لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژلو منظوري ورکړې وه


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

امریکې د جمعې په ورځ هغه خفیه استخباراتي رپورټ شایع کړو چې وايي د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي خبریال او د سعودي عرب ناقد جمال خاشقجي په ترکي کی په سعودي کونسلخانه کې د وژلو منظوري ورکړي وه.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ د اکتوبر په دویمه نېټه په اسنتبول کې سعودي کونسلخانې ته ورغلی و او بیا ژوندی نه دی لېدل شوی. د وي وای ای رپورټ وايي خاشقجي د محمد بن سلمان اېجنټانو په مبینه توګه وژلی او جسد یې ټکړې ټکړې کړی. د حاشقجي د جسد د ټګرې کېدلو خبره په داسې حال کې هم کېږي چې د هغه مړی نه دی موندل شوی.

دا د هغه وخت تصویر دی چې جوبایډن د امریکې نایب صدر او شاه سلمان د سعودي عرب ولي عهد و
دا د هغه وخت تصویر دی چې جوبایډن د امریکې نایب صدر او شاه سلمان د سعودي عرب ولي عهد و

د وي او ای رپورټ وايي سعودي حکومت منلي چې خاشقجي په غلطۍ وژل شوی او دا چې محمد بن سلمان چې د اېم بي اېس په نوم هم یادیږي د خبریال په قتل کې لاس نه لري.

د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د امریکې استخباراتي رپورټ د شایع کېدو نه یوه ورځ وړاندې د امریکې صدر جوباېډن د سعودي عرب باچا شاه سلمان سره په ټيليفون خبرې کړي.

وایټ‌ هاوس وویل جوبایډن او شاه سلمان د ملګرو ملتونو او د امریکې په مشرۍ کې د یمن جنګ د ختمولو لپاره د سفارتي کوششونو او د سعودي عرب د دفاع دپار د امریکې په ژمنو او نورو سیمه اییزو موضوعاتو خبرې وکړی.

اېورېل هېنز
اېورېل هېنز

وایټ هاوس په یو بیان کې وویل دواړو مشرانو د سعودي عرب په قید کې د یو شمېر سعودي امریکايي فعالانو او د سعودي مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې لوجېن الهذ لول د ازادۍ په باره کې هم خبرې وکړې او خبره یې څرګنده کړه چې امریکا د بشري حقونو او د قانون واکمنۍ ته اهمیت ورکوي.

د وایټ هاوس په بیان کې دا نه ونه وېل شو چې ایا د صدر بایډن او د شاه سلمان په خبرو کې د خاشقجي د مرګ په اړه د امریکايي رپورټ ذکر وشو او که نا؟

د امریکې استخباتي ادارې یواېس ډریکټر اف نېشنل انټېلېجنس اېوېرل هېنز د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د خاشقجي د وژل کېدو په رپورټ د نورو استخباراتي ادارو سره هم رابطې شوي او د دې معلوماتو د افشا کولو په وخت دا خیال ساتل شوی چې استخباراتي سرچېنې او د کار طریقې څرګندې نه شي.

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د کانګرس د غړو دا غوښتنې رد کړې وې چې د خاشقجي د قتل په اړه د رپورټ ځینې برخې دې افشا کړی شي. د وي او ای رپورټ وايي په د صدر ټرمپ حکومت سعودي عرب سره ملګرتیا او په سعودي عرب د وسلې خرڅون ته ترجیح ورکوله په داسې حال کې چې د سعودي عرب حریف ایران د امریکې تاوتریخوالی زیات شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG