په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي امریکا به یو نوی پاکستان ووېني 

مباحثې ته خپلو ابتدايي خبرو کې وویل په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وویل د صدر بایډن حکومت به د خپلو ترجیحاتو او تګلارو د ټاکلو په مهال په سیمه کې په چټکتیا بدلیدونکو حالات سره ځان برابروي او د یو نوي او بدل شوي پاکستان سره به معامله کوي

په امریکا کې د پاکستان سفیر ویلي د صدر جوبایډن حکومت به یو نوی او بدل پاکستان وېني.

اسد مجید خان دغه خبرې د جمعې په ورځ د امریکې او پاکستان په تعلقاتو، د دواړو ملکونو ترمنځ د تاوتریخوالي او موقعو، په افغانستان کې د امن او په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ د امکاناتو په موضوع یوې مباحثې ته وکړې.

د مباحثې انتظام د واشنګټن سټېمسن سېنڼر نومې د څېړنې ادارې کړی و.

پاکستاني سفیر په مباحثه کې د افغانستان، د امریکې او پاکستان به تعلقاتو، چین، امریکايي خبریال ډېنیل پرل او د سنکیانګ په اړه هم خبرې وکړې.

د امریکې او پاکستان تعلقات

مباحثې ته خپلو ابتدايي خبرو کې وویل په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وویل د صدر بایډن حکومت به د خپلو ترجیحاتو او تګلارو د ټاکلو په مهال په سیمه کې په چټکتیا بدلیدونکو حالات سره ځان برابروي او د یو نوي او بدل شوي پاکستان سره به معامله کوي.

اسد مجید خان وویل پاکستان د امریکې سره داسې ډول تعلقات غواړي چې نور حالات پې اثر نشي غورځولی. هغه وویل نه غواړي چې د دواړو ملکونو په تعلقاتو د نورو ملکونو سره د دوی په تعلقاتو کې لوړې او ژورې اثر وکړي.

اسد مجید خان وویل د دواړو ملکونو ترمنځ اقتصادي همکاري زیاتېدلی شي او د پاکستان کراچۍ او اسلام اباد په سیمه کې د نورو ښارونو په مقابل کې زیات محفوظ ښارونه دي خو په دې اړه د امریکې سفري هدایتنامه نه دي بدله شوي چې له امله یې نړیوال کاروبار ته زیان رسېږي.

افغانستان

د پاکستان سفیر وویل چې ملک یې به واضحه او بغیر د څه شرط نه د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کړی دی. هغه وویل پاکستان دا دریځ لري چې د افغانستان د مسلې حل د جنګ نا بلکې د خبرو دلارې موندل کېدی شي.

اسدمجیدخان وویل امریکا باید د ټولو افغان ډلو سره خبرې وکړي. هغه وويل دا خبره ضروري ده دا وخت توجه بېن الافغان مذاکراتو ته ورکړی شي. هغه وویل دا د مخکې کتلو وخت دی او پکار ده چې په بېن الافغان مذاکراتو کې ښکیل فریقېن د کامیابۍ دپاره کوښښونه وکړي.

د پاکستان اېټمي پروګرام

د خپل ملک د اېټمي پروګرام په باره کې د پاکستان سفیر اسدمجید خان وویل امریکا او نه بل هېواد ته د پاکستان د اېټمي پروګرام د امنیت یا سکیورټي په اړه د تشویش ضرورت شته. هغه وویل پاکستان د نظم او ضبط او د ذمه وارۍ نه کار اخیستی او د سکیورټي د ټولو اصولو پابندي یې کړې ده. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د اېټمي پروګرام سیمه اییز تناظر لري، چې په غېر مستقیم ډول یې اشاره د ګاونډي او حریف ملک هندوستان ته وه.

دواړه ملکونه په اېټمي وسلو سنبال دي، جنګونه یې کړي دي، په یو بل د یو بل په کورنیو حالاتو د مداخلت الزمات پورې کوي او څېړونکي يې په عامه توګه په تعلقاتو کې تاوتریخوالی وېني.
سیمه اییز پېوستون

پاکستاني سفیر اسدمجیدخان وویل هیواد یې د سیمه اییزو ملکونو سره او د مشرقي او مغربي ګاونډیانو پېوستون زیاتول غواړي. خو هغه ووېل هندوستان ته پکار دی چې د یو اړخیز ګامونو نه ډډه وکړی او د پاکستان سره خبرې شروع کړي چې دا ډول دواړه ملکونه په شریکه سیمه اییز اقتصادي پېوست قایم کړي.

د ډېنیل پرل کېس

اسدمجید خان وویل پاکستان به د امریکايي خبریال ډېنیل پرل د وژنې مقدمه منتقي انجام سرولو دپاره د ټولو قانوني لارو چارو نه کار اخلي.
د امریکايي ورځپاڼې خبریال ډېنیل پرل په کال ۲۰۰۲ کې په کراچۍ کې تښتول شوی او بیا ووژل شو. د پاکستان سپریم کورټ د پرل په وژنه کې د مرکزي ملزم احمدعمرسعید شېخ د مرګ او د دریو نورو کسانو د عمر قېدسزاګانې ختمې کړي او د ازادۍ حکم یې کړی دی.

د پرل کورنۍ او امریکايي مامورینو د پاکستان د سپریم کورټ په فېصله تشویش څرګند کړی دی. امریکايي مامورین وايي احمدعمرسعید شېځ دې امریکې ته ورکړی شي چې مقدمه پې وچلول شي.

د چین او پاکستان په اقتصادي همکاري

د پاکستان او چین په تعلقاتو او اقتصادي همکارۍ د امریکې د تشویش په باره کې د پاکستان سفیر وویل پاکستان غواړي چې دغه سیمه د مقابلې په ځای د همکارۍ سیمه جوړه شي.

امریکايي مامورینو په پاکستان کې د سي پېک منصوبې د شفافیت او په پاکستان د دې د مالي پېټې په اړه وخت په وخت خبرې کړي او وايي د سي پېک زیاته ګته به چین ته رسېږي خو پاکستانی او چینايي مامورین دغه خبرې ردوي.

سنکیانګ

په سنکیانګ کې د ویغور مسلمانانو سره د چین د سلوک په اړه د پاکستان سفیر وویل چې د سنکیانګ او د کشمیر حالات د یو بل نه مختلف دي. هغه وویل د سنکیانګ په اړه پاکستان چین ته په شخصي کچه، د عام نظر نه پناّه، لارو په زریعه خپل نظر شریک کړی دی.