د خپل لومړي حکومت په شان طالبانو په افغانستان په دویم ځل واکمنۍ کې هم د جینکو په تعلیم، کار روزګار او د حرکت پابندۍ لګولي او هم د دې په سر د نړیوالو بندیزونو او د تنهايي سره مخامخ دي
د ۲۵۰۰ نه تر د ۲۷۰۰ پورې افغانان په بل ملک کې د بیا ابادېدو اهلیت د نه لرلو له امله په یو ای ايي کې پاتې دي چې اېچ ار ډبلیو وايي په خودسره توګه حراست کې ساتل شوي دي
د بهارتیا جنتا پارټۍ یو مشر الوک وتس د اپادهیای د خواست دفاع کړې ده. هغه وي او ای ته وویل چې مسلمانانو حکمرانو په عمومي توګه د هندوانو مندرونه ړنګ کړي او په زور يې هندوان مسلمانان کړی نو ځکه د پخوانیو نومونو احترام ضروري نه دی او تبدیلي يې جایزه ده
د خبریالانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز، ار اېس ویلي، پاکستان سید فواد علي شاه د خلکو د بدنامولو، چارواکو د ویرولو او په انټرنېټ د درغو، غیر سنجیده، او جعلي معلوماتو د خپرولو په الزام نیولی دی
اېکسس ناو وویل د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د سیاسي اړي کړي او د تشدد په سبب ۴۹ ځله انټرنېټ ته رسايي ځنډول شوي وه چې پکې د ۲۰۲۲ د جنورۍ او د فېبرورۍ په میاشتو کې انټرنېټ د تړلو دپاره پرله پسې ۱۶ احکامات شامل دي
اردو، چې دپاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه وروسته په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي خو د دې باوجود هم د پاکستان پښتون میشتو سیمو کې اردو د مکتب او دفتر ژبه ده او پښتو د مکتب، دفتر او د روزګار د ژبې حیثیت نه لري
په افغانستان کې د امریکې پخوانی سفیر اېر اېنتني وېن وي او ای ته وايي چې د طالبانو ځینې ډلې د نړیوالې ټولنې سره روابط غواړي خو هغه زیاتوي د طالبانو دغه عناصر دا وخت په حکومت کې د فېصلو اختیار نه لري
په کال ۲۰۲۲ کې د انټرنېټ د سېنسرشپ په اړه د سرف شارک ادارې رپورټ تېره ماشت شایع شوی وايي تېر کال په ۳۲ ملکونو کې په انټرنېټ ۱۱۲ ځله قدغنونه لګول شوي وو. د رپورټ ترمخه دغه قدغنونه زیاتره د احتجاجونو په مهال لګول شوي وو
د ګل، دوشنبې، په ورځ د پولیس لاینز په جومات د حملې نه مخکې په خېبر پښتونخوا کې په پولیس وړې وړې حملې کېدلې. ای پي وايي په افغانستان کې د حالاتو په پاکستان د اثر یو مثال تېر کال د مارچ په میاشت کې د پېښور په یوې امام باړه د داعش حمله وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وویل شوو
په پوهنتون برید کې د وژل شویو کسانو په یاد کې د غونډې په موقع د يو وژل شوي زدکونکي پلار فضل ربي وايي" ما ته چې څومره درد رسېدلی هغه بل چا ته نه دی رسېدلې ، زمه اولاد وو او زمه پرې د ملا تير مات شوې چې د شپې په خوب په ډاډا اوړم هم راياديږي"
د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه مفکوره په سیمه او په ځانګړي ډول د پښتنو په علاقو هم منفي اغېزې کړي او که مخه یې و نه نیول شي نو د هغه په قول دا به د یو وایرس په توګه خپور شي
نور کتل