لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 رپورټ: د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست د نوم له امله پاکستان ته د 38 ارب ډالرو نقصان رسېدلی


د اېف ای ټي اېف غونډه په پېرس کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سر ته رسېږي او امکان دی چې اداره به د پاکستان په اړه هم فېصله وکړي
د اېف ای ټي اېف غونډه په پېرس کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سر ته رسېږي او امکان دی چې اداره به د پاکستان په اړه هم فېصله وکړي

د پاکستان نوم دا وخت د وسلوالو د مالي سرچینو د مخنیوي ادارې اېف اي ټي اېف په خړ فهرست یا ګری لست پروت دی چې له امله یې هېواد ته تر اوسه پورې 38 ارب ډالر نقصان رسېدلی دی. دا خبره د اسلام اباد د څېړنې یوې ادارې کړې ده.

بلخوا د اېف ای ټي اېف غونډه په پېرس کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سر ته رسېږي او امکان دی چې اداره به د پاکستان په اړه هم فېصله وکړي.

په اسلام اباد کې د تبادلب نومې غېر دولتي څېړنيز ادارې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2008 نه تر کال 2019 پورې درې وارې د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو لکبله د هېواد اقتصاد ته د 38 اربه ډالرو نقصان رسېدلی دی.

تبادلب په امریکا کې د ډاکټر نافع سردار د څېړنيز رپورټ په اساس ليکلي چې د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست له امله د پاکستان اقتصاد ته د تاوان په مجموعي ډول د جي ډي پي ېا مجموعي قومي پېداوار په مد کې رسېدلې دی. او ددې تخمينه په غېر ترقياتي خرچو، برامداتو او نېغ په نېغه بهر ملکي سرماېه کارۍ کې د کمي په بنسټ لګول شوې ده.

پاکستان د کال 2018 راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دی او پاکستاني چارواکو ويلي چې د اېف ای ټي اېف په 27 سپارښتنو کې یې 21 په مکمله توګه نافذ کړي او په شپږو یې په جزوي توګه عمل کړی دی.

د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست دلاسه د پاکستان اقتصاد ته د نقصان رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې مطبوعات وايي د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه د پاکستان د وتلو امکانات محدود ښکاري.

مطبوعات وايي امکان دی چې اېف ای ټي اېف به پاکستان د هغو هېوادونو په فهرست کې وساتي چي د مني لانډرنګ یا غیرقانوني پېسو ته قانوني رنګ ورکولو په ضد او دترهګرۍ د مالي مرستو د مخنیوي د نړیوالو قوانینو سره سم ګامونه یې نه دي اخېستي.

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر او اقتصاد پوهه حفېظ پاشا وي او ای ډيوه ته وویل د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست د نوم په سبب پاکستان کې نېغه په نېغه د بهرنۍ سرمایه کارۍ ته رسېدلی دی.

هغه واي په تېرو کلونو کې په پاکستان کې ډرېکټ یا په مستقیم ډول غېرملکي سرمایه کارۍ کې ښکاره کمی شوی دی.

د حفيظ پاشا د وېنا ترمخه په تېرو دوو کلونو کې د هېواد دننه د څلور او پينځو اربو ډالرو غېر ملکي سرماېه کارى کېدله او اوس دا حجم دوه اربه ډالرو ته راکم شوې دې. او بله نوې او د فکر خبره دا ده چې اوس چين هم پاکستان کې کمې پانګونه کوي.

د پاکستان مرکزى بېنک پدې ورستو کې جارى کړي رپورټ کې ويلي چې د تېر کال هم ددې مودې په نسبت روان مالي کال په لمړې 7 مياشتو کې د پاکستان دننه نېغ په نېغه بهرملکى سرمایه کارې کې 27 فيصدى کمې راغلې دې.

دا رپورټ وايي چې مالي کال 2021 کې د جولاې نه تر جنورۍ مياشتې دوران نېغ په نېغه غېر ملکي سرمایه کارى د تېر مالي کال هم ددې معياد پر وخت 1 ارب، 57 کروړه او 70 لکه ډالره وه چې اوس 1 ارب, 14 کروړه او 50 زره ډالره ته راکوزه شويده.

تړلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG