لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د بېن الافغان مذاکراتو د شروع کېدو وروسته په افغانستان کې د ملکې خلکو مرګ ژوبله زیاته شوي وه


یوناما وویل د تېر کال په اخېره کې افغانانو د هدفي وژنو یوه لړۍ ولېدله چې پکې د مطبوعاتو کارکونکي، د مدني ټولنې فعالان، حکومتي کارکونکي، ججان او د امنیتي عسکرو د کورنۍ غړي په هدف شول
یوناما وویل د تېر کال په اخېره کې افغانانو د هدفي وژنو یوه لړۍ ولېدله چې پکې د مطبوعاتو کارکونکي، د مدني ټولنې فعالان، حکومتي کارکونکي، ججان او د امنیتي عسکرو د کورنۍ غړي په هدف شول

ملګرو ملتونو ویلي تېر کال په افغانستان کې د تشدد دلاسه د ملکي خلکو په تلفات کې کمی شوی و خو د کال په اخېره کې د افغان حکومت او د طالبانو د خبرو شروع کېدو نه پس ملکي تلفات بیا زیات شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یوناما د نهې، په ورځ خپاره کړی شویو معلوماتو کې وویل چې تېر کال په عمومي کچه ملکي کسانو ته د زیان کچه ۱۵ فیصد کمه شوي وه خو د سپټمبر په میاشت کې د افغانانو ترمنځ د خبرو شروع کېدو نه پس پکې اضافه وشوه.

په افغانستان کې ملکي خلکو ته د زیان په اړه خپل کلیز رپورټ کې یوناما وویل چې په د دې چې په تشدد کې کمی شوی وی د بېن الافغان مذاکراتو نه پس ملکي خلکو ته د زیان کچه نه یوازې زیاته شوه بلکې د زیات تویش رحجان پکې ولیدل شو.

یوناما وویل د ۲۰۱۹ په مقابل کې د تېر کال په ورستیو میاشتو کې ملکي خلکو په تلفاتو کې ۴۵ فېصد اضافه شوي وه او د تېر کال د نومبر په میاشت کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمېره په تېرو ۱۲ کلونو تر ټولو زیاته وه.

یوناما وویل د تېر کال په اخېره کې افغانانو د هدفي وژنو یوه لړۍ ولېدله چې پکې د مطبوعاتو کارکونکي، د مدني ټولنې فعالان، حکومتي کارکونکي، ججان او د امنیتي عسکرو د کورنۍ غړي په هدف شول.

افغان او امریکايي مامورینو ددغه تشدد پړه په طالبانو اچولې خو طالبان یې تردید کوي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي په عمومي ټوګه په ۲۰۲۰ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې تعداد ۸۸۲۰ و چې د کال ۲۰۱۳ نه وروسته په لومړي ځل د ۱۰۰۰۰ نه کمه شمېره وه.

یوناما د ۲۰۰۹ راهسې په افغانستان کې د ملکي کسانو د تلفاتو شمېرې جمع کول شروع کړي دي او وايي د دغه کال راهسې په افغانستان کې ۱۱۱۰۰۰ ملکي کسانو ته تلفات رسېدلي دي چې پکې د ۳۵۵۰۰ کسانو مرګونه شامل دي.

د یوناما مشرې ډېبرا لیېونز وویل پکار خو دا وه چې ۲۰۲۰ په افغانستان کې د امن کال وی خو په رزګونو افغانان په تشدد کې ووژل شوو.

د وي ای ای رپورټ وايي په افغانستان کې د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه د یوناما رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان یو وارې بیا قطر ته رسېدلي دي او امکان څرګندیږي چې د فریقېنو ترمنځ د ځنډ‌ ښکار شوي مذاکرات به بیا شروع شي او ممکنه ده چې د اوړي د موسم د جګړې نه وړاندې به په تشدد کې په کمي اتفاق ترلاسه کړی شي.

د یوناما ډېبرالیېونز غږ وکړو چې د افغانستان په جنګ کې ښکیل فریقېن دې ډزبندي وکړي ځکه چې د هغې په قول په جګړه کې ښکیل فریقېن چې د ډزبندۍ نه انکار کوي د افغانانو په ژوند تباه کن اثرات برېباسي.

په قطر کې بېن الافغان مذاکرات د تېر کال د امریکې او د طالبانو د سولې لوظنامې به بنیاد کېږي.

د لوظنامې نه پس طالبانو په امریکايي ځواکونو حملې بندې کړي خو په افغان عسکرو یې بریدونه دوامدار ساتلي.

د امریکې او طالبانو د معاهدې د لاندې به امریکايي ځواکونه د سږ کال د می د میاشت پورې د افغانستان څخه وځي او طالبان په دا خبره یقیني کوي چې دافغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي او د القاعدې سره به خپل روابط ختموي.

د امریکې د نوي صدر جوبایډن حکومت ویلي چې طالبانو سره شوې معاهدې ته به بیا کتنه کوي او فېصله به کوي چې ایا د طالبانو سره شوي معاهدې سره سم امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه کړي او که نا؟

د وي او ای رپورټ وايي امریکا د طالبانو سره د معاهدې نظرثاني د دې الزاماتو په تناظر کې کوي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. خو طالبان وايي د معاهدې خلاف ورزي یې نه ده کړې.

یوناما طالبان د ۴۵ فېصد ملکي تلفاتو ذمه واري وبلل او د ۱۷ فېصد تلفاتو پړه یې په نورو وسله والو ډلو واچولې چې پکې داعش هم شامل دی.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي افغان امنیتي عسکر او نور حکومت پلوه مسلح ډلې د ۲۵ فیصد ملکي تلفاتو ‌ذمه وار دي.

د یوناما رپورټ وايي د امریکې په مشرۍ کې په افغانستان کې پرځای د نړیوالو ځواکونو اېتلاف دلاسه تېر کال ملکي کسانو ته د زیان په کچه ۸۵ فېصد کمی وشو.

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG