لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکې او روس د استخباراتي معلوماتو ښکر په ښکر مقابله


واشنګټن - د امریکې د صدر جوباېډن وخت په وخت خبردارۍ چې روس په څو ورځو کې په يوکرېن بريد کوي، صدر پوټین د پاره دا ممکنه حمله ډېره ګرانه کړې ده.

په يوکرېن د روس د ممکنه بريد په اړه د باېډن انتظاميې لخوا استخباراتي معلومات په ډاګه کولو باندې ځينو استخباراتي چارواکو نيوکې هم کړي خو نور وايي که په دغه څرګندونو د جنګ مخه نيول کېدلی شي، نو دغه سودا بده نه ده.

استخباراتي چارواکي مېک فاول د باېډن انتظاميې د دې ګام په اړه په خپل ټويټر لیکلي، "صدر باېډن نړۍ ته په دې ويلو سره پوټین د جنګ نه ودرولو چې روس ډېر ژر په يوکرېن حمله کوي.‌ صدر پوټین به د صدر باېډن د دروغجن ثابتولو د پاره په يوکرېن بريد نه کوي، کوم چې د جنګ د ودرولو د پاره (د صدرباېډن) يو وړوکی تاوان دی."

د امريکې او برطانيې استخباراتو ويلي‌ وو چې روس به د فرورۍ په ۱۵ يا ۱۶مه نېټه په يوکرېن بريد کوي، خو چې داسې او نه شول نو بله ورځ‌ د روس د خارجه وزارت وياندې ماريا زاخاروفا په امريکې او برطانيې پسې داسې ملنډې اوکړې: "د فرورۍ ۱۵مه به په تاريخ کې د غربي پراپېګنډې په نوم يادېږي چاته چې بغېر له جنګه ماتې وشوه او ډېر سپک شو".

روس په يوکرېن د بريد کولو خبرونه ردوي او خپل اولس ته خبرداری ورکوي چې غربي نړۍ او ناټو دا پروپېګنډه په روس د حملې د پاره يو بهانه جوړوي.

هر څه که استخباراتي چارواکي د باېډن انتظاميې دغه تګلاره ستايي خو د يوکرېن صدر زېلنسکي په دغه څرګندونو خوشحاله نه دی او په ميونخ کې د امنيتي‌ کانفرنس په وخت يې په دغه ډول خبردارو د امريکې مرستیالې صدر کمالا هېرېس ته ګيله کړې چې دې سره د يوکرېن اقتصاد ته زيان رسي او اولس په ويره کې اچول کېږي.

خو د امريکې خارجه وزير اېنتونيو بلېنکن په دې کار ځان ته ملامته نه وايي او دا د روس سره د معلوماتو په لړ کې د امريکې يوه مقابله ګڼي. نوموړي د خالي په ورځ خبريالانو ته وویل: "مونږه په خپلو معلوماتو باوري يو چې دا ځل مونږه سره قوي معلومات دي، زه دا هم منم چې وړاندې زمونږه ځينې معلومات غلط ثابت شوي‌ وو خو دا ځل داسې نه ده."

د امريکې او برطانيې استخباراتو د عراق د پخواني صدر صدام حسېن په اړه هغه معلومات دروغ ثابت شوي وو چې ګنې ورسره خطرناکه وسله ده او اېټم بم جوړوي.

د امريکې پخواني خارجه وزير په کال ۲۰۰۳م کې ملګرو ملتونو ته دغه څرګندونې کړې وې چې ورسره يې په عراق پوځي يرغل کړې و، خو په آخېر کې دغه څرګندونې دروغ ثابتې شوې وې چې له کبله يې د امريکې او برطانيې په استخباراتو پوښتنې راولاړې شوې وې.

خو د امريکې خارجه وزير بلېنکن وايي دا ځل دوی پوره په خپلو استخباراتي معلوماتو باوري دي.

XS
SM
MD
LG