سعودي فعالې لجین الهذلول هغې ته د ورکړی شوي قېد سزا او په هغې د سفر د پابندۍ خلاف اپیل په عدالت کې وبېللو.
الهذلول ته د ډسمبر په میاشت کې عدالت د پنځو کلونو قېد سزا اورولې وه چې پکې اضافي اته میاشتې قېد د ترهګرۍ په الزام و خو\ هغې د وړاندې څخه په زندان کې وخت تېر کړی و نو هغه تېره میاشت ازاده کړی شوه.
د زندان نه د ازادۍ باوجود په الهذلول د پنځو کلونو دپاره سعودي عرب نه په بهر تګ پابندي ولګول شوه.
۳۱ کلنه الهذلول په کال ۲۰۱۸ په سعودي عرب کې د مېرمنو په موټر چلولو د پابندۍ په ضد د احتجاج په سر د یو شمېر نورو فعالانو ترڅنګ نیول شوي وه. د هغې د نیول کېدو نه څو هفتې پس سعودي عرب مېرمنو ته د موټر چلولو اجازت ورکړو.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د قېد سزا خلاف په عدالت کې د الهذلول د اپیل ردېدو په اړه د هغې کورنۍ په یو بیان کې وویل چې د عدالت جج د هغې اپېل مسترد کړو او په هغې یې دا پابندي په ځای وساتله چې د سعودي عرب نه په بهر سفر نشي کولی.
د ای اېف پي رپورټ وايي سعودي مامورینو په رسمي ډول د الهذلول په قېد کېدو، د هغې د مقدمې او یا د هغې د ازادۍ په اړه څه نه دي ویلي.
د هغې د نیول کېدو په اړه الهذلول په ریاض کې د ترهګرۍ ضد عدالت نه بهر راغونډ شویو غېرملکي سفارتکارانو ته وویل امید کوي چې د هغې په سزا کې به څه نه څه ترمیم شوی وي.
د امریکې صدر جوبایډن ويلي د انساني حقونو په لړ کې به په سعودي عرب فشار زیاتوي. او د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټنمټ ترجمانې وویل د صدر بایډن حکومت به سعودي عرب سره په تعلقاتو کې انساني حقونو ته ترجیح ورکوي.
د امریکې حکومت هغه استخباراتي رپورټ هم افشا کړي چې وايي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې منظوري وکړې وه. خاشقجي په کال ۲۰۱۸ په ترکي کې سعودي کونسلخانې ته ورغلی و او بیا ژوندی نه دی لیدل شوی. سعودي عرب د خاشقجي د وژل کېدو په اړه امریکايي رپورټ رد کړی دی.
د الهذلول په اړه د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ وویل امریکا به د هغې او د نورو نیول شویو فعالانو د ازادۍ دپاره کوښښونه کوي. د وزارت ترجمانې په الهذلول او نورو فعالانو د سفري بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه هم وکړه.
د الهذلول یوې خور د هغه د اپېل په ردېدو مایوسي څرګنده کړه. لینه الهذلول وویل لجین ته د قېد سزا په ځای ساتل څرګندوي چې سعودي چاوراکي د اختیار غلط استعمال کوي.
د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل هم د الهذلول د اپېل د ردېدو غندنه وکړه.
د لینا په شمول د الهذلول وروڼه او خوېندې د ملک نه بهر مېشته دي او وايي د دوی مور او پلار هم د سعودي عرب نه بهر سفر نشي کولی ددې باوجود چې په هغوی د څه جرم الزام نه دی پورې کړی شوی.
د الهذلول کورنۍ وايي په بند کې په هغې تشدد شوی او په جنسي توګه ویرول شوي ده خو سعودي عدالت دغه خبرې په وار وار رد کړي دي.