د امریکا د سمندري ځواکونو ځانګړي ځواکونه چې د نیوي سیلز په نوم پیژندل کیږي تېره اونۍ په یو سمندري جهاز چاپه وهلې چې د ایران لخوا جوړ شوي میزایل پرزې او نورسامان، او د یمن حوثي یاغیانو پورې اړوند نورې وسلې یې ونیولې.
دغه معلومات د امریکا د پوځ لخوا د نهې/سه شنبې په ورځ په یوه خپور کړل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوې دي.
په دې عملیاتو کې د دې ځواکونو دوه کمانډو لادرکه شوې هم دي.
دا عملیات د امریکا سمندري ځواکونو او ایتلافیانو لخوا، د غزې په پټۍ کې د حماس پر ضد د اسرایل په جګړه کې ، په بحیره احمر او خلیج عدن کې د نړیوال تجارت د خطر سره د مخ کوونکو حوثي یاغیانو ته لیږدول شوي د وسلو تر ټولو وروستي ضبط ښيي.
په ورته وخت کې، په سره سمندر کې یوه نوې سمندري جهاز د حوثي یاغیانو د برید لاندې راغلې ده.
د چارواکو په وینا جهاز ته یو څه زیان رسېدلی ، خو کوم تن ژوبل شوی نه دی.
د حوثي یاغیانو بریدونو، د امریکا په مشرۍ کې ځوابي بریدونو او چاپو په منځني ختیځ کې په داسې حال کې کړکېچ زیات کړی چې ایران هم په عراق او شام کې د بالستیک توغندیو بریدونه پیل کړي دي.
د امریکا نیوي سیلز سمندري ځواکونو دغه چاپه یا عملیات تېر زیارت/ پنجشنبې ( د جنورۍ په 11) په ورځ ترسره کړي وو.
د امریکا نیوي سیلز کمانډوز د امریکا سمندري جهاز (یو ایس ایس لویس بي پولر) نه دغه عملیات پیل کړي وو او ورته ډرونز الوتکو او هیلي کاپټرو مرسته ترلاسه وه.
د امریکا پوځ مرکزي کمانډ (سینټرل کمانډ) ویلي چې دغه عملیات په بحیره عرب کې ترسره شوي دي.
ویل شوي چې نیوي سیلز په یوه کوچنۍ ځانګړي عملیاتي جنګي کښتۍ کې سفر وکړو چې د سمندري ځانګړي جنګي عملې لخوا اداره کیږي ترڅو کښتۍ ته ورسیږي.
او کله چې دوی په سیمه ییز وخت د ماښام په اتو بجو په سمندر کې په کښتۍ کې سپاره وو، یو کمانډو یا سیل د لوړو څپو له امله په سمندر کې ولویدو او بل کمانډو هم وروسته د سختو څپو له امله ولویدو. دغه دواړه نیوي سیلز کمانډوز لا تراوسه لادرکه دي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او اې اردو نه اخیستل شوي
Forum