لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو کوکنار او نور مخدره مواد منعه وګرځول، مګر دا پرېکړه به څومره دوام وکړي؟


په طالبانو باندې دا تور دی چې په تېرو کلونو کې یې د مخدره موادو د زارعینو او کاروباریانو یې پیسې اخیستې
په طالبانو باندې دا تور دی چې په تېرو کلونو کې یې د مخدره موادو د زارعینو او کاروباریانو یې پیسې اخیستې

واشنګټن - طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو په شمول د مخدره موادو کرل منعه وګرځول. افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو د پیداوار له اړخه تر ټولو لوی ملک دی چې ویل کیږي د نړۍ پنځه اتیا فیصده (٪۸۵) اپین یا کوکنار له افغانستانه راځي.

طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، د دوی مشر هبت الله آخندزاده چې طالبان ورته امیرالمومنین وایي، یو فرمان جاري کړی او هغه کې یې د ټولو مخدره موادو پیداوار، استعمال، لېږد یا ټرانسپورټېشن، تجارت، برامدات او درامدات منعه ګرځولي دي.

د طالبانو د مشر د دې فرمان ترمخه چې د طالبانو په داخله وزارت کې په کابل کې مطبوعاتو ته ولوستل شو، که څوک د دې فیصلې خلاف ورزي وکړي، "نو کښت به یې له منځه وړل کیږي او له متخلف سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کیږي."

یاده دې وي چې د افغانستان د مخکیني حکومت په دور کې هم مخدره مواد منعه ګرځول شوي و، مګر حکومت په عملي توګه دا صلاحیت نه درلود چې د مخدره موادو کرل یا کاروبار ختم کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت یو عسکر چې په کال ۲۰۰۷ کې د کوکنارو د کروندې په ویجاړولو لګیا دی
د افغانستان د پخواني حکومت یو عسکر چې په کال ۲۰۰۷ کې د کوکنارو د کروندې په ویجاړولو لګیا دی

د تېر اګسټ میاشتې راهیسي چې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړی، د ګاونډیو او د سیمې نورو ملکونو له اړخه ورباندې فشارونه دي چې د مخدره موادو د پیداوار او تجارت په ضد دې ګامونه اوچت کړي. که څه هم طالبان خپلو اکثرو کړنو ته د شریعت حواله ورکوي، مګر په دې برخه کې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده په فرمان کې په څرګنده دا نه دي ویلي چې د مخدره موادو کرل یا کاروبار د دین له اړخه څه حکم لري.

طالبان په دې هم تورن دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د کوکنارو د زارعینو او کاروباریانو نه د عشر په نوم پیسې اخیستي دي. طالبان اوس حکومت په واک کې لري، مګر د اقتصادي وجوهاتو له امله لا هم پیسو ته ضرورت لري او له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

مګر پوښتنه دا ده چې آیا طالبانو په رښتیا فیصله کړې ده چې دوی به نور د مخدره موادو د کرلو او کاروبار مخه په دایمي توګه ونیسي؟

د افغانستان د استخباراتو یو پخواني مشر رحمت الله نبیل په دې اړه ټويټر کې لیکلي چې ګني طالبان پخپل دې ګام کې صادق ندي. ښاغلي نبیل لیکلي دي: "په یقین سره چې د مخدره موادو د کرلو/سمګلېنګ اکثره کاروباریان د طالبانو مشران دي. د مخدره موادو په کرلو/سمګلېنګ باندې بندیز لګول به د هغو د ذخیره شوي موادو بیعه دوه برابره زیاته کړي. له یو اړخه به هغوی (طالبان) د یوې مودې دپاره نړېوال راضي وساتي، او بل اړخ ته به د مخدره موادو د بیعې د سېوا کېدو د وجې ډېر زیات مفاد ورته حاصل شي."

رحمت الله نبیل دا هم ویلي چې طالبان اوس غواړي د جینکو د سکولونو د بند ساتلو له کبله چې ورباندې نړېوالې ټولنې کوم فشار راوستی دی، هغه راکم کړي. د هغه وینا ده چې که طالبان په رښتیا غواړي د مخدره موادو سره مقابله وکړي، نو "بهرامچه" بازار دې بند کړي. بهرامچه د افغانستان هلمند ولایت کې، پاکستان ته نږدې یو وړوکی بازار دی چې د مخدره موادو د کاروبار له امله ډېر مشهوره دی.

د ملګرو ملتونو یوه اداره چې د مخدره موادو او جرمونو سره د مقابلې څانګه ده، په نوامبر میاشت کې یو راپور خپور کړی و او هغه کې یې ویلي و چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو فصل، د ۲۰۲۰ کال په مقابله کې، اته فیصده (٪۸) سېوا شوی و او ۶۸۰۰ ټن ته رسېده.

په هغه راپور کې خبرداری ورکړی شوی و چې دې سره ممکن شاوخوا ۳۲۰ ټن خالص هیروئین د افغانستان نه د نړۍ بازارونو ته ورشي.

د ملګرو ملتونو د یو اېن او ډي سي ادارې په راپور کې دا اندازه هم لګول شوې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو له درکه په افغانستان کې دننه آمدات ۲،۷-۱،۸ بلینه ډالر و، مګر د دې مخدره موادو تر ټولو زیاته ګټه د ملک نه بهر هغو ډلو ته رسېدله چې دا مواد یې په نړۍ کې ویشل.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بشري بحران او اقتصادي ستونزې د هغه وخت راهیسي چې بهرني ځواکونه له دې ملک نه وتلي دي، په زیاتېدو دي.

افغانستان کې د کوکنارو په کاروبار کې ماشومان هم مزدورۍ ته اړ ایستل کیږي
افغانستان کې د کوکنارو په کاروبار کې ماشومان هم مزدورۍ ته اړ ایستل کیږي

کلونه جګړې، پرله پسې خشکسالۍ او بیا د نړېوالو له اړخه د طالبانو په حکومت باندې لګېدلي مالي بندیزونه ټول د افغانستان د اوسني بشري ستونزو اسباب ګڼل کیږي.

څېړونکي وایي، ناوړه اقتصادي حالاتو ډېر شمېر افغان زارعین په دې وروستیو کې مجبوره کړي دي چې د غنم په شان د قانوني حاصلاتو په ځای، د کوکنارو په شان د غیرقانوني حاصلاتو کرلو ته مخه کړي، ځکه ګټه یې زیاته او تېزه ده.

طالبانو تر دې وړاندې چې ۲۰۰۱-۱۹۹۲ کې واکمن پاته شوي و، هم یو ځل د کوکنارو کرل بند ګرځولي و چې د یو اېن ډي سي ترمخه، په نتیجه کې یې هغه وخت د کوکنارو پیداوار ډېر زیات راکم شوی و.

پس له هغه چې په ۲۰۰۱ کال کې نړېوال ائتلاف په افغانستان حمله وکړه او بیا افغانستان کې جمهوریت قایم شو. امریکا او د افغانستان پخواني حکومت ډېر کوششونه وکړل چې د کوکنارو د کاروبار مخه ونیسي، مګر یو ځل بیا د ناکراریو په سیوري کې د کوکنارو کرل زیات شول.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا څارونکی دفتر (سیګار) په خپل یو وروستي رپورټ کې ویلي چې امریکا د ۲۰۰۲ کال راهیسي په افغانستان کې د مخدره موادو سره د مقابلې په کوششونو کې قریب نهه بلینه ډالر لګولي دي، ځکه یوه ېره دا هم وه چې د کوکنارو د کاروبار د درک نه طالبانو ته ګټه رسول کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG