لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: پاکستان دې د طالبانو مرکزونه د تړلو لوظ عملي کړي


د اسلام اباد په سفر د طالبانو د قطر دفتر پلاوی د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ویني. دا پخوانی تصویر دی
د اسلام اباد په سفر د طالبانو د قطر دفتر پلاوی د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ویني. دا پخوانی تصویر دی

په داسې حال کې چې نړیوالو ځواکونو افغانستان نه د انخلا عمل شروع کړی، د افغان حکومت یو ترجمان ویلي پاکستان دې د طالبانو مرکزونه تړلو دپاره "عملي ګامونه" پورته کړي او د طالبانو ملاتړ دې ختم کړي.

د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسینو مرکز مشر دواخان مینه پال د وي او ای سره مرکه کې وویل د "افغانستان غوښتنې ډیرې واضحه دي… مونږ یقین لروو چې د ترهګرو مرکزونه او ملاتړ په پاکستان کې دی."

مینه پال د جرمني ډرشپیګل ورمجلي سره مرکه کې د صدر اشرف غني دا خبره تکرار کړه چې پاکستان طالبانو ته لاجسټګ، مالي او د خلکو د جلب کولو په لرړ کې مرسته ورکوي او د طالبانو بېلا بېلې شوراګانې د پاکستاني ښارونو په نوم یادېږي، لکه کوټه شورا، پېښور شورا او میران شاه شورا.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

د الفاظو جنګ

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو جنګ د می په میاشت کې یو نوي پړاو ته پس له هغې ورسېدو چې د افغانستان د ملي امنیت سلاحکار حمدالله محب په ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې به د خپلو مقاصدو دپاره طالبان "قرباني" کړي.

طالبان په مخاطب کولو ښاغلي محب وویل "دوی (پاکستانیان) نه خو غواړي چې تاسو واک ترلاسه کړئ او نه به د واک په ترلاسه کولو کې د ستاسو کومک وکړي. دوی چې تاسو ته څه ویلي دا ټول دروغ دي. یوازنې څیز چې دوی د ستاسو نه غواړي هغه دا دی چې دوی تاسو د خپل ځان او د خپل جنګ دپاره قرباني کړي."

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان زاهد حفيظ چودهري وي او ای ته په وټس اېپ پېغام کې دغه الزامات رد کړل او دا یې “غیر ذمه وارانه بیانونه” او د “ بې بنیاده الزامات” وبلل

ترجمان وویل پاکستان په دې اړه خپل تشویش افغانستان ته په اسلام اباد کې افغان سفیر ته د احتجاج دلارې لېږلی دی.

د می په ۱۷ نېټه د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل د پاکستان په ضد د افغان مشرانو الزامات د دواړو ملکونو ترمنځ د اعتما فضا کمزوري کولی شي او افغانستان د امن به بهیر کې د پاکستان "مثبت کردار" د پامه غورځوي.

افغان صدر اشرف غني او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه
افغان صدر اشرف غني او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه

د وي او ای رپورټ وايي په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو خبرې د دواړو ملکونو تعلقات ډیر وخت راهسې د بې اعتمادۍ سره مخامخ کړي دي.

که څه هم پاکستان دغه خبره ردوي خو افغان مامورین وايي د طالبانو په ضد د پاکستان د ګامونو نه اخیستلو په نتیجه کې طالبانو تر اوسه تشدد ته دوام ورکړی دی.

دواخان مینه پال وویل پاکستان لوظ کړی و چې د طالبانو "د ملاتړ نظام به ختموي" او د طالبانو مرکزونه بندوي.

د وي او ای رپورټ ترمخه د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډیر حارث نواز په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو د موجودګۍ خبره ردوي، وايي په پاکستان کې د طالبانو پټن ځایونه او تباه کړی شوي دي.

حارث نواز وویل پاکستان امریکایانو ته هم ویلي وو چې که چېرې دوي په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو په اړه معلومات لري "نو مونږ به په چټکتیا ورځوو او تباه کوو به یې."

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي پاکستان د طالبانو سره ژور تعلقات او په دوی اثر لري. هغه وي او ای ته وویل طالبانو سره د دغه اوږدې مودی تعلقاتو په سبب پاکستان وکړی شول چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راکښ کړي.

ایاز وزیر وویل پاکستان په کابل کې د طالبانو د اقتدار ځکه مخالفت کوي چې "مونږ په کابل کې په نظریاتو ډول سخت دریځه حکومت نه غواړو چې په پاکستان کې د طالبانایزېشن حوصله افزايي وکړي.

شاه محمود قرېشي
شاه محمود قرېشي

ایاز وزیر وویل د نړیوال مخالفت او د ملګرو ملتونو د بندیزونو به مخ د طالبانو حکومت په ځای نشي پاتې کېدلی. هغه وویل دا ګمان کول په غلط وي چې د پاکستان مالي امداد به د طالبانو حکومت ته بقا ورکړي ځکه چې پاکستان خپله د مالي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د څېړونکو نظر

څیړونکي وايي د پاکستان په اړه د افغان مامورینو ورستي الزامات د پاکستان دپاره حیران کوونکي وو ځکه چې د دې نه څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د پاکستان استخباراتی ادارې ايي اېس ايي مشر لېفټیننټ جنرل فېض حمید په کابل کې د افغان حکومت چارواکو سره لیده کاته کړي وو.

د وي او ای رپورټ وايي د افغان چارواکو د خبرو په ځواب کې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي په قامي اسمبلۍ کې خپل تقریر کې افغان رهبران مخاطب کړل: "زه د افغانستان د صدر اشرف غني نه پوښتنه کول غواړم، یوخوا خو تاسو د پاکستان نه مرسته غواړئ خو بل اړخته ستا کارکونکی په پاکستان الزامات پورې کوي او د پاکستان به ادارو تنقید کوي.د خدای دپاره تاسو څه غواړئ؟"

په داسې حال کې چې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو انخلا شروع شوي، داسې ښکاري چې واشنګټن کابل او اسلام اباد یو ته د نژدې کولو دپاره سفارتي کوښښونه شروع کړي دي.

د امریکې نظر

د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون د می په ۲۳ په جنیوا کې د خپل پاکستاني هم منصب معید یوسف سره ولیدل. په دې اړه د وایټ هاوس بیان وویل دواړو فریقېنو په دې خبرې وکړې چې "عملي همکاري" څنګه په وړاندې بوځي.

جېک سولېون
جېک سولېون

د څیړنې ادارې وډ رو سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څیړونکی مایکل کوګل مېن وايي امریکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت د معاهدې دپاره کوښښونه شروع کړي دي چې دا ډول د دواړو ملکونو خاوره د پولې پورې راپورې ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي.

مایکل کوګل مېن وویل داسې ډول معاهده به "یقیناً" چې د افغان ولس دپاره او هم د پاکستانیانو دپاره د تسلې وړ وي.

ایاز وزیر وویل افغانستان او پاکستان ته پکار دي چې د یو بل په ضد بیانبازۍ قابو کړي. هغه وویل يو بل سره د اختلافاتو څرګندولو په ځای افغانستان او پاکستان ته پکار دي چې په د پردې په شا په خاموشۍ کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې د دواړو ملکونو مسلې داسې نه دي حل یې نشي راوتلی.

یادونه: دا رپورټ خبریالانو نفیسه هودبوی او روش نور زي د انګریزۍ څانګې دپاره تیار کړی

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG