لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عليمه بي بي وايي د کور سړي یې بې درکه دي او فکر کوي چې که مړه شوه نو څوک به یې ښخوي ؟


د ۲۰۰۹ راهسې د بې درکه ډاکټر دین محمد بلوڅ لور سمي دین بلوڅ وايي په احتجاجونه کې رالویه شوه. "کله راهسې چې ځما پلار اوچت کړی شوی دی، مونږ احتجاجونه کوو. مونږ د کوټې پرېس کلب ، د کراچۍ پرېس کلب، اسلام اباد پرېس کلب مخې ته رالوی شوي یوو."
د ۲۰۰۹ راهسې د بې درکه ډاکټر دین محمد بلوڅ لور سمي دین بلوڅ وايي په احتجاجونه کې رالویه شوه. "کله راهسې چې ځما پلار اوچت کړی شوی دی، مونږ احتجاجونه کوو. مونږ د کوټې پرېس کلب ، د کراچۍ پرېس کلب، اسلام اباد پرېس کلب مخې ته رالوی شوي یوو."

په سترګو کې د اوښکو ترڅنګ علیمه بي بي د هغې شپې قیصه کوي چې څو کاله وړاندې څو کسان چې ځینو پکې درېشۍ (وردۍ) اغوستي وې په کوټه کې په کور ورغلي وو چې د هغې زوی محمد سلمان د ځان سره بوځي.

علیمه بي بي د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم سره خبرو کې وايي دغه کسانوته یې منتې وکړي چې سلمان دې نه بوځي خو د هغې ځارۍ یې وه نه منلې.

سلمان چې ماليتوب به یې کولو یو کال بې درکه و.

د پاکستان د پوځ أخوانی ترجمان مېجر جنرل اصف غفور
د پاکستان د پوځ أخوانی ترجمان مېجر جنرل اصف غفور

خو بیا یوه ورځ علیمه بي بي ته چا وویل چې په ګولۍ ویشتل شوی د زوي مړی یې په هسپتال کې پروت دی. د سلمان نه دوه زامن او یوه لور پاتې شوه.

تېر کال د سلمان زوی، محمد حسن، چې یو زوی یې او د صحت د کارکوونکي په حېث به یې کار کولو په بازار کې د خریدارۍ په مهال ونیول شو.

علیمې بي بي وویل چې د رزق ګتلو یې څوک پانې نشول، نه پوهیږي چې څه وکړي؟ چېرته لاړ شي؟ او وايي اوس خو یې څوک د ښخولو هم نه دي پاتې.

علیمه د نورو ګڼو کسانو تر څنګ به اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته دیره شوي دي چې د بې درکه کسانو مسلې ته توجه راوګرځوي.

د بې درکه کسانو د خپلوان احتجاجونه

د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د کېمپ لګونکو زیاترو کسانو خپل خپلوان د کلونو راهسې بې درکه دي او ځای په ځای یې د خپلوانو د موندلو دپاره احتجاجونه کړي خو دغه مظاهرې بې زیارتره ثمره دي.

د ۲۰۰۹ راهسې د بې درکه ډاکټر دین محمد بلوڅ لور سمي دین بلوڅ وايي په احتجاجونه کې رالویه شوه. "کله راهسې چې ځما پلار اوچت کړی شوی دی، مونږ احتجاجونه کوو. مونږ د کوټې پرېس کلب ، د کراچۍ پرېس کلب، اسلام اباد پرېس کلب مخې ته رالوی شوي یوو."

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه بې درکه کېدل یوه زړه مسله ده چې حکومتونو یې د حل کوښښونه کړي خو په ظاهره ناکامه شوي دي.

د بې درکه کسانو دموندلو حکومتي کمېشن

په کال ۲۰۱۱ کې د بې درکه کسانو د موندلو، د هغوي د بې درکۍ مسولینو د موندلو او په ضد یې د قانوني اقداماتو دپاره پاکستان یو کمېشن جوړ کړو.

د پاکستان د بې درکه کسانو د کمېشن مشر پخوانی جج جاوید اقبال
د پاکستان د بې درکه کسانو د کمېشن مشر پخوانی جج جاوید اقبال

کمېشن هره میاشت خپل رپورټ شایع کوي. د ادارې د معلوماتو ترمخه کمېشن ته تر اوسه پورې د خلکو د بې درکه کېدو ۷۰۰۰ کېسونه وړاندې کړی شوي دي چې ۵۰۰۰ پکې حل کړی شوي دي.

خو د بې درکه کسانو د موندلو فعالان وايي د بې درکه کسانو شمېره د کمېشن د تعداد نه ډیره زیاته ده او چې کمېشن دومره کېسونه نه دي حل کړي څومره چې ښايي.

د بې درکه کسانو په موضوع د انساني حقونو د فعالانو دریځ

امنه مسعود جنجوعه چې خاوند یې د ۲۰۰۵ راهسې بې درکه دی او د ډېفنس اف هیومن رایټس نومې ادارې مشره ده وايي که څوک د حکومي ادارو په ولکه کې مړ شي نو مطلب یې دا نه دی چې کېس یې حل شو. هغه وايي د بې درکه کسانو خپلوان انصاف ته اړتیا لري.

تېر کال انټرنېشنل کمېشن اف جیوررز نومې ادارې په خپل یو رپورټ کې وویل چې د بې درکه کسانو دپاره د پاکستان کېمشن ناکامه شوی د خلکو په بې دریغه ډول د ورکېدو د مسلې حل راوباسي.

په جبري توګه د خلکو بې درکه کېدل، پاکستان او استخباراتي ادارې

که څه هم مختلفو حکومتونو د بې درکه کسانو مسله د هوارولو لوظونه کړي او د مختلفو سطحو عدالتونو پې فېصلې هم اورولي دي خو د بې درکه کسانو خپلوان او د دې مسلې د حل دپاره کار کوونکي د خلکو په ورکېدو کې د پاکستان طاقتور پوځ او استخباراتي ادارې ککړې ګڼي.

د پوځ أخوانی مشر پرویز مشرف
د پوځ أخوانی مشر پرویز مشرف

د سېنټ د یو شمېر غړو په قول د کال ۲۰۱۸ د اګست په میاشت کې د بې درکه کسانو د کمېشن مشر پخواني جج جاوېد اقبال د سېنټ د انساني حقونو کمېټۍ ته وویل چې د پوځ ۱۵۳ افسران د خلکو د بې درکه کېدو ‌ذمه وار موندل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي کله چې په دې اړه د پوځ د مطبوعاتو څانګې سره د پوځ دریځ معلومولو دپاره رابطه وشوه نو پوځ د بې درکه کسانو کمېشن سره د رابطې مشوره وکړه ځکه چې د پوځ په وېنا دغه کمېشن ته اختیار ورکړی شوی په دې اړه تحقیقات وکړي.

په تېرو وختونو کې پوځ د خلکو په بې درکه کېدلو کې د ککړتیا خبره رد کړې ده.

د خلکو په بې درکه کېدلو د پوځ په مبینه ککړتیا د پوځ دریځ

اعلا پوځي مامورینو چې پکې د پوځ پخوانی مشر پرویز مشرف هم شامل دی ويلي چې ډیر بې درکه بلل شوي کسان په حقیقت کې د وسله والو ډلو سره شامل شوي او خپل کورنه یې ته دي خبر کړي او ځینې مبینه وسله وال د امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

په ۲۰۱۹ کې د هغه وخت د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور په ټوېټر وویل چې په پوځ په بې ځایه توګه د خلکو د بې درکه کولو الزام لګول کیږي.

هغه وویل چې د هر تن بې درکه کېدل د ریاست سره نشي تړل کېدلی، ځېن د پاکستاني طالبانو سره شامل شوي، په افغانستان کې دي او یا د پاکستان طالبانو ترڅنګ په نښتو کې وژل شوي او چې کوم کسان د حکومت په ولکه کې دي د قانوني عمل نه تېریږي.

نړیوالې ادارې په دې اړه څه وايي؟

د انساني حقونو نړیوالو ادارو چې بکې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو اداره یونایټېډ نېشنز افس اف دي هايي کمشنر فار هیومن رایټس په پاکستان غږ کړی چې د خلکو د بې درکه کېدو مخه دې ونېسي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر تېر کال په یو بیان کې په پاکستان کې د مامورینو د خلکو په زور د بې درکه کولو په عمل تشویش څرګند کړو چې د ادارې په قوله په نتیجه کې یې د زرګونو په شمېره کې کېسونه د حل منتظر دي.

د حکومت دریځ

دا میاشت ځايي مطبوعاتو دا خبر رپورټ کړو چې وزیراعظم د خپلې کابېني په غونده کې وویل چې حکومت یې نه غواړي چې څوک بې درکه پاتې شي او اړونده مامورینو هدایات ورکړل چې دا مسله دې حل کړي.

وزیراعظم عمران خان
وزیراعظم عمران خان

په اسلام اباد کې په احتجاج ناستو د بې درکه کسانو خپلوانو ترمخه د وزیراعظم د دغه بیان نه پس په کوټه کې د بې درکه کسانو کمېشن په ترشه لهجه کې دوی ته وویل چې دوی ته دې د ځوابونو دپاره نه ورځي.

سیمه بلوڅ چې ورور یې بې درکه دی وویل د کمېشن جج ورته وویل چې که چېرې ته مېرمن نه وی نو په لتو به یې بهر وېستلې وی. سیمه وايي ورور یې د خپلې مېرمن په مخکې په کال ۲۰۱۶ کې اوچت کړی شوی دی.

وي او ای د کمېشن رای معلومولو دپاره ورسره رابطه وکړه. کمېشن د خپلې رای څرګندولو دپاره یوه طریقه وښودله چې پکې به څو ورځې او یا کېدی شي چې څو هفتې ولګي او چې کله دغه دریځ ترلاسه شي نو بیا وي او ای به یې رپورټ کړي.

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG