لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان په افغان طالبانو اثر لري 


د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان سره ویني
د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان سره ویني

څيړونکې وايي د امریکې نوي صدر جوبايډن د راتګ سره د افغانستان په اړه د امریکې په تګلاره کې بدلون ليدل کيږي او پاکستان کولی شي چې د سولې خبرو د کاميابۍ د پاره په طالبانو خپل اثر رسوخ استعمال کړي۔

څيړونکي وايي چې د افغان طالبانو د قطر پلاوي پاکستان ته وخت په وخت سفرونه او په پاکستان کې د ځینو طالبانو د کورنيو د غړو د موجودګۍ رپورټونه ښايي پاکستان اوس هم په افغان طالبانو اثر لري او کولی شې چې د ځنډ سره مخامخ بېن الافغان خبرو په کاميابۍ کې خپل رول ولوبوي.

څيړونکی او خبريال حق نواز خان وايي تر څو چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې وي ترهغې به پاکستان په طالبانو اثر لري. "دا د پاکستان په مفاد کې هم ده او د نړۍ په مفادو کې هم ده ،پاکستان کردار لوبولې شي چې بېن الا افغاني خبرو کاميابۍ کې رول ولوبوي"

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په وروستيو کې د پېښور د سفر پرمهال ويلي وو چې پاکستان به د بېن الافغان خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.

د پاکستان لخوا په وروستيو کې بیا بيا د افغانستان د سولې په تړاؤ د بېن الافغان خبرو د ملاتړ څرګندونې کيږي۔

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې استاذ طاهر خان وايي پاکستان ته د ورپېخو اقتصادي او د افغانستان اوږدې جهګړې اثراتو ته په کتو وېلی شي چې پاکستان او د امريکه اړيکي به د افغان مزاکراتو په سر تاؤتريخوالي ته نه ورسيږي او پاکستان هم اوس ګڼي چې افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دې۔

طاهر خان وویل "د پاکستان دا خواهش دې چې د امن مذاکرات پرمخ لاړ شي او مجبوري يي هم ده ځکه چې په تېرو شلو کالو کې د جهګړې په پاکستان ډير بد اثرات پريوتي دي"

په پاکستان د افغانستان لخوا وخت په وخت تورونه لګي چې دوي په افغانستان کې د جنګيدونکو افغان طالبانو مرستې کوي، کورنۍ يي په پاکستان کې مېشت دي او مهم طالب مشران هم دلته وژل شوي دي خو پاکستان بيا دا تورونه ردوي او وايي افغانستان کې امن غواړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG