لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنېټر اعظم سواتي د پوځ ضد ټویټونو په سر بیا ګرفتاره کړی شو


واشنګټن - په پاکستان کې چارواکو د مخالف ګوند تحریک انصاف یو سنېتر، د اتوار/یکشنبې په ورځ په دې تور ګرفتاره کړ چې ګني د ملک د طاقتوره پوځ د تلونکي مشر جنرل باجوه او نورو پوځي مشرانو په خلاف یې "د ډاروونکو ټویټونو یو ډېر زیات ناګواره کمپېن" یې پیل کړی و.

اعظم خان سواتي، چې په سنېټ کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند سنېټر دی، د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار د تحقیقاتو قامي ادارې (اېف آی اې) د کارکنانو له خوا اوچت کړی شو.

په دې پنځه اویا (۵۷) کلن سنېټر باندې د سایبري جرمونو د لانجمن قانون لاندې، د پارولو الزامات لګول شوي چې پخپلو ټویټونو کې یې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه په اړه ناولي الفاظ کارولي دي. باجوه په راتلونکې نهې/سې شنبې په ورځ د خپلې عهدې نه رېټایر کیږي.

د اېف آی اې له خوا په یو جرمي شکایت نامې کې، د باجوه او په عمومي توګه د ریاستي ادارو په اړه د اعظم سواتي بیانونه "د پاکستان ریاست ته د نقصان رسولو دپاره د وسله والو قواوو د افرادو ترمنځ د بغاوت یو شرارتي عمل" ګڼل شوی دی.

د دوو میاشتو نه په لږ وخت کې، دا دویم ځل دی چې پخواني وزیراعظم عمران خان ته نږدې سیاستمدار، اعظم خان سواتي، په ورته الزامونو سره ګرفتاره کړی شوی دی.

تر دې وړاندې، سواتي په تېر اکټوبر میاشت کې ونیول شو، خو څو ورځې پس په ضمانت سره خوشې شو. له هغه وخت راهیسي، سواتي په کراتو دعوه کړې ده چې د ګرفتارۍ په موده کې ځورول شوی او لوڅ کړی شوی دی. هغه دا الزام هم لګولی چې دا کارونه د آی اېس آی یو جګپوړي جنرل، د باجوه په غوښتنې سره کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند دغه سنېټر د سپریم کورټ نه هم په ټینګار غوښتي چې تحقیق دې وکړي او د ګرفتارۍ په موده کې چې چا هغه ځورولی، هغه ته دې سزا ورکړي.

بل اړخ ته پخواني وزیراعظم عمران خان د سواتي نیول کېدو ته په غبرګون کې، پخپل ټویټر ولیکل: "زه هک حیران او خوفزده یم چې څومره په تېزۍ سره مونږ نه یوازې په یو بنانا رېپبلیک (شهرناپرسان) بلکې په یو فاشیسټ ریاست بدلیږو."

خان همدا راز زیاته کړې ده چې: "هر څوک باید د دې فاشیسټ ریاست په ضد خپل آواز اوچت کړي."

د خالي/شنبې په ورځ سنېټر اعظم سواتي د عمران خان سره یوځای، په پنډۍ کې خپلو راغونډ شویو پلویانو ته تقریر کې هم برخه واخیسته. سواتي پخپل مختصر تقریر کې چې د ټي وي د لارې خورېده، د جنرل باجوه نه وغوښتل چې اولس ته دې ووایي په تېرې شپږ کلنې عهدې کې یې څومره شتمني/دولت راغونډ کړی دی.

تېره هفته یو پاکستاني تحقیقاتي آنلاین ویب سایټ، فکټ فوکس، ښکاره کړه چې د هغه وخته چې جنرل باجوه په ۲۰۱۶ کال کې د پوځ د سرلښکر عهده اخیستې ده، د هغه نږدې او لېرې رشته دارانو دومره اثاثې راجمع کړي چې ارزښت یې د شپږ پنځوس (۵۶) میلینه ډالرو نه اوړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د اتوار/یکشنبې په ورځ دا دعوه رد کړه او رپوټ یې "ګمراه کوونکی" وباله.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG