لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: په حکومت تنقید کوونکي پاکستاني خبریالان او فعالان ځورول کېږي


د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خپله عمران خان دا هم ويلي چې پاکستاني مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري
د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خپله عمران خان دا هم ويلي چې پاکستاني مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري

د بشري حقونود څآر نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ پخپل تازه رپوټ کې ويلي په پاکستان کې مېډيا او په حکومت نيوکې کوونکي خبريالان او فعالان د حکومت دلاسه د ځورول کېدو سره مخامخ دي.

د کال 2022م د پاره د 752 پاڼو په دغه رپوټ کې وېل شوي د پاکستان حکومت د اګست په مياشت کې د مېډيا قابو کولو د پاره نوي پاليسي تجويز کړې چې د وړاندې نه د بنديزونو ښکار ميډيا یې نوره هم د حکومتي فشار لاندې راوستلې ده.

د دې ترڅنګ حکومت په هېواد کې د خېر ښېګړې غېر حکومتي امدادي تنظيمونو يآ اېن جي اوز په ضد هم څارنه زياته کړې او د هغوي د زورولو او ويرولو لړۍ يې نوره تنده کړې ده.

رپوټ زياتوي پاکستان کې د مخالفه سياسي فعالينو زورول او د هغوي د غلي کولو هڅې هم نورې ګړندۍ شوي او د دې ترڅنګ امنيتي‌ ادارې د اقليتي ډلو، ښځو، ماشومانو او نرښځيانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلي دي.

کتل به وي چې د پاکستان حکومت د هیومن رایټس واچ رپورټ ته څه ځواب وايي خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د هغه د حکومت مامورین په ملک کې په مطبوعاتو د قدغنونو، د حزب اختلاف ګوندونو د ځورول کېدو او د مذهبي اقلیتونو او د مېرمنو د حقونو د سرغړول کېدو خبره ردوي.

د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خپله عمران خان دا هم ويلي چې پاکستاني مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

د اېشيا د پاره د هيومن رايټس واچ ‌ډاېرېکټرې پټريشا ګوزمن ويلي" د پاکستان حکومت په ملک کې خيال په ازادۍ نور قدغنونه لګولي چې ورسره د خبريالانو، فعالانو او مذهبي اقليتونو سره د تشدد پېښې زياتې شوي،"

مېرمن پېټريشا ويلي، د پاکستان حکومت له به په کال 2022 م کې دغه تګلارې بدلول وي که نه وي نو په ملک کې به موجوده تندروي او سخت دريځی نوره زياته شي.

د هيومن رايټس واچ رپوټ وايي په کال 2021 م کې په پاکستان کې د خبريالانو د تشدد پېښې زياتې شوي او وايي‌ د اپرېل په مياشت کې نا معلومه وسله والو د ټي وي خبريال ابصار عالم په ډزو ژوبل کړو چې د حکومت په پاليسو به یې وخت په وخت نيوکې کولې. بيا د مۍ په مياشت کې نامعلومه وسله وال په اسلام آباد کې د خبريال اسد علي‌ طور په کور ورننوتل او هغه يې په زور د ځآن سره بوتلو، د هغه سره د ملاتړ په سر د جيو نيوز مشهور کوربه حامد مير خپرونه د هغې وروسته ځنډول شوې ده.

د بشري حقونو رپوټ په پاکستان کې نيول شوي مخالفه سياسي مشرانو سره د حکومت په چلند هم اندېښنې ښودلي او وايي اکثره حکومت مخالفه سياسي مشرانو ته په مقدمو کې پوره انصاف نه ورکول کېږي او د ډېرو مقدمې بغېر له کوم علته د ځنډ ښکار دي.

د بشري حقونو رپوټ وايي پاکستان د ملګرو ملتونو د تشدد په ضد د نېشنل کنونشن ملاتړی دی خو په ملک کې بيا هم د ښځو او ماشومانو په حقونو خوندي ساتلو کې پاتې راغلې، په رپوټ کې د اسلام آباد د 27 کلنې نور مقدم د وژنې حواله ورکړل شوې چې خپل ملګري په اسلام آباد کې د جولای په مياشت کې وژلې بيايي په ضد په ملکې کچه احتجاجونه پېل شوي وو.

رپوټ وايي‌هر کال په پاکستان کې د 1000 نه زياتې ښځې د غېرت په نوم وژل کېږي او حکومت پکې مجرمانو ته سزا نه د ه ورکړې.

رپوټ وايي پاکستان په ملک کې د وړو جينکو د ودونو قابو کولو په کار کې هم پاتې راغلې چېرته چې 18 فیصد جينکۍ د 18 کالو عمر نه وړاندې وديږي.

رپوټ په پاکستان کې په مذهبي آزاديو باندې هم اندېښنې ښودلي او د سخت دريزه مذهبي ډلو لخو يې په اقليتي ډلو احمديانو او هندوانو د زور زياتي غندنه کړې.

په رپوټ کې په احمديانو، هندوانو او نورو اقليتي ډلو باندې زياتېدونکې تشدد ته هم ګوته نيول شوې چې د پنجاب په حيم يار خان کې د هندوانو مندر سوزول شوی،

په رپوټ کې ويل شوي چې د مذهب د سپکاوي قانون غلط استعمال په ملک کې د بې ګناه خلکو ژوند تنګ کړی

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم وايي د کال 1987مه نه تر 2021 پورې د مذهب د سپکاوي قانون لاندې1855 کسان سزا شوي چې په وروستيو کې د اته کالو يو ماشوم باندې هم د مذهب د سپکاوي جرم لګول شوی و چې وروسته د دغې په ضد احتجاجونه پېل شول او عدالت دغه مقدمه خارج کړه.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG