لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې په کانګرس د حملې نوي وډیو ښودل شوي


د اېوان نماېندګانو د اېمپېچمنټ یا د مواخذې مشران چې د سېنټ په مقدمه کې خپل دلایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ختم کړي نو د پخواني صدر ټرمپ وکیلان به بیا خپل موقف وړاندې کوي. دوی ته ۱۶ ګڼې وخت ورکړی شوی دی او د جمعې او خالي، شنبې، په ورځو کې به خپل دلایل سر ته رسوي
د اېوان نماېندګانو د اېمپېچمنټ یا د مواخذې مشران چې د سېنټ په مقدمه کې خپل دلایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ختم کړي نو د پخواني صدر ټرمپ وکیلان به بیا خپل موقف وړاندې کوي. دوی ته ۱۶ ګڼې وخت ورکړی شوی دی او د جمعې او خالي، شنبې، په ورځو کې به خپل دلایل سر ته رسوي

د امریکې په سېنټ کې د پخواني صدر ډاڼلډ ټرمپ د مواخذې یا هغه د نااهله ثابتولو په مقدمه کې تېره میاشت د کانګرس په ودانۍ د حملې نوي وډیوز ښودل شوي دي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به د ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړي د خپل دې دریځ په حق کې نور دلایل ورکوي چې په کانګرس حمله په مبینه توګه ډانلډ ټرمپ راپارولې وه چې هغه مهال لا صدر و.

د ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مواخذې د مقدمې د سېنټ منصفینو ته د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د یرغل داسې نوي وډیوز وښودل چې ډیر په کره ډول د تشدد کچه څرګندوي.

د وي او ای رپورټ وايي دغه وډیوز وړاندې نه دي لیدل شوي او پکې لیدل کېږي چې د سلګونو په تعداد کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویان په داسې حال کې په کانګرس یرغل کوي چې په ودانۍ کې د صدراتي انتخاب نتیجه په رسمي توګه د منظورول دپاره خصوصي غونډه شروع وي. یرغلګر د کانګرس په ودانۍ کې د سېنټ او د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز تالارونو ته ورننوځي او ځینې کسان په هغو دستاوېزاتو کې هم لاس وهي چې د کانګرس غړو د یرغل په مهال د خپل تحفظ دپاره د وتلو نه وړاندې وروسته پرېښودي دي.

د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس احتجاج کوونکو یرغل وکړو چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویانو بلل کېږي
د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس احتجاج کوونکو یرغل وکړو چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویانو بلل کېږي

د وي او ای رپورټ وايي ځینو وران کارو نعرې کولې چې دوی د نایب صدر مایک پېنس په لټون کې دي او هغه ځوړندول ځکه چې د صدر ټرمپ د غوښتنو باوجود هغه د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول تسلیموي. صدر ټرمپ د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات پورې کړي دي خو چارواکي وايي په دې اړه کوم شواهد نه دي موندل شوي. ډانلډ ټرمپ غوښتل چې د صدارتي انتخاب نتیجه دې وه نه منل شي دا ډول جوبایډن صدارت ته وه نه رسيږي. خو د مایک پېنس په مشرۍ کې د کانګرس خصوصي غونډه کې د صدارتي انتخاب نتیجه تاید شوه او جوبایډن صدر وټاکل شو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د سېنټ د مواخذې په مقدمه کې ښودل شویو وډیوز کې دا هم لیدل کېږي چې په کانګرس ځینې یرغلګرو د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپېکرې نېنسي پلوسي د لټولو غږونه کول. ځینې احتجاج کوونکي د هغې دفتر ته ورغلي وو خو هغه مامورینو وېستلي وه او د هغې د عملې غړو هم د تړل شویو دروازو په شا پناه اخیستې وه.

د اېمپیچمنټ یا د مواخذې یوې منېجرې سټېسي پلېسکېټ اورېدنې ته وویل چې احتجاج کوونکي د مایک پېنس په لټون کې وو ځکه چې هغه وطن سره مېنه کونکی دی او هغه یې محاکمه کول غوښتل.

په دې تصویر کې پخوانی صدر ټرمپ ناست او پخوانی نایب صدر مایک پېنس ولاړ لیدل کېږي
په دې تصویر کې پخوانی صدر ټرمپ ناست او پخوانی نایب صدر مایک پېنس ولاړ لیدل کېږي

د مېري لېنډ ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ کانګرسمېن جېمي رېسکن په خپله وېنا کې وویل صدر ټرمپ په کانګرس حمله راپارولې وه. هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا اېوان نمایندګان هم په دغه یو الزام د ډانلډ خلاف د مواخذې قرارداد منظور کړی دی.

د قواعدو دلاندې د مواخذې دغه قرارداد اوس سېنټ د وړاندې کړی شوی دی او مقدمه پې شروع ده.

سېنټ د ۴۴ په مقابل کې په ۵۶ ووټونو د مقدمې منظوري ورکړه او د ډانلډ ټرمپ دا دریځ یې رد کړو چې چونکې هغه اوس صدر نه دی پاتې شوی نو مواخذه یې نشي کېدلی.

د ۱۰۰ غړو سېڼت به ډانلډ ټرمپ د مواخذې دپاره په دریو کې په دوو برخو رایو د مواخذې قرارداد منظوروي. په سېنټ کې د واکمن ډېموکرېټک او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ برابر چوکۍ لري چې مطلب یې دی چې د ریپبلېکن پارټۍ د سېنټ ۱۴ غړي به هم د خپل ګوند د پخواني صدر په ضد رای ورکوي.

ډانلډ ټرمپ د امریکې په تاریخ کې لومړی صدر دی چې په کانګرس کې یې دوه ځله مواخذه شوې ده.

ډانلډ ټرمپ د ډېموکرېټک دا غوښتنې رد کړي چې هغه دې د مواخذې په مقدمه کې خپل دریځ خپله وړاندې کړي.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپېکره نېنسي پلوسي
د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپېکره نېنسي پلوسي

د اېوان نماېندګانو د اېمپېچمنټ یا د مواخذې مشران چې د سېنټ په مقدمه کې خپل دلایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ختم کړي نو د پخواني صدر ټرمپ وکیلان به بیا خپل موقف وړاندې کوي. دوی ته ۱۶ ګڼې وخت ورکړی شوی دی او د جمعې او خالي، شنبې، په ورځو کې به خپل دلایل سر ته رسوي.

د ډانلډ ټرمپ وکیلان وايي پخوانی صدر په کانګرس د شوي حملې په لړ کې هیڅ مسولیت په غاړه نه لري او دا چې د هغه د کومې وېنا په بنیاد چې په هغه په مبینه توګه د تشدد د راپارولو الزام لګول کېږي هغه د ایین د لومړۍ مادې دلاندې کړې چې د رای د ازادۍ ضمانت ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG