چېمبرلېن: دَ جنرال مشرف گام شرمناک دی

په پاکستان کې دَ جنرال مشرف لخوا دَ لگول شوي بیړني حالت دَ سترې محکمې دَ قاضیانو نظربند کولو او دَ سیاسي مخالفینو دَ نیول په نړیواله او دَ پاکستان کې دننه دَ غندلو لړۍ روانه ده.
دَ پاکستان لپاره دَ امریکې پخوانۍ سفیرې وینډي چېمبرلین وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې دَ جنرال مشرف گام یو شرم ناک عمل بللی.
په دغه مرکه کې هغې دَ پښتنو خبره هم کړې او ویلي یې دي چې پښتانه دَ ترهگرۍ پرضد دي او امریکا بائد په دغه جگړه کې پښتنو سره په گډه کار وکړي.
تاسو یې هم اوریدې شی. ‏
(‎دا مرکه افتخارحسین کړې‏)