لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د صحت د خدماتو نظام ړنګېدو ته نږدې شوی – مرستندویه ادارې


په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې نه وروستو، خارجي مرستندویه ډلو افغانستان دپاره امداد بند کړی او د هېواد د صحت د خدماتو نظام اوس د ړنګېدو خطرې سره مخامخ دی. دا خبره دوه لویو امداد کوونکو تنظیمونو رائټرز خبري ادارې ته کړې ده.

امریکا تېره میاشت خپل اکثره پوځیان له افغانستانه وایستل او طالبانو د اګسټ په نیمایي کې په سرښار کابل قبضه ولګوله. د هغه نه سمدستي وروستو، ورلډ بنک (نړېوال بنک) او یورپي اتحاد افغانستان ته خپلې مرستې بندې کړلې.

د بې سرحده ډاکټرانو تنظیم یو لوی خارجي امدادي تنظیم دی چې له ډېرې مودې په افغانستان کې کار کوي. افغانستان دپاره د دې تنظیم استازي فیلیپې رایبیرو وایي: «دلته د صحت د نظام دپاره یوه تر ټولو ستره خطره په بنیادي توګه دا ده چې دا صحي نظام، د امداد نه اخیستو له وجې ړنګ شي. په عمومي توګه افغانستان کې دا څو کاله د صحت د خدماتو نظام کې کارکنان کم دي، وسایل یې کم دي، او پېسې کمې ورکول کیږي. او لویه خطره دا ده چې په آینده کې به هم همداسې کمې پېسې ورکول شي.»

د سور صلیب او هلال احمر نړېوال فېډرېشن (آی اېف آر سي) د افغانستان د څانګې مشر نېسېفر مګېنډي وویل چې د افغانستان د صحت نظام وړاندې لا کمزوری و او زیاته تکیه یې په خارجي مرستو باندې وه، خو اوس د لا زیات فشار لاندې راغلی دی.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې بشري ضرورتونه بیخي ډېر دي.»

د بې سرحده ډاکټرانو او د آی اېف آر سي دواړو تنظیمونو ویلي چې افغانستان کې دننه د دوی فعالیت تر اوسه اغېزمن شوی ندی، خو دا چې په نورو صحي مرکزونو کې وسایل نشته او د مریضانو علاج نه کیږي، نو اوس دوی ته ډېر کسان ورځي.

همدا راز نېسېفر مګېنډي وویل چې په افغانستان کې د بنکونو د تړل کېدو له وجهې ټول امدادي تنظیمونه د خپلو پېسو اخیستو کې پاته راغلي او نه یې خپلو کارکنانو ته تنخواګانې ورکړي او نه یې هم د افغانستان روغتونونو ته امداد رسولی دی.

د دې ټولو ستونزو په پام کې نیولو سره، اوس به دا په کار وي چې د صحت وسایل له وخته وړاندې زېرمه کړی شي. مګېنډي وایي: «هغه وسایل چې په کار وه درې میاشتو دپاره دوام وکړي، هغه به اوس درې میاشتو پورې کافي نه وي. مونږ ته په کار ده چې د هغه وخت نه مخکې بېرته نوي وسایل واخلو.»

رایبيرو بیا وویل مخکې له دې چې طالبان کابل ونیسي، اېم اېس اېف یا د بې سرحده طبیبانو تنظیم ځان ته یې وسایل زیرمه کړي و، خو اوس چې پروازونه خنډ سره مخ شوي او د ځمکې د لارې هم د سرحدونو لارې ډاډه نه ښکاري، دا معلومه نده چې د صحت وسایل به بیا افغانستان ته کله رسیږي.

د صحت نړېوالې ادارې د ګل/دوشنبې په ورځ وویل، یو جهاز چې په کې دولس نیم ټنه دوایانې او وسایل و، د افغانستان په شمال، مزار شریف ښار ته رسېدلی دی.

طالبان چې کله د ۲۰۰۱ کال نه مخکې په افغانستان کې واکمنان و، نو د امداد خارجي تنظیمونو سره یې تعلقات ښه نه و، خو دا ځل چې بیا یې په افغانستان قبضه لګولې ده، وایي چې د امداد کوونکو تنظیمونو تحفظ به کوي او دوی ته بلنه ورکوي چې افغانستان کې خپل کارونه مخ ته بوزي.

سره له دې، تر اوسه ښکاره نده چې په عمل کې به د دې تنظیمونو سره د طالبانو چلند څنګه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG