صدر بایډن وویل په کانګرس د یرغل نه دوه کاله پس، په سیاسي توګه د اختلافاتو ښکار ملک کې منتخب نمایندګان او نورشخصیتونه به په مستقل ډول د ملک جمهوريت دپاره کوښښونه کوي. د هغه په قول دا د امید او ویرې، رحم او د ظلم او د انصاف او د اناصافۍ ترمنځ جنګ دی
د سر شمېرنې اداره وايي د تېر نه پرته ډېر خلک په کورونو کې دويمه ژبه وايي او د هغه خلکو شمېر هم ډېر شوی چې انګرېزي وايي او دا نزدې 25% سېوا شوی چې د کال 1980 د شمارو تر مخه چې 187 ميلين خلک وو اوس په کال 2019 کې 241 ميلين ته رسېدلي
د کال 2021 د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس قریباً 76000 هغه افغانان په پوځي جهازونو کې امریکې ته رارسېدلي دي چې په افغانستان کې يې د امریکايي عسکرو سره د ترجمانانو په حېث کار کړی او یا یې نوره همکاري کړې ده
د رپورټ ترمخه پښتانه د افغانستان اکثریت قوم دی او په پښتنو کې د امریکې د مقبولیت کچه اته فیصد وه. د پښتنو پسې دویم لوی قوم تاجک دي او په تاجکو کې د امریکې د مقبولیت شرح 23 فیصد وه
د پېښور پوهنتون د ټول پوهنې شعبې استاذه نائيله امان قاضي وايي ګڼ شمېر پښتانه د خپلې پښتونولي په مخکې بوتلو او د حجرې او د جرګې لپاره زوی غواړي او د زياتو ناريناو کورنۍ مضبوطې ګنلی کيږي. "ټولنه دا غوره ګڼي چې نارينه ماشومان يا هلکان دې وي، ولې چې جينکۍ جرګه نه شي کولی او د جرګې مشري نه شي کولی."
د نیویارک ښار د مېنهېټن برخې ډسټرکټ اټارني جنرل یا د ضلعې د حکومتي وکیل دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه وویل چې 187 اثار قدیمه د سبهاش کپور نه ترلاسه شوي دي. کپور د پخواني اثارو د دنیا په لویو قاچاقبرانو کې شامل بلل شوی دی
طارق افغان زیاته کړه چې که د ای ډي ار نظام دومره ښه وي نو د خېبر پښتونخوا نه علاوه دې د ملک په نورو لویو ښارنو لکه کراچۍ او لاهور کې دې هم نافذ کړی شي."دوي يواځې د قباېلي ضلعو لپاره دغه لاره ښوخوي."
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت روېټرز خبري ادارې ته وویل چې د چینايي تحقیق کونکو یوه ډله په کنفیوشس سېنټر د حملې په اړه تحقیقو کې د مرستې دپاره پاکستان ته راغلې وه. روېټرز وايي د چینايي مامورینو پاکستان ته د سفر په اړه د دې نه مخکې څه خبر مخې ته نه دی راغلی او څرګندوي چې په دې اړه څومره سنجیده دی
په 23 ملکونو کې د انساني امداد دپاره د متحده قومونو د غوښتنې په ځواب کې سږ کال تر اوسه پورې متحده عرب اماراتو د 309 مېلین ډالرو امداد اعلان کړی دی. د یو ای ايي په دغه امداد کې 171 مېلین ډالر ايتوپیا دپاره دي او د افغانستان دپاره پکې 1.9 مېلین ډالر برخه ده
د غېر دولتي تنظيمونو په دې رپورټ کې وېل شوي دي چې په پنجاب صوبه کې په تېره میاشت کې 844 ښځې تښتول شوي دي. د رپورټ په قول دغه شمېرې د ناقابل یقین حد پورې د اندېښنې وړ دي. رپورټ زياتوي ددغو شمېرو معنا دا ده چې په پنجاب صوبه کې هره ورځ 28 او په هر يو ساعت کې یوه ښځه اغوا کېږي
په یو وخت کې ارشد شریف د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ته ډیر نژدې ګڼل کېدو او وخت په وخت به يې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو چې پکې موجوده وزیراعظم شهبازشریف هم دی، د مبینه کرپشن په اړه خصوصي رپورټونه نشر کول. خو په تېرو څو میاشتو کې هغه د حکومت او د پاکستاني پوځ د رهبرانو سخت نقاد و
نور کتل