لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د امریکې په کانګرس د حملې په لړ کې تر اوسه ۴۰۰ کسان ملزمان بلل شوي


د وی او ای رپورټ وايي نوي ګمارل شوي اټارني جنرل، مشر حکومتي وکیل یا څارنوال، مېرک ګارلېنډ په کانګرس د حملې تحقیقات خپله لویه ترجیح بللې ده
د وی او ای رپورټ وايي نوي ګمارل شوي اټارني جنرل، مشر حکومتي وکیل یا څارنوال، مېرک ګارلېنډ په کانګرس د حملې تحقیقات خپله لویه ترجیح بللې ده

د سږ کال د جنورۍ په شپږمه د امریکې په کانګرس یرغل چې مطبوعات یې "بغاوت" بولي په اړه تحقیقاتو کې تر اوسه پورې ۴۰۰ کسان ملزمان ټاکل شوي دي چې د بېلا بېلو قانوني خلاف ورزو په سر پې فرد جرم لګېدلی شي خو تر ټولو سنګین الزام پکې د بغاوت سازش کول دي.

د وی او ای رپورټ وايي نوي ګمارل شوي اټارني جنرل، مشر حکومتي وکیل یا څارنوال، مېرک ګارلېنډ په کانګرس د حملې تحقیقات خپله لویه ترجیح بللې ده.

په کانګرس د حملې او اړي ګړي په مهال پنځه کسان مړه شوي دي او په اړه یې د بېلا بېلو ادارو په سلګونو مامورین تحقیقات کوي چې د امریکې په تاریخ کې د مجرمانه پېښې تر ټولو لوی پلټنې بلل کېږي.

د یرغل په وخت په کانګرس کې خصوصي غوڼده شروع شوي وه چې د تېر کال د نومبر په دریمه نېټه د صدارتي انتخاب نتېجې په رسمي ډول تسلیم کړي. د اړي ګړي له امله دغه غونډه وځنډیده او د کانګرس غړو په مخفوظو ځایونو کې پناه واخیستله.

کله چې قانون نافذ کوونکو چارواکو حالات قابو کړل او د کانګرس ودانۍ یې خوندې کړه نو د صدارتي انتخاب په اړه غوڼده بیا وشوه او د هغه وخت صدر او د ریپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ په مقابل کې یې د موجوده او صدر ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار او د جوبایډن بریا یې په رسمي ډول اعلان کړه.

په کانګرس د حملې په لړ کې د وي او ای رپورټ وايي په ۸۰۰ مطلوب کسانو کې په قریباً ۴۰۰ کسانو د بېلا بېلو قانوني مادو دلاندې الزمات لګول شوي دي پکې کانګرس ته په غېرقانوني توګه ورننوتل او په پولیس د حملې غوندې سنګین الزامات شامل دي. دغه ډول الزمات د ۱۰۰ په زیاتو کسانو لګول شوي دي.


د وي او ای د رپورټ ترمخه

په کومو کسانو چې الزامات لګول شوي دي ګن شمېرپکې د ښي لاس د دریو سخت دریځه تنظیمونو غړي دي چې پکې اوت کیپرز (سوګند پالونکي) تري پرسېنټرز (درې فیصدیان) او د پراوډ بوایز (مغرور هلکان ) شامل دي.

د دوی په ضد الزاماتو کې د سازش او د حکومت په کار کې خنډان راولاړول شامل دي. د وي او ای رپورټ وايي ځینو کسانو د دوی په ضد الزامات رد کړي او د ځینو وکیلانو د خپلو موکلانو په ضد الزامات رد کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي حکومتي وکیلان اوس په ځینو کسانو د بغاوت سازش په الزم مقدمه چلول غواړي چې زیات سنجیده الزام دی او چارواکي وايي په الزام سزا شوي تن ته ۲۰ کاله د قېد سزا ورکېدلی شي.

د وفاقي حکومت وکیل مایکل شروېن چې تر تېرې هفتې پورې یې په کانګرس د حملې د تحقیقاتو مشري کوله د اتوار، یکشنبې، په ورځ یې سي بي اېس ټېلې وژن سره مرکه کې وویل کوم شواهد چې مخې ته راځي رجحان یې د بغاوت سازش په لوري دی. هغه وویل موجوده شواهد او په اینده کې مخې ته راتلونکي شواهد به هم د دغه الزام په ثبوت کې وي.

د وي او ای رپورټ وايي د وفاقي قانون دلاندې "سډیشن کنپېرسي" یا د بغاوت سازش هغه جرم وي چې دوه یا د دوو نه زیات کسان پکې په زور د حکومت د نسکورولو سازش کوي، د حکومت د واک اختیار مخالف کوي او یا د امریکې حکومت د قانون د عملي کېدل ودروي، په لاره کې یې ځنډ اچوي او یا یې د قانون عملداري د ځنډ سره مخامخ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG