د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکونکي نړیوالې ادارې رپورټرز وداوټ بارډرز د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په سر په سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان او څلورو نورو سعودي مامورینو د انسانیت خلاف د جرم شکایت درج کړی دی.
رپورټرز ود اوټ بارډرز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په جرمني کې د ادارې درج شوی شکایت څرګندوي چې په سعودي عرب کې خبریالان په منظمه ډول ځورول کېږي چې مثال یې په هېواد کې د ۳۴ خبریالانو ګرفتاري او د جمال خاشقجي وژل کېدل دي.
د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د امریکې استخباراتي رپورټ وايي چې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خبریال د وژنې منظوري ورکړې وه.
خاشقجي د ۲۰۱۸ د اکتوبر په دویمه نېټه په استنبول ترکي کې سعودي کونسلخانې ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.
سعودي عرب منلي چې خاشقجي په خطا وژل شوی خو د هغه په قتل کې د محمد بن سلمان د ککړتیا خبره ردوي. سعودي عرب د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د امریکې استخباراتي رپورټ هم رد کړی دی.
سعودي عرب په سمدلاسي ډول د محمد بن سلمان او د نورو سعودي مامورینو په ضد د رپورټرز وداوټ بارډرز په شکایت څه نه دي وېلي.
رپورټرز ود اوټ بارډرز په خپل بیان کې وویل د ادارې په شکایت کې چې د ۳۵ کومو خبریالانو چې شوی دا څرګندوي چې هغه خبریالان په خاصه توګه د خطر سره مخامخ کېږي چې د سعودي حکومت خلاف په څرګندو ډول خبرې وکړي. د محمد بن سلمان په ضد د رپورټرز ود اوټ بارډز د شکایت نه یوه ورځ وړاندې د جمال خاشقجي چنغلې خدیجه چنګېز محمد بن سلمان دپاره زر تر زره د سزا غوښتنه وکړه.
خدیجه چنګېز په ټوېټر خپل پېغام کې وویل که چېرې محمد بن سلمان ته سزا ورنکړی شوه نو دا به څرګنده کړي چې مرکزي مجرم د قتل په سر د سزا نه هم بچ کېدلی شی، دا به تول خلک به د خطر سره مخامخ کړي او دا به "زمونږ به انسانیت یو داغ وي."