لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: د پاکستان ولس خوښې ته د درناوي او شفاف انتخابي عمل د یقیني کولو ضرروت دی


د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېر د نهې/سه شنبې په ورځ خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل: "په یقین سره، موږ د پاکستان خلکو ته د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره مبارکي وایو
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېر د نهې/سه شنبې په ورځ خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل: "په یقین سره، موږ د پاکستان خلکو ته د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره مبارکي وایو

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا صدر جو بایډن په پاکستان کې د انتخاباتو په اړه په مکمل توګه خبر دی چې تېره اوونۍ په میلینونه پاکستانیان رای کارولو ته تللي وو چې پکې د پاکستانۍ مېرمنې، د مذهبي او نسلي لږکیو غړي او ځوان رای ورکوونکي په ریکارډ شمېر کې شامل وو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر د نهې/سه شنبې په ورځ خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل: "په یقین سره، موږ د پاکستان خلکو ته د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره مبارکي وایو، په شمول د انتخاباتو کارکوونکو، د مدني ټولنې غړیو، خبریالانو، او د انتخاباتو څارونکو چې د پاکستان د جمهوري او انتخابي ادارو ساتنه یې کړې ده."


کارین ژان پیر زیاته کړه، "مونږ په دې ویاړو چې د ورته فکر لرونکي جمهوري نظام سره ولاړ یو، موږ په دوامداره توګه د پاکستان حکومت او د پاکستان سیاسي ګوندونو ته په عامه او شخصي توګه وایو چې د پاکستان د ولس د خوښې ته درناوی لرلو او د انتخابي بهیر د شفاف یقیني کولو ضرورت دی. او دا په واضح توګه مهم دی."

تر دې مخکې د پاکستان د انتخاباتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو مېلر ویلي وو چې پاکستان د انتخاباتو په بهیر کې د لاسوهنې په تورونو اندېښمن دی. په انتخاباتو کې د لاسوهنې او درغلۍ تورونه باید په کلکه وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې وه، امریکا جمهوري عمل ته درناوی لري "او تر کومې پورې چې د (پاکستان د) نوي حکومت خبره ده، د پاکستان ولس چې څوک منتخب کوي مونږ به د هغه حکومت سره کار کوو".

نوموړي پوښتنو ته د ځوابونو ويلو سره د پاکستان ولس ته په انتخاباتو کولو اومبارکي هم ویلې وه.

له دې وړاندې هم امریکې، يورپي يونين او برتانیې د پاکستان په انتخاباتو کې د روڼتيا او ټولو د ګډون په نشتوالي او موبايل ټيليفون او انټرنېټ په بنديز ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات شوي، د انتخاباتو په وخت د ناامنۍ پېښې شوي، موبايل فون او انټرنېټ بند کړل شوی وو. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، انټرنېټ د ترهګرۍ د خطرې له امله بند کړی شوی وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پرون د ګل/دوشنبې په ورځ يوه خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو په کې يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند کړل شوی وو.

هغه زياته کړې، امریکا، برتانیه او يورپي يونين د پاکستان دوست هېوادونه دي، خو د بده مرغه هغو د ټولنيزو رسنيو او ډيجيټل مطبوعاتو د معلوماتو په اساس تبصره کړې ده، زمه واره حکومتونه که وروسته خپل دريځ وړاندې کړي دا به غوره وي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي اردو څانګې نه اخیستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG