لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او اسرایل ترمنځ نایابه تجارتي معامله شوې ده


د اسرایل د بیت المقدس/یورشلیم ښار د خوراکي موادو یو بازار
د اسرایل د بیت المقدس/یورشلیم ښار د خوراکي موادو یو بازار

واشنګټن - د امریکایي یهودیانو یوې ټولنې د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان او اسرایل ترمنځ یوه تجارتي معامله شوې او هغه کې د پاکستان نه خوراکي پیداوار اسرایل ته رسېدلی دی. دا ټولنه چې د امریکایي یهودیانو کانګرس نومیږي او مرکز یې په نیویارک کې دی، یو بیان جاري کړی او د پاکستان او اسرایل ترمنځ دغه نایابه تجارت یې ستایلی دی.

د امریکایي یهودیانو د کانګرس په بیان کې راغلي چې دا تجارتي معامله په دې هفته کې شوې ده، او هغې کې پاکستانی-یهود فېشل بن خالد او درې اسرایلي تاجران شامل دي.

بن خالد د پاکستان په ستر ښار، کراچي کې ژوند کوي، او هلته کې د خوراکي موادو کارخانه دارو ته چې خپل پیداوار د نړۍ مختلفو برخو ته برامد کوي، د کوشېر د تصدیق کاروبار کوي. کوشېر یوه اصطلاح ده چې یهودیان یې هغو خوراکي موادو ته استعمالوي کوم چې د دوی د شریعت سره سم، جوړ او یا پاخه شوي وي.

پخپله بن خالد د نهې/سې شنبې په ورځ په ټوېټر باندې د پاکستان او اسرایل ترمنځ د دې نایابه تجارت خبر عام کړ.

فېشل بن خالد د خپلو سامانونو یوه وېډیو خپره کړه چې په کې کجورې، وچې مېوې او مصالې ښکاري چې د یورشلېم/بېت المقدس په یو مارکېټ کې خرڅلاو ته کېښودل شوي دي. دا ویډيو تر اوسه شاوخوا شپږنیم لکه ځله لېدلی شوې ده.

بن خالد، وایس اف امریکه ته په یو لیکلي جواب کې ویلي چې: "زما دا طمعه نه وه چې د دې نه به دومره غټه خبره جوړه شي." هغه زیاته کړه چې دا اسرایل ته د پاکستاني پیداوارو اولني برامدات ندي.

بن خالد وویل: "د اسرایل حکومت او اخېستونکي په دې کې څه مشکل نلري چې د پاکستان نه نېغ په نېغه سامان واخلي." د هغه وینا ده چې اسرایل په دې کې هم څه مشکل نلري چې د داسې تجارت پیسې پاکستاني بېنکونو ته ولېږي.

د بن خالد دا آغاز په ټوېټر باندې د خلکو لخوا، په شمول د صحافیانو، سیاستمدارانو او تاجرانو، ستایل شوی دی. ځینو یې ورنه مشورې هم غوښتي دي چې څنګه کولی شي خپل پیداوار په اسرایل خرڅ کړي. بن خالد هم کوښښ کړی هر پیغام ته جواب ورکړي.

پاکستان کې د ټي وي خبرونو یو مشهوره کوربه، سید وقاص شاه هغه ته لیکلي دي: "مبارک دې وي وروره، ته داسې عالي خدمت ترسره کوې چې سفارتکاران او سیاستمداران یې نشي کولی.

د ضمیر احمد ملک په نوم د ټوېټر یو بل صارف ورته لیکلي: "د دواړو ملکونو دپاره دا وخت رارسېدلی چې د خبرو آغاز وکړي، او دغه د شهریانو په کچه رابطه د دواړو ملکونو په نږدې راوستلو کې اهم کردار لوبولی شي."

د پاکستان د حکومت چارواکو تر اوسه په دې نایابه تجارتي معاملې باندې څه تبصره نده کړې.

اسلام آباد د اسرایل سره څه سفارتکاري تعلقات نلري او تر هغو چې د فلسطین یو آزاد ریاست جوړ نشي، د یو ریاست په حیث د اسرایل د تسلیمولو نه انکار کوي. پاکستان له ډېره وخته دا پالیسي ساتلې ده.

بل اړخ ته په ۲۰۲۰ کال کې د ابراهم تړون د لاندې چې د امریکا په وساطت لاسلیک شو، متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرایل سره خپل تعلقات جوړ کړل. ورپسې سوډان او بیا المغرب هم دا کار وکړ.

د امریکایي یهودیانو کانګرس پخپل بیان کې ویلي، "په متحده عربي اماراتو کې چې کوم تجارتي نندارتونونه جوړ شول، د پاکستاني او اسرایلي تاجرانو سره یې مرسته وکړه چې خپل منځ کې تجارتي معامله وکړي او پاکستانی سامان دا هفته اسرایل ته ورسیږي. مونږ د دې وړوکي ګام هرکلی کوو چې د اسرایل او پاکستان، او بیا په لویه کې د خطې په اقتصاد باندې پراخ اثر درلودلی شي."

پاکستان یو منل شوی اېټمي طاقت دی، او داسې ګڼل کیږي چې اسرایل به هم اېټمي وسلې ولري. د هغه وخته چې د اسرایل او پاکستان خارجه وزیرانو په کال ۲۰۰۵ کې په عوامي توګه ملاقات وکړ، بیا د امنیت په اړه مسئلو باندې د دوو ملکونو ترمنځ ځیني خفیه لیدنې کتنې شوې دي. د پاکستان اسلامي ډلې او ښي اړخي ګوندونه د فلسطین په موضوع باندې، په کلکه اسرایل سره د تعلقاتو جوړولو خلاف دي.

پاکستاني شهریان هم اسرایل ته د تګ نه منعه کړی شوي دي، ځکه په پاکستاني پاسپورټونو واضحه لیکل شوي چې د نړۍ ټولو ملکونو دپاره چلیږي، بغیر د اسرایله.

تېر کال یوه ډله امریکایي پاکستانیان چې پنځلس تنه و، اسرایل ته تللي و چې هغو کې بن خالد هم شامل و. هغو په یورشلیم/بیت المقدس کې د یهودیانو د مقدس ځای زیارت ته ولاړل. په هغه سفر کې دې کسانو خپل امریکایي پاسپورټ استعمال کړی و او د سفر انتظامات یې د مسلمانو امریکایي ښځو یو تنظیم او د اسرایل یو تنظیم چې د مسلمانو ملکونو سره تعلقاتو ته فروغ ورکوي، په غاړه اخېستي و.

د پاکستان د حکومت مخالفو سیاستمدارانو په هغه سفر غوصه څرګنده کړه او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې د اسرایل سره د اسلام آباد بایکاټ په رسمي توګه ختم نکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG