لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ایران دې د اېټمي معاهدې شرطونه پوره کړي، کوریا به ورته د تېلو پېسې ورکړي


د سویلي کوریا سره د ایران د تېلو د پېسو په اړه د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د کانګرس د خارجه چارو کمېټۍ ته ویلي که ایران د اېټمي معاهدې شرطونو د خلاف ورزو نه واپس شي نو امریکا به هم په تهران لګولی شوي بندیزونه لېرې کړي
د سویلي کوریا سره د ایران د تېلو د پېسو په اړه د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د کانګرس د خارجه چارو کمېټۍ ته ویلي که ایران د اېټمي معاهدې شرطونو د خلاف ورزو نه واپس شي نو امریکا به هم په تهران لګولی شوي بندیزونه لېرې کړي

امریکا ویلي تر څو ایران د ایټمي لوظنامې ټول شرايط پوره نه کړي د سویلي کوریا لخوا به ورته د اربونو ډالرو جاري کولو مخالفت جاري ساتي.

د تېلو د خرڅ په بدله کې دا پېسې د سویلي کوریا حکومت وروسته له هغې نیولي چې په کال ۲۰۱۸ کې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره د نړیوالې اېټمي لوظنامې نه د وتلو اعلان وکړو.

سویلي کوریا تېره میاشت ویلي وو د امریکې د منظورۍ نه پس به ایران ته د تېلو پېسو ورکړي.

د سویلي کوریا سره د ایران د تېلو د پېسو په اړه د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د کانګرس د خارجه چارو کمېټۍ ته ویلي که ایران د اېټمي معاهدې شرطونو د خلاف ورزو نه واپس شي نو امریکا به هم په تهران لګولی شوي بندیزونه لېرې کړي.

خو د امریکا صدر جوباېډن لخوا د اېټمې معاهدې په مشروطه ډول بحالولو د اعلان په ځواب کې ایران ویلي وو چې لومړی دې باېد په دوی لګول شوي بندېزونه لرې کړی شي.

اېنتني بلېنکن د کانګرس کمېټۍ ته ویلي چې اوس بال د ایران په کورټ کې دی او ګوري به چې ایران څومره سنجیده دی. هغه ویلي که ایران د معاهدې د خلاف ورزیو نه پشانشي نو ددې وړاندیز سره ترلی ګټې هم نشي پورته کولی.

د جوباېډن د انتظاميي د ایران د چارو په اړه یو بل چارواکي روب مېلی ددې نه وړاندې ویلي وو چې د ایران سره د کال ۲۰۱۵ د اېټمي تړون د بیا تازه کولو په لړ کې په واشنګټن څه تادي نشته.

دغه چارواکي ویلي وو چې د امریکا لخوا د وړاندې کړل شوي تجویز د ایران د راتلونکو ټاکنو سره څه تعلق نشته او ګوري به چې د امریکا ګټې په څه کې دي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG