لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مېرمنې: طالبان بايد د مېرمنو د حقونو احترام وکړي او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر

په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د غونډې نه وړاندې افغان میرمنو د مذاکراتوله دواړو لوريو، د مصالحې عالي شورا، د بشري حقونو له فعالانو، مدني ټولنې او نړيوالې ټولنې څخه غوښتلي چې د سولې د مذاکراتو په برخه کې دې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي.

د ښځو حقونو فعالې وایي د جګړې ښکېلې غاړې او په ځانګړي ډول وسله وال طالبان بايد د مېرمنو حقونو ته په درنه سترګه وګوري او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي. میرمنې زیاتوي هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي.

ترکي ویلي په اینده میاشت کې به د افغانستان په موضوع د غونډې کوربتوب کوي.

له دې وړاندې په قطر کې د وسله والو طالبانو استازو خپلو خبرو او ناستو کې څو څو ځله ويلي، هغه حقوق چې اسلام او قانون ښځو ته ورکړي، دوی ورسره ستونزه نه لري او هغه حقوق به افغان میرمنو ته ورکول کیږي.

فعالان وايي افغان ښځو په تېرو دوو لسيزو کې په دوامدارو هڅو او ډېرو قربانيو سره په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو اقتصادي او فرهنګي برخو کې د پام وړ لاسته‌ راوړنې درلودې، خو اوس هم له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د زيانمنېدو له لوړې کچې ځورېږي.

د ښځو حقونو مدني فعالې وایي هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي دغه میرمنې د ترکیې راتلونکي ناستې په اړه وایي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په بين الافغاني خبرو کې بايد د ښځو حقونه اساسي نقطه واوسي.

کابل کې د ښځو حقونو مدني فعاله سکینه کوچی ابراهیم خیل وایي د ترکیې ناستې لپاره هیله مندي لري چې د افغان میرمنو ټول حقونه به خوندي وساتل شي او هغو ته به پاملرنه وکړي.

ابراهیم خیل زیاتوي" د ترکیې راتلونکي ناستې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د حقوقي وضعیت، اندېښنو، غوښتنو او وړانديزونو په اړه د افغان ښځو غوښتنې دادي چې د بشري،تعلیم، ښه ژوند او د ژوند نورو اړینو لومړنیو اړتیاووې غوښتنې یې درک او د اسلام په چوکاټ کې حقوق ورکړل شي."

میرمنې وایي ښځې بايد د سولې پروسې په ټولو پړاوونو لکه، تصميم نيونه او پلان جوړونه، د خبرو اترو په بهير او د سولې د هوکړه ليک په تطبیق کې ګډون ولري او د دوی اندېښنې، غوښتنې او وړانديزونه واورېدل شي.

خوست کې د ښځو ملي ارمان ټولنې مشره او د ښځو حق غوښتنې فعاله زینب افغان وایي د جګړې ښکېلې غاړې په ځانګړي ډول وسله وال طالبان بايد د مېرمنو حقونو ته په درنه سترګه وګوري او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي.

افغان زیاتوي" د ښځو ونډه پکې کم رنګه ده، زما په نظر دغه خویندې که دوه دي که دری دغه د ټول افغانستان د ښځو استازيتوب نشي کولی.زموږ اندیښنې زياتې دي، او تر اوسه پورې چې هر څومره بحثونه ترسره شوي هغه که په دوحه کې دي يا مسکو کې، د هغې وروسته نتایج موږ سره نه شریک کېږي."

په ورته مهال د افغان سولې خبرو پرمختګ لپاره ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی.

هغه پلازمینې دوشنبې ته رسېدلی او د تاجکستاني چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی. نوموړی به هلته د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون کوي چې د افغانستان په اړه جوړېږي.

د اسیا زړه- استانبول بهیر نهمه ناسته کې پر محمد اشرف غني سربېره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د دې پروسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون کوي.

دې غونډه کې د پاکستا ن،ایران او ترکیې په ګډون د شاوخوا ۱۷ هيوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره د ۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازي ګډون کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG