لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس ځینې غړي د اېټمي وسلو د استعمال په لړ کې د صدر اختیار بدلول غواړي


د امریکې کانګرس د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ ځینې غړي د خپل ګوند د صدر، جوبایډن، نه د اېټمي حملې دغه یو اړخیز اختیار اخیستل غواړي
د امریکې کانګرس د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ ځینې غړي د خپل ګوند د صدر، جوبایډن، نه د اېټمي حملې دغه یو اړخیز اختیار اخیستل غواړي

د امريکې د صدر په څنګ کې یو پوځي افسر همېشه یوه کڅوړه ګرځوي چې پکې هغه کوډ یا خفیه معلومات وي چې صدر ورته د اېټمي حملې د اجازت ورکولو دپاره ضرورت لري.

که امریکا د بل چا د اېټمي حملې ځواب ورکول غواړي او که په خپله په بل چا دغه ډول حمله کوي نو اجازت به یې یوازې صدر ورکوي.

په پاکستان کې دغه اختیار وزیراعظم ته ورکړی شوی.

څیړونکي وايي د پاکستان اېټمي پروګرام خو په ظاهره د سوېلین یا د غیر پوځي حکومتي مامورینو په لاسو کې دی خو په حقیقت کې په اېټمي وسلو یې اختیار د پوځ دی.

د اېټمي وسلو د خطر په ضد کارکونکي د غیر حکومتي ادارې نیوکلیر ترېټ انېسټېټیوټ په وېب پاڼه د معلوماتو ترمخه په ۲۰۰۰ کې پاکستان د نېشنل کماڼد اتارټي نومې اداره قایم کړه چې د هېواد د مزایلو او اېټمي وسلو بندوبست او فېصلې به یې په لاس کې وي.

انټرنېشنل انسټېټیوټ فار سټرېټیجک سډیز یا د سټرېټیجک مطالعې مرکز وايي که څه هم د پاکستان په نېشنل کماڼد اتارټي د اختیار توله د سوېلېین یا د غېرپوځي حکومتي مامورینو په حق کې ده خو په عملي توګه به د جنګ یا په نورو بېړني حالاتو کې د اېټمي وسلو او مزایلو په معامله فېصلې پوځ کوي.

د نېشنل کمانډ اتارټي د جوړښت او په دې د اختیار په اړه د پاکستان د هوايي پوځ پخواني افسر غلام مجدد په خپله مقاله کې لیکلي چې د پاکستان یو صحافي په دې نظر و چې عام ولس دا ګڼي چې د پاکستان په اېټمي وسلو د ولسي نمایندګانو نا بلکې د پوځي جرنېلانو ګوتې پرتې دي.

د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې پخوانی وزیراعظم نواز شریف د نېشنل کمانډ اتارټي د یوې غونډې مشري کوي
د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې پخوانی وزیراعظم نواز شریف د نېشنل کمانډ اتارټي د یوې غونډې مشري کوي

د امریکې کانګرس د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ ځینې غړي د خپل ګوند د صدر، جوبایډن، نه د اېټمي حملې دغه یو اړخیز اختیار اخیستل غواړي.

د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو د اېوان ۳۱ غړو د یو خط حمایت کړی چې وايي یوازې یو تن ته په اېټمي وسلو اختیار ورکول د خطراتو امکان پېدا کوي. خط وايي په تېرو وختونو صدرانو په نورو ملکونو د اېټمي حملې دړکې ورکړي او یا یې داسې رویه ظاهره کړې چې د صدر د فېصلې په اړه یې د مامورینو تشویش راولاړ کړی دی.

د دغه خط مشري د کېلېفورنیا ریاست دوه کانګرسمېنان جمي پنېټا او ټېډ لیو کوي او وايي د اېټمي وسلې د استعمال په لړ کې دې صدر د نورو مامروینو لکه د نایب صدر او د اېوان نمایندګان سپېکر سره د مشورې پابند کړی شي.

د کانګرس د غړو دغه خط د ګل، دوشنبې، په ورځ وایټ هاوس ته لېږل شوی دی او د مډل بېري انټرنېشنل سډیز اېټ مانټرېري د سېنټر فار نان پرولېفرېشن سډیز پروفېسر جېفري لوېس وايي په لیک کې دا تجویز شوی دی چې یک یوازې صدر ته د اېټمي وسلو د استعمال حتمي او بغېر د څه خڼد اختیار ورکولو په ځای دې متبادلې لارې ولټول شي.

د ۲۰۲۱ جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مبینه پلویانو د یرغل نه دوه ورځې وروسته د اېوان نمایندګانو سپېکرې نېنسي پلوسي د ډېموکرېټک پارټۍ غړو ته وویل چې د پوځ مشر سره خبرې کړي او ورته یې ویلي چې "بې ثباته" صدر (ډانلډ ټرمپ ته یې اشاره وه) دې د اېټمي وسلو د استعمال نه منع کړي.

کانګرسمېن پېڼا وي او ای ته وویل دغه خط یې د په دې خاطر لېکلی چې د هېواد اېټمي وسلې او د استعمال اختیار دې محفوظ وي. د امریکې په معامله کې یو دلیل دا و چې چونکه هغه دغه چوکۍ ته د رسېدو دپاره انتخاب ګټلی دی او انتخاب یو ښه تحفظ دی.

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ
د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ

خو پروفېسر جېفري لوېس وايي د پخواني صدر ټرمپ انتخاب څرګنده کړه چې یو "خطرناک تن" په امریکا کې اقتدار ترلاسه کولی شي. د وي او ای رپورټ وايي د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون سره د تاو تریخوالي په مهال پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دا دعوه کړي وه چې د هغه اېټمي بټن د کېم نه زیاته لویه او زیاته طاقت وره ده.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د پوځي خدماتو کمېټۍ د ريپبلېکن پارټۍ درې غړي د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د صدر په اختیار کې د بدلون مخالفت کوي.

د امریکن انټرپرایز انسټېټیوټ څېړونکی جان ماور هم د اېټمي وسلې د استعمال په اړه د صدر په اختیار کې د ترمیم حمایت نه کوي او وايي د امریکې په قانون کې د وړاندې نه داسې مادې شته چې صدر د اېټمي وسلې د استعمال نه منع کولی شي.


هغه واي د ايين د ۲۵ مادې د لاندې که چېرې نایب صدر او کابینه د صدر ذهني صحت په اړه څه تشویش ولري نو د اېټمي د استعمال د صدر اختیار ځنډولی شي او پوځي مامورین هم د صدر غیر قانوني امر د منلو نه انکار کولی شي. پروفېسر ماور دا هم وايي چې ایین د امریکې صدر د پوځ مشر ټاکلی دی او کانګرس ډیر محدود اختیار لري چې صدر ته د ایټمي وسلې د استعمال په باره کې مشورې ورکړي.

نېنسي پلوسي
نېنسي پلوسي

د کارنېګي اېنډاومنټ فار انټرنېشنل پېس نوې څېړنې ادارې انکیت پانډه وايي د سوړ جنګ په زمانه کې خو صدر سره د اېټمي وسلې د استعمال اختیار سمې خوړلو خو اوس حالات او وخت بدل شوی دی.

وي او ای چې د دریځ معلومولو دپاره وایټ هاوس سره رابطه وکړه نو د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د کانګکرس د غړو خط یې لا نه دی لېدلی او د قامي سلامتیا د مامورینو سره د خبرو وروسته به دریځ شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG