکړي. د وایټ هاوس ترجمانه جېن ساکي وایي، امریکا به اوکرایني مهاجر ومني. مګر انتظامیه وایي چې سمدستي اکثریت اوکرایني کډوال په مبینه توګه په یورپ کې پاته کېدل غواړي، ځکه زیاتره یې هلته رشته داران لري، هلته کار کولی شي، او که چېرته هم موقع برابره شي، نو غواړي بېرته خپلو کورونو ته واپس ولاړ شي.

د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ د سي اېن اېن ټلوېژن «سټېټ آف دې یونین» پروګرام ته وویل: "امریکا ژمنه ده چې هرڅه زمونږ په وسعه پوره وي، هغه به کوو. اول به د هغو ملکونو سره مرسته کوو کوم چې سمدستي د ګڼ شمېر اوکرایني کډوال بوج ورباندې راغلی دی. بیا به، مناسب به حال، که خلکو غوښتل چې امریکا ته مهاجر شي، مونږ به ضرور په هغه مسئلې غور کوو، او ډاډه یم چې عمل به ورباندې کوو."

د امریکا انتظامیې وړاندې ویلي و چې په ۲۰۲۲ مالي کال کې به تر یو لاکهـ و پنځه ویشت زره (۱۲۵۰۰۰) نور کډوال ومني. د ډانلډ ټرمپ د صدارت په دوران کې د مهاجرو د منلو کلنۍ کچه پنځلس زرو (۱۵۰۰۰) ته راټیټه کړی شوې وه.

د بایډن انتظامیې چې په کال کې د کډوالو د شمېر حدود ټاکل، نو یورپ ته یې د کډوالو لس زره (۱۰۰۰۰) ویزې په پام کې نیولې وې، خو که ضرورت یې شي، نو د زیاتو اوکرایني مهاجرو په منلو سره دا شمېره زیاتېدلی هم شي.

وایټ هاوس ویلي چې د ملګرو ملتونو او یورپي ملکونو سره به په دې کار وکړي چې د اوکراین نه بهر ته مهاجر شوي څومره کسان په امریکا او یا بل ځای کې دایمي ژوند کول غواړي.

دا چې امریکا به د مهاجرو د یوې نوې چپې د منلو صلاحیت ولري او که نه، اې پي خبري ادارې د مهاجرو سره د مرستې د چارو ماهرینو له قوله لیکلي چې هو، امریکا یې کولی شي، مګر دا به کوم آسان کار نه وي.

د ټرمپ د صدارت په مهال، د مهاجرو د راتګ پروګرامونه راکم کړی شول او له دې وجې د مهاجرو د سمبالولو ادارو خپل ګڼ شمېر کارکوونکي په کور کښېنول او دفترې یې وتړل شوې. مګر کله چې لسګونه زره افغانان په یو دم امریکا ته راوستل شول، د مهاجرو سمبالوونکې ادارې د دوی د چارو په تنظیمولو کې له سختۍ سره مخ شول. بل اړخ ته امریکا کې د کورونو بیعې او کرایې هم جګې شولې، او د کرونا وبا هم باعث شوه چې د دې افغان مهاجرو د مېشتېدو چارې په سختۍ سره مخ ته ولاړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG