لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ په مرسته د انتخاباتو د گټلو تورونو ته د عمران خان ځواب څه دی؟


واشنگټن: د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر، عمران خان، وایي چې دا ځل یې انتخاباتو ته بیسارې آمادگي نیولې او هیله من دی گوند یې د جولائی د ٢٥مې عمومي انتخابات وگټي. خو منتقدین یې وایي چې عمران خان له پوځ سره په سازش کې دی او گني پوځ غواړي هغه واک ته ورسوي.

عمران خان، د خیبرپښتونخوا په شانگله ضلعې کې د انتخابي کمپاین پر مهال امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: «زه خوشبین یم، یو سپورټمن چې تل یې د گټلو فکر کړی دی. دا ځل په انتخاباتو کې د سیالي لپاره، زه او زما پارټۍ تر بل هر وخت زیاته آمادگي لرو چې په تیرو ٢٢ کلونو کې بیسارې آمادگي ده. نو زمونږ دا خیال دی چې د گټلو ډیر ښه چانس لرو.»

خان، چې اوس ٦٥ کلن دی، پخپل انتخابي کمپاین کې خلکو ته وعدې ورکوي چې په حکومت کې به فساد ورک کړي، د غریبۍ پرضد پروگرامونه به پیل کړي، د صحت او تعلیم برخې به پیاوړې کړي، او پاکستان به په یو بسیا او هوسا اسلامي ملک بدل کړي.

د وروستیو نظر پوښتنو نتیجې څرگندوي چې په دې انتخاباتو کې تحریک انصاف گوند د خپل سیال گوند، مسلم لیگ ن نه لږ څه مخکې دی او یا ورسره جوخت روان دی، خو د پیپلز پارټۍ نه ډیر مخکې دی.

عمران خان، چې د اکسفورډ یونیورسیټۍ تعلیم یافته دی، په ١٩٩٢ کال کې چې کله د پاکستان د کرکټ ټیم کیپټن و، خپل ملک ته یې د کرکټ ورلډ کپ وگاټه، او دوه کاله وروسته یې بیا د تحریک انصاف پاکستان بنسټ کیښود.

د تیرکال راهیسې، کله چې سپریم کورټ نواز شریف د وزیراعظمۍ له څوکۍ لیرې کړ او حکم یې وکړ چې هغه نور د ژوند ترپایه د ریاست پر کومې څوکۍ نشي پاته کیدای، نو د عمران خان سیاسي بخت په اوچتیدو شو.

د عمران خان او پوځ اړیکې

د نواز شریف مسلم لیگ ن، او نور سیاسي اړخونه پر عمران خان دا تور لگوي چې هغه د انتخابي سیالانو په مقابل کې د فساد پر هغو کیسونو د ټینگار له لارې چې "سیاسی انگیزه" لري، گني له پوځ سره سازش کړی دی.

خان دا تور نه مني او وایي چې د شریف پلویانو د هغه پروړاندې د پروپگینډا یو کمپاین پیل کړی دی.

هغه له امریکا غږ سره په مرکه کې زیاته کړله: «کله چې د هغه (نواز شریف) نوم د پانامې په پاڼو کې راغی، او بالاخره د میلیارډونو روپیو د فساد او له پاکستان نه د پیسو ایستلو په کیس کې محکوم شو، نو اوس ملامتي پر پوځ اچوي چې گني د هغه پرخلاف کوم سازش شوی دی.»

خان همدا شان وویل: « او په دې خاطر چې ما هغه عدالت ته راکش کړ او په دې خاطر چې د هغه په وړاندې مې مقدمه وگټله، نو اوس هغه فکر کوي چې زه په سازش کې لاس لرم، چې دا هسې چټي خبره ده.»

بل خوا، پوځ هم په سختو ټکیو دا تور ردوي چې گني په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي. د پاکستان پوځ وایي چې یوازې له ملکي ناظمینو سره مرسته کوي چې په امن ماحول کې آزاد انتخابات ترسره شي.

په همدې حال کې خپلواک څارونکي بیا د دې دعوې په اړه چې گني پوځ "سیاسي انجنیرینگ" کوي، اندیښنې څرگندوي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن یو جگپوړی چارواکی، آی ایی رحمان، د جولائی د ٢٥مې انتخاباتو د روڼتیا په هکله، شک لري. هغه وایي: «دا زموږ په تاریخ کې تر ټولو ناولي انتخابات دي. مونږ په دې اړه چې دا انتخابات به آزاد او له ټگۍ پاک وي، ډیر زیات او ژور شک لرو.»

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن په دې هفته کې یو بیان هم جاري کړ او ویې ویل: "په ډیرې سپین سترگۍ، جارهانه، او بې شرمۍ هڅې روانې دي چې د انتخاباتو په نتایجو کې لاسوهنه وشي."

بل پلو په پاکستان کې د کرپشن په مقدمو کې د احتساب عدالت که یوې خواته د پخواني وزیراعظم نوازشریف د مقدمې اورېدنه د جولای تر ۳۰مې نېټې ځنډولې ده، خو د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د کرپشن په یوه مقدمه کې عدالت له حاضرېدو ډډه کړې او ویلي یې دي چې تر انتخاباتو مخکې عدالت ته نه شي حاضرېدای.

پر عمران خان تور دی چې وایي په پښتونخوا صوبه کې د خپل حکومت په مهال یې سرکاري هیلیکاپټر د ۷۴ ګېنټې په غیرقانوني توګه استعمال کړی، چې وایي له کبله یې صوبایي خزانې ته دوه اعشاریه اوولس میلینه (۲۱ لکه اویا زره) روپۍ زیان رسولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG