لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سره اړېکې ښې دي خو  گلِ گلزار نه دي: سفير عليخېل


له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم د لوړ رتبه افغان واکمنو په خبرو کې د سولې 'ډېره امیدواري' لیدل کیږي. د افغانستان د تل پاتې امن د تدبیرونه او خواهشونه سره سره افغان مشرانو په ورستیو کې د گاونډي هېواد پاکستان څخه هم د سپېځلۍ دوستۍ غوښتنې بیا بیا تکرار کړي دي.

د افغانستان په پاکستان کې سفير نجيب الله عليخېل وي او ای ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې ويلي دي:

"ډېره امیدواري ده چې سوله راشي"

د هغه په خیال په افغانستان کې تل پاتې سوله هم د افغانانو او هم د گاونډیانو په گټه ده، ښاغلی عليخېل وايي که سوله ناکامه کیږي تاوان به یې هم شریک وي.

ښاغلي عليخېل وویل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو مرحله حساسه او بې نظیره ده، د هغه خیال دويي له گاونډي او دوست هیواد پاکستان د مشرانو څخه تمه کوي چې په وسنۍ مرحله کې عملي اقدامات وکړي.

د وي او ای ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلام اباد مشران خو وايي چې دويي په افغانستان کې د امن لپاره پیاوړي کوښښونه کوي نو کابل ولې بیا بیا په اسلام اباد بې باوري ښايي؟

ښاغلي سفير وویل پاکستان په ورستیو کې ښه گامونه اخستي دي چې دويي یې ستايي خو د دواړو هیوادونو د اړیکو ټول مطالب داسې نه دي چې هر څه گلِ گلزار دي، هغه وویل له افغانستانه د خارجي قواؤ وتلو پریکړې په نازکو حالاتو کې د بیان نه زیات عمل ته حاجت لري:

"د افغانستان او پاکستان په گټه به دا وي چې عملي اقدامات وشي"

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه تېره ورځ د مۍ په لسمه د کابل سفر کړی ؤ. د پاکستان د باندینو چارو وزیر شاه محمود قریشي ويلي دپوځ د سرلښکر د افغانستان تازه سفر دسولې د روانې پروسې د کامیابۍ امکانات روښانه کړي دي.

که څه هم پاکستاني مشران وايي چې دويي په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ کې د افغانانو د خپل منځه سولې طرفداره دي خو د ځینيو څېړونکو په خیال د اسلام اباد مشران د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورستو حالاتو سره سمه خپله تگ لاره بدلولې شي.

خپله د افغانستان صدر اشرف غني په تېرو ورځو کې په خپل یو مضمون کې د پاکستان نه غوښتلي وو چې دوستي کوي او که دښمني.

اشرف غني د اپرېل په څلورمه د امریکې په مشهوره مجله فارن افېرز کې لیکلي وو د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورستو خبرې پېچېده کیدی شي.

د ښاغلي غني په خیال طالبان به له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کوي که نه؟

"که پاکستان د طالبانو د ملاتړ لاره غوره کوي نو له افغان ملت سره د دښمنۍ لاره به انتخابوي"

بلې خواته په اسلام اباد کې افغان سفير فکر کوي د طالبانو سره د جگړې بهانه پاتې نه ده.

ددې تپوس په ځواب کې چې د ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم په تشدد کې اضافې ته څنگه گوري؟ هغه وویل د طالبانو سره د جگړې بهانه پاتې نه ده.

"6000 بندیان یې خوشي شو، نورې امادگۍ هم وښودل شوې"

هغه تپوس وکړو دغه بندیان چې خوشي شو دويي چرته لاړل؟

د هغه په خیال تاو تریخوالی د افغانستان د اولس د خواهشونو خلاف دی.

ښاغلي عليخېل وویل د سولې د راتلو سره د پاکستان او افغانستان تر منځه د تجارت حجم تر پینځه میلیارده ډالرو ټاکل شوي هدف ته رسېدلې شي، هغه وویل که جگړه وي نو امکان دی افغانان به گاونډي هېوادونو ته بیا کډوال کیږي.

دا وخت د افغانستان نه د کډوال شویو خلکو شمېره 6.5 میلنه ده، چې 80 فیصده یې په پاکستان او ایران کې دي. ښاغلي سفير وویل چې سوله راشي کډوال به په ابرومنده طریقه خپل هیواد ته ستانه شي.

صدر اشرف غني په خپل یو تازه بیان کې د طالبانو څخه تپوس کړی دی چې دويي په جماعتونو کې د خپلو هیواد والو سره په یو ځای د لمونځ کولو اوخبرو نه ولې ویریږي.

صدر غني د طالب مشرانو لخوا په اختر کې د درې ورځو د ډز بندۍ هر کلې کړی خو وايي افغانان تل پاتې اوربند او سوله غواړي او دا هله امکان لري چې ټوپک کېښودل شي او د خبرو لاره خپله کړی شي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG