لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېرمنو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې په خبریالانو حملې غندلي


د ولسمشر غني په ګډون عبدالله،حامد کرزي، د بشر حقونو سازمان،خبریالانو خوندیتوب کمیټې او ګڼو نورو دا برید بشري ضد جنایت بللی خو دا مریکا سفارت له حکومته غوښتنه کړي چې د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع وکړي او د خبریالانو ژوند خوندیوب یې لومړیتوب وي
د ولسمشر غني په ګډون عبدالله،حامد کرزي، د بشر حقونو سازمان،خبریالانو خوندیتوب کمیټې او ګڼو نورو دا برید بشري ضد جنایت بللی خو دا مریکا سفارت له حکومته غوښتنه کړي چې د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع وکړي او د خبریالانو ژوند خوندیوب یې لومړیتوب وي

د ښځو او د بشر حقونو سازمانونو مسولین وایي په افغانستان کې په خبریالانو برید،نه د هغوی ژوند او کار تر ستر اغیز لاندې راولي حکومت باید د خبریالانو ژوند له هرې ممکنې لارې خوندي کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د تحفظ دپاره دغه غږ په داسې حال کې پورته کړی شوی چې په هېواد کې د مدني فعالانو او خبریالانو په ضد د هدفي حملو په لړۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په ورستۍ حمله کې نامعلومه مسلح کسانو په ننګرهار ولایت کې د انعکاس ټېلې وژن درې ښځې کارکوونکې ووژلې.

د انعکاس ټلویزیون مسوولینو په دوو بېلا بېلو پښو کې د دریو کاروونکي د وژل کېدو تصدیق کړی.

انعكاس د خپلو دربو ښځو کاکوونکو د وژل کېدو تصدیق کړی
انعكاس د خپلو دربو ښځو کاکوونکو د وژل کېدو تصدیق کړی

د ننګرهار امنیه قوماندان وايي چې په دې دوو پېښو کې یې د یوې پېښې مسوول نیولی او پلټنې ترې روانې دي طالبانو ویلي دغه برید دوی نه دی کړی.

د ولسمشر غني په ګډون عبدالله،حامد کرزي، د بشر حقونو سازمان،خبریالانو خوندیتوب کمیټې او ګڼو نورو دا برید بشري ضد جنایت بللی خو دا مریکا سفارت له حکومته غوښتنه کړي چې د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع وکړي او د خبریالانو ژوند خوندیوب یې لومړیتوب وي.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، "طالبان په دغه راز بزدله بریدونو، د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نه شي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسیزو له لاسته راوړنو څخه د دفاع رسا غږ ټپ کړي."

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله،پخواني ولسمشر حامد کرزي،د بشر حقونو سازمان،د ملګرو ملتون استازوالۍ یا یوناما، د ژورنالیستانو خوندیتوب اړوند کمیټو، نۍ یا د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې، افغانستان کې د ناټو ملکي استازي او اخوا په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت له حکومته غوښتنه کړې چې د مطبوعاتي د ازادۍ دفاع وکړي او خبریالان خوندي کړي.

د امریکې سفارت د پرونۍ حملې له عاملانو سره د حساب کتاب غوښتنه هم کړې ده.

د ښځو حقونو فعاله میرمن نیلوفر ابراهیمي وایي همدې رسنیو او فعالانو په جمهوریت ځان قربان کړی او لا دوام لري خو دولت یې د ژوند خوندیتوب لپاره هیڅ څه نه دي کړي.

ابراهیمي زیاتوي" که موږ د جمهوري نظام خبرې کوو همدا جمهوریت د بیان ازادۍ او د رسنیو په اساس ولاړ دی. "موږ پوهیږو چې زموږ دښمن څوک دی زموږ د ښمن مالوم دی که هر نوم ورباندې کیښودل شي دا هغه دښمن دی چې غواړي د ر سنیو غږ خاموش کړي اوجمهوریت ضعیف څرګند کړي خو اما متاسفانه همدا جمهوریت ته چې رسنۍ قرباني ورکړي همدې جمهوریت د رسنیو له کورنۍ، خبریالانو او ملاتړو یې هیڅ ملاتړ او ژوند خوندیتوب لپاره دولت تر اوسه هیڅ نه دي کړي."

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وایي په افغانستان کې په تېرو څلورو میاشتو کې 11 د بشري حقونو فعالان او خبریالان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وایي په افغانستان کې په تېرو څلورو میاشتو کې 11 د بشري حقونو فعالان او خبریالان وژل شوي دي
د ملګرو ملتونو تازه رپوټ وایي په افغانستان کې په تېرو څلورو میاشتو کې 11 د بشري حقونو فعالان او خبریالان وژل شوي دي

دغو پېښو په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه پارولي او کاروونکي حکومت د خبریالانو او مدني فعالانو د امنیت په تامین کې په بې پروایۍ تورنوي.

د دې تر څنګ تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

وسله والو طالبانو بیا وار د مخه په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې لاس نه لري.

افغانستان کې د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي "د جنګ بڼه بدله شوي هدفي وژنې زیاتې شوي په خبریالانو ،مدني ټولنو فعالانو، په مذهبي او سیاسي فعالانو باندې دا بریدونه په خواشینۍ سره زیات شوي دا زموږ د نړیوالو او افغان ولس اندیښنې راپارولي."

لعل وایي د ورته تیرو پیښو مجرمین هم په سزا نه دي رسیدلي او خلک بې باوره شوي ځکه مجرمین هم ورته اعمال په ډاډه زړه ترسره کوي

د انعکاس تلویزیون مسولینو په خبره مرسل، ساديه او شهناز يوازې د ياد تلويزيون لپاره ډرامې او فلمونه پښتو کول او په رسنيز ډګر کې هم ډېرې پېژندل شوې نه وې چې درې واړه هدف ګرځیدلي او وژل شوي او دوه نورې عامې په لار تلونکي میرمنې ټپیانې شوي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت بیا وايي چې په دې دوو پېښو کې یې د یوې پېښې مسوول نیولی او پلټنې ترې روانې دي.

خو د ننګرهار والي ضیالحق امرحیل امنیتي مسوولینو ته بیا تازه څرګندونو کې ویلي چې" یا هم د معصومو نجونو قاتلین ونیسئ یا هم له دندو استعفی وکړئ."

په دې وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي او څو ولایتونو کې خبریالان د هدفي بریدونو، چسپکې ماین چاودنو، د کورنۍ په غړو یې بریدونه زیات شوي او په نښه کیږي.

په داسې حال کې چې وسله‌والو نن سهار د کابل ښار د ۱۷ مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز په ډزو وژلی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، هغه نن سهار د سهار لمانځه لپاره جومات ته پر لار و چې وسله‌والو پرې برید کړی او وژلی یې دی.

ددغو پیښو پړه کومې وسله والې ډلې لا نه ده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG