لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي مامورین په افغانستان کې د امریکايي عسکرو دا وخت تعداد نه څرګندوي


د امریکې صدر جوبایډن ویلي امریکايي ځواکونه به د سپېټمبر د ۱۱ نېټې پورې د افغانستان نه انخلا مکمل کړي
د امریکې صدر جوبایډن ویلي امریکايي ځواکونه به د سپېټمبر د ۱۱ نېټې پورې د افغانستان نه انخلا مکمل کړي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په تعداد کې کمی دوام لري د امریکي پوځی منصوبه سازان دا څرګندولو نه ډډه کوي چې دا وخت څومره امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ چې په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري د نهې، سه شنبې، په ورځ یې وویل د افغانستان نه د انخلا د شپږ فیصد نه تر ۱۲ فیصد کار سر ته رسول شوی دی، د ۱۰۰ سامان وړونکو هومره الات د افغانستان نه بهر منتقل کړی شوي دي او ۱۸۰۰ نور الات به ناکاره کولی شي.

د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د انخلا شروع کېدو نه وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ نه تر د ۳۵۰۰ پورې امریکايي عسکر موجود دي خو چې په موجوده وخت کې دغه شمېره څومره ده؟ پېنټګان دغه تعداد نه څرګندوي او ايي سبب یې د امنیت په اړه اندېښنې بولي.

د پېنټګان ترجمان جان کربي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل "مونږ ذمه واري لروو چې خپل خلک محفوظ وساتوو."

د افغانستان څخه ستنېدونکو امریکايي ځواکونو د تحفظ دپاره امریکې د ارمي رېنجر نومې ځواکونو دستې افغانستان ته لېږلي دي، د دې ترڅنګ شپږ بي فېفټي ټو نومې بمبار جنګي جهازونه او ۱۲ اېف اېټین نومې جنګي الوتکې سيمې ته لېږل شوي دي. د دې نه علاوه یو اېس اېس ډوایټ اېزنهاور نومې سمندري بېړه په شمالي عرب سمندر کې په ځای کړی شوې ده، چې که چېرې ضرورت و نو اضافي جنګي کومک به مهیا کوي.

طالبانو دړکې کړې وي چې که چېرې امریکايي ځواکونه د امریکي او طالبانو د امن معاهدې سره سم د می د لومړۍ نېټې پورې د افغانستان نه ستانه نه شول نو حملې به پې کوي خو د وي او ای رپورټ وايي د دغو دړکو باوجود طالب مشرانو د امریکايي ځواکونو برعکس په افغان ځواکونو حملو ته توجه کړې ده.

جان کربي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې که څه هم په افغانستان کې د تشدد موجود کچه اوس ډیره زیاته ده امریکايي کمانډران د انخلا په مهال داسې کومو مسلو سره نه دي مخامخ شوي چې د امریکايي عسکرو په ستنېدلو کې مشکلات راولاړ کړي.

د امریکې صدر جوبایډن ویلي امریکايي ځواکونه به د سپېټمبر د ۱۱ نېټې پورې د افغانستان نه انخلا مکمل کړي.

تېر کال امریکې سره د امن په معاهده کې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته نه ورکوي.

د امریکې پوځي او استخباراتي مامورینو افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته د ترهګرۍ د خطر په اړه د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو د صلاحیت په اړه اندېښمني څرګنده کړې ده.

امریکايي مامورینو دا هم ویلي په اینده کې د ضرورت په وخت په افغانستان کې د ترهګرو په ضد عملیاتو دپاره به په سیمه کې اثاثې په ځای کوي خو لا تر اوسه پورې سیمه ایزو ملکونو سره لوظنامې نه دي شوي.

په دې کې پاکستاني مامورینو امریکې ته د اډو ورکولو امکان رد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG