لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمال خاشقجي چنغلې غوښتلي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته دې زر تر زره سزا ورکړی شي


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د خبریال جمال خاشقجي چنغلې خدیجه چنګېز غوښتلي چې د خاشقجي د قتل منظوري ورکولو په سر دې سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ته زر تر زره سزا ورکړي شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل که چېرې سعودي ولي عهد ته سزا ورنکړی شوه نو د همېشه دپاره به دا اشاره وي چې مرکزي مجرم ته د وژنې په سر هم سزا نه ورکړی کېدلی چې ټول خلک به د خطر سره مامخ کړي او دا "به زمونږ په انسانیت یو داغ وي."

په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه امریکې خپل استخباراتي رپورټ تېره هفته افشا کړو چې ښايي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل منظوري ورکړې وه.

خاشقجي د کال ۲۰۱۸ د اکتوبر په دویمه نېټه سعودي قونصلګرۍ ته ورغلی و خو د دې نه پس بیا ژوندی نه دی لیدل شوی. وېل کېږي چې د هغه مړی ټوټې کړی شوی دی خو جسد یې تر اوسه نه دی موندل شوی.

سعودي عرب منلي چې خاشقجي په غلطه توګه وژل شوی خو دا خبر ردوي چې د هغه په مرګ کې محمد بن سلمان ککړ دی.

د جمعې په ورځ سعودي عرب د خاشقجي د وژل کېدو په اړه امریکايي استخباراتي رپورټ رد کړو او ویې وېل چې د رپورټ معلومات او نتېجې سمې نه دي.

امریکايي رپورټ وايي دا خبره انتهايي کم امکان لري چې خاشقجي به د سعودي ولي عهد د منظورۍ نه بغیر وژل شوی و.

د امریکې خارجه وزیر اېنتي بلېکن د جمعې په ورځ وویل که امریکا د سعودي عرب سره خپلې ملګرتیا ته اهمیت ورکوي خو صد جوبایډن دا خبره واضحه کړي ده چې د امریکې او سعودي عرب همکاري باید د امريکايي اقدارو عکاسي وکړي.

د امریکي حکومت د سعودي عرب د ۷۶ شهریانو په ضد د وېزو پابندۍ علان کړې چې بلېکن وویل چې مخالفینو ته په دړکو کې ککړ دي چې پکې خاشقجي هم شامل و.

خدیجه چنګېز وویل امریکايي بندیزونه هله معنا لرلی شي که سعودي ولي عهد د سزا سره مخامخ شي. هغې وویل د صدر بایډن نه واخلي ټول نړيوال دې د خپل ځان نه دا پوښتنه وکړي چې ایا د یو داسې تن ته لاس ورکولی شي چې د "قاتل" په توګه یې جرم ثابت شوی خو سزا نه ده ورکړی شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG