لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني مامورین: په کانګرس د حملې سبب د استخباراتي معلوماتو کمی و


د سېنټ د ضوابطو او انتظاميي کمېټۍ مشرې اېمي کلوبچار ووی دا حقیقت چې د اېف بي ايي معلومات د هاوس او د سېنټ د امنیت مامورینو ته نه وو ورکړی شوي ډیره د تشویش خبره ده او د ادارو په منځ کې استخباراتي معلوماتو د خپرېدو ناقص نظام څرګندوي
د سېنټ د ضوابطو او انتظاميي کمېټۍ مشرې اېمي کلوبچار ووی دا حقیقت چې د اېف بي ايي معلومات د هاوس او د سېنټ د امنیت مامورینو ته نه وو ورکړی شوي ډیره د تشویش خبره ده او د ادارو په منځ کې استخباراتي معلوماتو د خپرېدو ناقص نظام څرګندوي

د امریکې د کانګرس په حفاظت مامورو پخوانیو مامورینو د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د حملې په اړه یوې غوڼدې ته وویل چې د استخباراتي معلوماتو د کم والي له امله په ودانۍ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو "منظمې او مربوطې" حملې مخه وه نه نیول شوه.

د کانګرس د پولیس پخواني مشر سټېون سنډ، د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا اېوان نمایندګان د امنیت پخواني مشر پال اروېنګ او د سېنټ د امنیت پخواني مشر مایکل سټېنجر د نهې، سه شنبې، په ورځ د سېنټ د قامي سلامتیا او د سېنټ د ضوابطو او انتظاميي کمېټیو مشترکه غونډې ته په کانګرس د حملې په باره کې بیانونه ورکړل.

دا لومړی ځل دی چې د کانګرس د امنیت دغو پخوانیو چارواکو د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ د یرغل په اړه په رسمي ډول بیانونه ورکړل. په کانګرس د الغاو تلغاو په مهال د یو پولیس په شمول پنځه کسان مړه شوي دي.

مایکل سټېنجر
مایکل سټېنجر

د سېنټ د کمېټو غونډه د هغه تحقیقاتو برخه ده چې په کانګرس د حملې په لړ کې د کانګرس غړو شروع کړي دي. اینده هفته به د دفاع وزارت، د امریکې د قامي سلامتیا ادارې او د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ای چارواکي هم خپل بیانونه ورکوي.

په کانګرس د حملې او د ودانۍ چاپېره د حفاظتي حصار د ماتېدو نه پس د کانګرس د پولیس مشر سټېون سنډ، د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا اېوان نمایندګان د امنیت مشر پال اروېنګ او د سېنټ د امنیت مشر مایکل سټېنجر د خپلو دندو نه استعفاګانې ورکړې.

دغو پخوانیو چارواکو د سېنټ اورونې نه وویل چې که څه هم په کانګرس د حملې په ورځ دوی تیاری نیولی و چې لوی احتجاج به کېږي خو داسې استخباراتي معلومات یې نه لرل چې د پخواني صدر ټرمپ پلویان به په کانګرس د یرغل کوښښ کوي.

د کانګرس د پولیس پخواني مشر سټېون سنډ وویل په کانګرس د حملې سبب ناقصه منصوبه سازي نه وه خو د استخباراتي معلوماتو د نشت والې له امله دوی تیاری وه نکړی شو چې د ګڼو انتهايي پرتشدد خلکو مخې ته د کانګرس حفاظت وکړي.

په کانګرس د یرغل نه وړاندې د زرګونو په شمېره کې د ټرمپ پلویانو د پخواني صدر تقریر واورېدلو او بیا یې په داسې حال کې په کانګرس یرغل وکړو چې د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د تایدولو دپاره خصوصي غوڼده شروع شوي وه.

پخواني صدر په صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات پورې کړي خو چارواکي وايي د ډانلډ ټرمپ د دعوو په تاید کې څه شواهد نه دي موندل شوي. په کانګرس د یرغل نه وروسته د کانګرس خصوصي ډلې په صدارتي انتخاب کې د موجوده صدر جوبایډن د کامیابۍ تصدیق وکړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پخواني صدر قریباً ۸۰۰ پلویانو د کانګرس د ودانۍ چاپېره امنیتي حصار او د لارو کوڅو کې خنډان لرې کړل، په کانګرس یې یرغل وکړو او بیا یې د کانګرس د ودانۍ ښېښې او کړکۍ ماتې کړې.

د کانګرس په حفاظت مامور دریو واړو پخوانيو چارواکو چې په کانګرس د حملې نه وړاندې نه منصوبه سازي شوي وه او ځینو احتجاج کوونکو د ځان سره مواصلاتي الات او په دېوال د ختلو سامان راوړی و.

د کېپيټل پوليس پخواني مشر سټېون سنډ د جنورۍ د شپږمې نېټې دپاره د خپلې محکمې د تیارۍ دفاع وکړه او وه یې وېل چې په کانګرس د حملې نه درې ورځې مخکې استخباراتي اندازه دا وه چې د جنورۍ په شپږمه نېټه په واشنګټن کې به پخواني صدر ټرمپ د پلویانو مظاهره په نومبر او ډسمبر کې د شویو احتجاجونو په ډول وي چې پکې په زرګونو کسانو شرکت کړی و خو پرامنه وې.

مایکل سنډ
مایکل سنډ

سنډ وویل په شپږمه جنورۍ یې ۱۲۰۰ پولیس د کانګرس په حفاظت ګمارلي وو او د ودانۍ چاپیره یې حفاظتي حصار لوی کړی و.

د کانګرس د حفاظت دریو واړو پخوانيو چارواکو د استخباراتي معلوماتو د کمي خبره وکړه او ویې وېل چې دوی هغه رپورټ نه و ترلاسه کړی چې اېف بي ايي د جنورۍ په پنځمه نېټه خپور کړی و او پکې د جنورۍ په شپږمه نېټه د تشدد د امکان ذکر شوی و. دغه رپورټ په نوفوک ښار کې د اېف بي ايي دفتر تیار کړی و او پکې د سوشل مېډیا د دې بحث حواله ورکړی شوي وه چې "جنګ ته تیار هلته لاړ شۍ."

وي او ای ته خپل بیان کې اېف بي ايي وویل دغه معلومات یې په ۴۰ منټو کې دننه په واشنګټن کې قانون عملي کوونکو همکارانو سره شریک کړل. اېف بي ايي وویل دا معلومات یې په هغه وېب پاڼه هم شریک کړل چې په ټول ملک کې ورته قانون عملي کونکي ادارې رسايي لري. اېف بي ايي دا هم ووېل په دغو معلوماتو کې چا نوم نه و اخیستل شوی او نه هم پکې څه خاص تفصیلات موجود وو.

د کېپېټل پولیس پخواني مشر سټېون سنډ وویل د اېف بي ای دغه معلومات د پولیس یو افسر ترلاسه کړي وو خو هغه ته نه وو رسول شوي او هغه ترې یوه ورځ وروسته خبر شو. د سېنټ او د هاوس امنیتي مشرانو وویل دوی ته د اېف بي ايي دغه معلومات نه وو ورکړی شوي.

د سېنټ د ضوابطو او انتظاميي کمېټۍ مشرې اېمي کلوبچار ووی دا حقیقت چې د اېف بي ايي معلومات د هاوس او د سېنټ د امنیت مامورینو ته نه وو ورکړی شوي ډیره د تشویش خبره ده او د ادارو په منځ کې استخباراتي معلوماتو د خپرېدو ناقص نظام څرګندوي.

په دې اړه د قامي سلامتیا ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېڼد سکیورټي وویل د کور دننه ترهګرو د خطر په ضد به د ټولو اړونده ادارو سره په همکارۍ کار کوي.

امنيتي چارواکي په کانګرس د یرغل کوونکو په ضد د اوښکو ګېس استعمالوي
امنيتي چارواکي په کانګرس د یرغل کوونکو په ضد د اوښکو ګېس استعمالوي

د وي او ای رپورټ وايي د سېنټ د کمېټو په اورونه کې د کېپېټل پولیس او د سېنټ او د هاوس د امنیتي مامورینو ترمنځ په کانګرس د حملې د مخنیوي دپاره د نېشنل ګارډز ځواکونو د ګمارلو په موضوع اختلافات هم رابرسیره کړل.

سټېون سنډ د هاوس او سېنټ په امنیتي مشرانو الزام پورې کړو چې د نېشنل ګارډز ځواکونو په ګمارلو کې یې د چټکتیا نه کار نه و اخېستلی. سنډ وویل د حملې نه وړاندې یې په کانګرس کې د نېشنل ګارډز ځواکونو د پرځای کېدو غوښتنه کړې وه خو د هاوس د امنیت مشر یا سارجنګ اېټ ارمز وویل استخباراتي معلومات د نېشنل ګارډز د پرځای کولو حمایت نه کوي.

خو په خپل بیان کې د هاوس سارجنګ اېټ ارمز دغه خبره رد کړه. خو هغه وویل په هغه وخت اجتماعي فېصله دا وه چې استخباراتي معلومات د نېشنل ګارډز د پرځای کولو حمایت نه کوي.

د کانګرس مخې ته د نېشنل ګارډز عسکر ولاړ دي
د کانګرس مخې ته د نېشنل ګارډز عسکر ولاړ دي

په کانګرس د حملې په اړه اورونه په داسې حال کې هم کېږي چې د کانګرس غړو ترمنځ د هاوس سپېکرې نېنسي پلوسي په دې تجویز اختلافات موجود دي چې په کانګرس د یرغل د تحقیقاتو دپاره دې د واک من ډېموکرېټک او حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د غړو په شمول دې یو کمېشن جوړ شي څنګه چې د ناین الېون حملو د تحقیقاتو دباره مشترک کمېشن جوړ شوی و.

سېنټرې اېمي کلوبچار وویل په کانګرس د حملې په اړه اورونه څرګندوي چې د دې "منظم بغاوت" د وړاندې نه تیاری شو وچې پکې په نسل پرست سپین پوستي او نور تندروان شامل وي. "زه فکر کوم چې زیاتره غړي دلته په کلکه د دغه خبرې سره موافقت دي او زما په خیال دا ډیره ضروري ده چې ولس ترې خبر شي."

تړلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG