لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صحافتي تنظیمونو په اسلام اباد کې په خبریال د حملې غندنه کړې


ابصار عالم په ټوېټر هم فعال دی او په ورستو ورځو کې یې په پاکستان کې په تازه صورتحال، د تحريک لبېک د احتجاجونو، په سپريم کورټ د جسنټس قاضي فاېز عيسى د مقدمې او په ځنې نورو داسې موضوعاتو ټويټونه کړي چې د پوځ په کردار پکې تنقیدي ذکر شوی و
ابصار عالم په ټوېټر هم فعال دی او په ورستو ورځو کې یې په پاکستان کې په تازه صورتحال، د تحريک لبېک د احتجاجونو، په سپريم کورټ د جسنټس قاضي فاېز عيسى د مقدمې او په ځنې نورو داسې موضوعاتو ټويټونه کړي چې د پوځ په کردار پکې تنقیدي ذکر شوی و

صحافتي تنظیمونو، د انساني حقونو فعالانو او سیاستمدارانو په اسلام اباد کې په خبریال ابصار عالم د حملې غندنه کړې او د صحافيانو د تحفظ او د مېډيا د ازادۍ دپاره کار کونکې نړيوالې ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز په پاکستان کې د خبریالانو دپاره حالات په مستقل ډول د تشویش وړ بللي دي.

د کال 2021 لپاره د صحافتي ازادۍ د درجه بندۍ په اړه خپل تازه رپورټ ار اېس اېف وویل په پاکستان کې د مېډیا د ازادۍ صورتحال داندېښممنۍ وړ دی او د نړۍ د 200 هېوادونو په فهرست کې د پاکستان د تېر کال په څېر سږکال هم په 145 نمبر وو.

د ار اېس اېف دا رپورټ په داسې وخت کې راغلي چې د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام اباد کې خبریال ابصار عالم په ډزو ژوبل کړی شو.

سياستمدارانو او د بشري حقونو تنظیم اېچ ار سي پي ترڅنګ د هېواد د صحافيانو تر ټولو لوی تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس په ابصار عالم د بريد په سختو ټکو کې غندنه وکړه.

ابصار عالم په ټوېټر هم فعال دی او په ورستو ورځو کې یې په پاکستان کې په تازه صورتحال، د تحريک لبېک د احتجاجونو، په سپريم کورټ د جسنټس قاضي فاېز عيسى د مقدمې او په ځنې نورو داسې موضوعاتو ټويټونه کړي چې د پوځ په کردار پکې تنقیدي ذکر شوی و.

د پي اېف يو جې مرستيال سکرټري ناصر زيدي ډيوه سره خبرو کې وویل په پاکستان کې د صحافيانو لپاره ستونزې په سېوا کېدو دي او ازاد صحافت کول لا نور ګران شوې دي.

ناصر زيدي وویل تر اوسه پورې د سلو نه زیات خبريالان وژل شوي دي او دا پېښې مخ په زیاتیدو دي.

د پاکستان حکومت د ار اېس اېف په رپورټ لا څه غبرګون نه دې ښودلی خو د وزير اعظم عمران خان په ګډون حکومتي چارواکي دا خبره ردوي چې په هېواد کې مطبوعات د قدغنونو سره مخامخ دي. عمران خان خو دا هم ویلي چې په پاکستان کې مېډيا د غربي نړۍ د هېوادونو د مطبوعاتو نه هم زياته ازادي لري.

د رپورټرز ود اوټ بارډرز په رپورټ کې وېل شوي چې د کال 2018 په جولاى کې د عمران خان د وزير اعظم جوړېدو نه پس پاکستان کې د پوځي اسټيبلشمنټ اثر رسوخ په سېوا شوی او په سنسرشپ کې په ښکاره ډول اضافه شوې ده او د هېواد ځینې طاقتورې ادارې په خبريالانو د فشار اچولو لپاره مختلف طريقې کاروي.

په پاکستان کې د رپورټرز ود اوټ بارډرز نماېنده او د فریډم نېټ ادارې مشر اقبال خټک وايي په پاکستان کې تر اوسه پورې 150 صحافيان وژل شوي خو د دريو نه علاوه د بل کوم خبريال قاتل ته سزا نه ده ورکړې شوې.

اقبال خټک وي او ای ډيوه ته وویل چې د ار اېس اېف په دې رپورټ کې چې د پاکستان په اړه کومې خبرې مخې ته راغلي هغه دا دي چې په پاکستان کې صحافيان په ازاد ډول کار ته نه پرېښودل کېږي.

هغه واي د دې عملي مظاهره په اسلام اباد کې وکړې شوه چې د اقبال خټک په قول نامتو ژورنالسټ ابصار عالم د خپلی رای د اظهار په وجه په ډزو ژوبل کړی شو.

اقبال خټک وویل په پاکستان کې د صحافيانو لپاره نورې ستونزې هم زياتې دي. هغه زیاته کړه حکومت د دوی د غوښتنو باوجود د صحافيانو دپاره په داسې قانون جوړولو کې ناکامه شوی چې غواړي هغه خلکو ته د قانون لاس ورسي څوک چې دا وخت د قانون نه زیات ځان طاقتوره ګڼي او صحافيانو ځوروي او وژني ې.

اقبال خټک وايي هم دا وجه ده چې تر نن پورې په پاکستان کې د 150 نه زیات صحافيان وژل شوي دي لېکن تر ننه پورې د صحافي قاتل نه د عدالت نه سزا نه ده ورکړې شوې او د کوم دريو صحافيانو قاتلانو ته د عدالت لخوا کومې سزاګانې اورول شوې په هغې هم عمل نه دی شوی او تر دې چې د امریکايي خبريال ډېنيل پرل قاتل ته د ښکته عدالت له اړخه ورکړې شوې سزا سپريم کورټ ختمه کړې ده.

د ار اېس اېف رپورټ وايي چې په پاکستان کې د پوځ او د خفيه ادارې په سولين چارواکو کنټرول د واضح حد پورې زيات شوی.

د پاکستان پوځ د ملک په سیاسي چارو کې د لاس وهنې خبره ردوي.

د رپورټ ترمخه د پاکستان مېډيا يو متحرک رواېت لري خو اوس دا د هېواد د ډيپ سټېټ ترجيحى حدف ګرځېدلې دې.

د ار اېس اېف د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د اخبارونو د ترسيل او په ځانګړي توګه د ډان ورځپاڼې د رسد په لاره کې هم خنډان راپورته کړی شوي دي. د مېډيا ادارې د اشتهارونو د بندېز سره مخ دي او حکومت دا په مېډيا د فشار لپاره کاروي. او داسې ټي وي نيوز چېنلې چې خپل وخت مخالف سياسي ګوندونو ته ورکوي د هغوى نشريات هم بندول کېږي.

رپورټ مخکې وايي داسې صحافيانو چا چې د اسټبلشمنټ د ټاکلي حدونو سرغړونه کړې هغوى د وېرولو او ځورولو د مهم سره مخ شوې دي.

رپورټ زياتوي يو شمېر صحافيان په کال 2020 کې اغوا کړې شوي هم وو چې مقصد ې ته د ناخوښه خبرونو د نه خورولو پېغام ورکول وو.

رپورټ وايي د پاکستان په مغربي صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې هم صحافيان بدستور د کار په مهال د خطرو سره مخامخ دي او هغوى اکثر د امنیتي ځواکونو او وسله والو باغيانو ترمنځ د جګړې حدف جوړېږي. کال 2020 کې څلور صحافيان د کار په وخت وژلې شوي دي.

د خېبر يونين اف جرنلسټس عهده دار عزیز بونيري ډيوه ته وايي د وار په وار غوښتنو باوجود سنرشپ نه ختمېږي.

دې وايي اکثر صحافيان د رياستي عناصرو لخوا د دهړکو او ځورونو سره مخامخ کېږي.

د نړیوال تنظیم رپورټ وايي په پاکستان د روايتى مېډيا د قابو کولو وروسته به انټرنېټ او ټولنیز مېډيا باندې هم د موادو د کنټرول کولو تېارۍ روانې دي او حکومت د ان لاین رېګولېشن په نوم قانون راوستل غواړي. او د رپورټ په قول ددې ښکاره مقصد سنرشپ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG