لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دپاره د روس استازي پاکستاني مامورینو سره د افغان سولې په موضوع خبرې کړي


کابلوو وویل د ماسکو د غونډې مقصد د بېن الافغان مذاکراتو مرسته کول دي او په اړه په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد سره هم اتفاق ترلاسه شوی و. روسي استازي وویل د ماسکو د مجوزه غونډې حمایت امریکا، چین او ایران هم کوي
کابلوو وویل د ماسکو د غونډې مقصد د بېن الافغان مذاکراتو مرسته کول دي او په اړه په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد سره هم اتفاق ترلاسه شوی و. روسي استازي وویل د ماسکو د مجوزه غونډې حمایت امریکا، چین او ایران هم کوي

د افغانستان دپاره د روس استازي ضمير کابلو د پاکستان د سفر په مهال د جمعې په ورځ په اسلام اباد پاکستاني مامورینو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د وي او ای رپورټ وايي د ځنډ ښکار بېن الافغان مذاکراتو د پرمختګ دپاره روس په ماسکو کې غونډه راجوړول او په دې لړ کې د پاکستان مرسته ترلاسه کول غواړي.

کابلوو د دې هفتې په شروع کې د روس سپوټنېک خبري ادارې ته ویلي وو چې د پاکستان د سفر په مهال په ماسکو کې د مجوزه غونډې دپاره د اسلام اباد حمایت ترلاسه کړی شي. امکان دی د افغانستان په موضوع دغه غونډه د دې میاشت په اخېره کې په ماسکو کې وشي.

کابلوو وویل د ماسکو د غونډې مقصد د بېن الافغان مذاکراتو مرسته کول دي او په اړه په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد سره هم اتفاق ترلاسه شوی و. روسي استازي وویل د ماسکو د مجوزه غونډې حمایت امریکا، چین او ایران هم کوي.

د وي او ای رپورټ وايي سفارتکاران ګڼي چې د افغانستان د امن په بهیر کې د زیاتو سیمه اییزو ملکونو شمولیت به د دې د کامیابۍ امکانات زیات کړي او بالاخر به پکې د هندوستان ترڅنګ، د مرکزي اېشیا ملکونه، د افغان حکومت او د طالبانو استازي هم شرکت وکړي. د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د امن دپاره د روس د کوښښونو په لړ کې د کال ۲۰۱۸ د ماسکو په غونډه کې طالبانو په لومړي ځل په یوه نړیواله غونډه کې په څرګنده ډول شرکت وکړو. د ماسکو دغه غونډې ته امریکې خپل استازي د مبصرینو په حېث استولي وو.

د وي او ای رپورټ وايي په روس کې د افغانستان په موضوع د غوڼدې هلې ځلې په داسې حال کې هم تندې شوي دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو مذاکرات د ځنډ ښکار شوي دي او څه ډیر پرمختګ پکې نه دی شوی.

کابلو وویل روس د بامعنې بېن الافغان مذاکراتو حمایت کوي خو د سپوټنېک خبري ادارې سره مرکه کې د هغه ځینو خبرو د افغانستان سخت غبرګون راپارولی دی په خصوصي توګه دې وړاندیز چې په افغانستان کې دې د طالبانو په شمول موقتي حکومت جوړ کړی شي.

د افغانستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د ضمیر کابلو بیان د ځمکني حقایقو او د افغانستان په اړه د روس د رسمي دریځ په ضد دی.

د وي او ای رپورټ وايي د صدر اشرف غني حکومت د موقتي حکومت په وړاندیز ناخوښي څرګنده کړې ده او وايي د پنځو کلونو دپاره د حکومت اييني اختیار ورکړی شوی دی.

بلخوا د روس خارجه وزارت ویلي د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر به د دې میاشت په ورستیو ورځو کې د ماسکو سفر کوي او خپل روسي هم منصب سرګی لاورو سره به وېني.

د روسي خارجه وزارت ترجمانې ماریه ذکروا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ویلي اتمر او لاورو به د دواړو ملکونو ترمنځ په تجارتي تعلقاتو، په افغانستان کې د امن او د ترهګرۍ او د نشۍ توکو د قاچاق په مخینیوي به خبرې کوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د وړاندې بوتلو دپاره هلې ځلې په داسې حال کې کېږي چې د امریکې د نوي صدر جوبایډن حکومت ویلي طالبانو سره د امریکې معاهدې ته به بیا کتنه کوي او نېټو د می د میاشت پورې د افغانستان نه د ځواکونو وېستلو ژمنه نه ده کړې.

د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې ټاکل شوې ده چې امریکا به خپل عسکر د سږ کال د می د میاشت پورې وباسي.

په افغانستان کې د ځواکونو د ایند په اړه د نېټو د دفاع وزیرانو د غوڼدې وروسته د نېټو مشر جېنس سټولټنبرګ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په افغانستان کې د نېټو ځواکونو موجودګي حالاتو سره مشروط ده او د هغه په قول "طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي."

نېټو او امریکايي مامورین وايي طالبانو د لوظنامې سره سم د القاعده سره خپلې اړیکې نه دي ختمې کړي، د افغان حکومت سره په روغ نیت خبرې نه کوي او دتشدد ته یې دوام ورکړی دی.

په افغانستان د امریکايي او نېټو ځواکونو مشر امریکايي جرنېل سکاټ مېلر رویټرز خبري ادارې ته دا هفته وویل طالبانو داسې حالات نه دي برابر کړي چې دا ممکنه تاریخي موقع وړاندې بوتلل شي.

طالبان وايي چې د امریکې سره د معاهدې د لاندې خپلې ژمنې یې پوره کړي دي او ضمیر کابلو هم طالبانو د دې دریځ تاید وکړو.

د سپوټنېک سره مرکه کې کابلوو وویل چې طالبانو بغیر د څه غلطۍ د معاهدې پابندي کړې ده او تړون د لاس لیک کېدو نه پس په افغانستان یو امریکايي عسکر هم نه دی وژل شوی. روسي استازي وویل د طالبان برعکس امریکايي ځواکونو د هغه په قول په بېلا بېلو دسېسو د طالبانو په ضد حملې کړې دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه امریکايي مامورین وايي طالبانو سره معاهده امریکايي ځواکونو د افغان حکومت ځواکونو د ملاتړ نه نه منع کوي.

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG