لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: افغان حکومت او طالبان دې په ډزبندۍ او د جګړو په ختمولو متفق شي


په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس ته د وېنا پر مهال اشرف غني یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د واک انتقال به د ټاکنو له لارې ترسره کیږي
په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس ته د وېنا پر مهال اشرف غني یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د واک انتقال به د ټاکنو له لارې ترسره کیږي

په افغانستان کې سیاسي او مدني فعالین وايي افغان حکومت او طالبان دې په هېواد کې د سولې دپاره موجوده فرصت نه ضایع کوي او دواړه اړخونه دې ژر تر ژره پر اوربند او د جګړو په ختمولو سلا شي.

په افغانستان کې د سولې دپاره په ورستيو تجویزونو کې د موقتي حکومت جوړېدل هم شامل دي او څېړونکي وايي ځینې کسان په تېره بیا طالب استازي د ولسمشر غني له واکه لرې کېدل غواړي او ځینې نور د یو لنډمهال حکومت جوړېدل غواړي.

خو ولسمشر اشرف غني بیا بیا له دې طرحې سره مخالفت کړی او وايي واک به یوازې منتخب حکومت ته سپاري.

په تاجکستان کې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس ته د وېنا پر مهال اشرف غني یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د واک انتقال به د ټاکنو له لارې ترسره کیږي.

د کړکېچ پای ته د رسولو په اړه د احتمالي طرحې په هکله ښاغلي غني وویل، حکومت یې د سولې مسوولیت لري او له وخته د مخکې ټاکنو ملاتړ کوي.

سرچینو ویلي چې ولسمشرغني په شپږو میاشتو کې انتخاباتو ته تیار دی.

د اشرف غني په خبره، هغه ټاکنې چې د سولې خبرو پایله کې تر سره کېږي باید د اساسي قانون سره سمې، سراسري، عادلانه او روڼې وي او نړیواله ټولنه یې هم وڅاري.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د سیاسي چارو کتونکی فضل الرحمان وریا وایي کوم څه چې د کابل ادارې پورې اړه لري چې دوی غواړي په شپږو میاشتو کې انتخابات ترسره کړي دا په عمل کې ممکن نه ده.

وریا زیاتوي" طالبان د کابل ادارې سره هیڅ ډول راشه درشه نه کوي له دوی سره هیڅ ډول تعامل نه کوي او د دوي په موجودیت کې طالبان عملآ ممکن ډز بندي ونه کړي او د غني طرحه له وړاندې ناکامه طرحه ده."

خو په راتلونکو اونیو کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترکیې ته تللی او هلته یې له ترکي چارواکو سره پر راتلونکي کنفرانس خبرې کړې دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، خلیلزاد له لوړپوړو ترکي چارواکو سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د افغان سولې لپاره به هڅه کوي. ترکي چارواکو ویلي، چې د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي او هڅه کوي په راتلونکي کنفرانس کې لا ډېر افغانان سولې ته نږدې کړي.

ترکي او امریکایي چارواکو ټینګار کړی و، چې د ترکیې کنفرانس د دوحې د بهیر بدیل نه دی، بلکې هڅه پکې دا ده چې د دوحې بین الافغاني مذاکرات د ترکیې د کنفرانس پر مټ چټک کړي.

سیاسي او مدني فعال هدایت الله پکتین وایي ممکن ده چې امریکایي ځواکونه د می میاشتې پورې ونه وځي او تر دې وړاندې له طالبانو سره مذاکرې ته دا خل شي.

پکتین زیاتوي"طالبان او امریکا به یو بل ته وړاندیزونه ولري د بعضې بندیانو خوشي کول،د تور لیست څخه د دوي ایستل او نورو شرطونو په بدل کې ممکن دغه موده ورته تمدید کړي. "

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب او مداخلې یو لړ سخت ټکرونه موجود دي چې دسولې بهیر او ورته توګه د افغانستان عامو خلکو لپاره راتلونکی تیاره او بې برخلیکه ښکاري چې څه به پیښیږي.

کابل کې یو بل سیاسي کتونکی نجیب الله ازاد په دې اند دی چې د استانبول راتلونکي ناسته کې تصمیم نیول کیږي.

ازاد زیاتوي چې د لومړي ځل لپاره ملګري ملتونه د افغانستان په قضیه کې دا خلیږي متحده ایالات،متحدین، د ناټو سازمان هیوادونه، د سیمې هیوادونه، افغان حکومت او وسله وال طالبان ټول ګډون کوي او دغه ناسته د افغانستان لپاره یو برخلیک ټاکونکي ناسته ده دلته سیمه اییز اتصال رامنځ ته کیږي."

په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر
په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر

سره له دې د امریکا ولسمشر جو بايډن هم ویلي وو، چې تر مې میاشتې پورې به له افغانستان د سرتېرو ایستل ګران کار وي. د بایډن دې څرګندونو له ځان سره د طالبانو غبرګون هم درلود. دوی وویل چې بهرني ځواکونه باید له هوکړې سره سم تر مې میاشتې پورې له افغانستان ووځي، خو که پر ژمنو عمل ونه کړي، نو طالبان به خپلو وسله والو مبارزو ته ادامه ورکړي

د دې خبرو سره همهاله تیره ورځ د اسیا زړه کنفرانس پای ته ورسېد او ګډونوالو یې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی.

د دغه کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او جګړې بوږنوونکې دي او ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې دایمي اوربند رامنځ ته شي او دایمي سولې ته زمینه برابره شي.

همدا راز د کنفرانس ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي او تمه لري چې دغه هېواد کې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG