لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خاشقجي وروسته بل سعودي خبریال وايي د مرګ دړکې ورکړی شوي دي


د وي او ای رپورټ وايي په امریکايي استخباراتي رپورټ کې د جمال خاشقجي د موندلو او یا وژلو دپاره د عملیاتو منظوري محمد بن سلمان ورکړې وه. جمال خاشقجي په استنبول کې سعودي کونسلخاني ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی
د وي او ای رپورټ وايي په امریکايي استخباراتي رپورټ کې د جمال خاشقجي د موندلو او یا وژلو دپاره د عملیاتو منظوري محمد بن سلمان ورکړې وه. جمال خاشقجي په استنبول کې سعودي کونسلخاني ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جمال خاشقجي د سعودي عرب په کونسلخانه د وژل کېدو وروسته یو بل سعودي خبریال عبدالله العوده ویلي سعودي مامورین ورته د مرګ دړکې ورکوي.

د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د امریکې په استخباراتي رپورټ کې وېل شوي چې د خبریال د وژنې منظوري سعودي ولي عهد محم بن سلمان ورکړې وه. سعودي چارواکو دغه رپورټ رد کړی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي په کومه ورځ چې په کال ۲۰۱۸ کې د خاشقجي د وژل کېدو په اړه امریکايي رپورټ شایع کېدو نو د عبدالله العوده د یو ټويټ په ځواب کې هغه ته چا وویل چې د قسمت به یې لکه د خاشقجي په شان وي.

عبدالله العوده په واشنګټن کې د منځني ختیځ د چارو څېړونکی او د جورج واشنګټن یونېورسټۍ استاذ دی او زیاتره د سعودي عرب په اړه لیکل کوي او وايي هره ورځ د انټرنېټ دلارې دړکې ورکړی کېږي. هغه یې الزام په سعودي عرب پورې کوي.

په غېر قانونی توګه د خلکو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي څېړونکي اېګسن کېلامارډ چې د خاشقجي د مرګ تحقیقات یې هم کړي ګارډین ورځپاڼې ته یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې یو لوړ رتبه سعودي چارواکي ورته دوه ځله دړکې ورکړي دي.

که څه هم عبدالله العوده په امریکا کې ژوند کوي خو وايي ځان به تر هغه وخت پورې په مکمله توګه محفوظ نه محسوس نه کړي څو چې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته د جمال خاشقجي د مرګ په سزا ورنکړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي په امریکايي استخباراتي رپورټ کې د جمال خاشقجي د موندلو او یا وژلو دپاره د عملیاتو منظوري محمد بن سلمان ورکړې وه. جمال خاشقجي په استنبول کې سعودي کونسلخاني ته ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

سعودي عرب د امریکې رپورټ رد کړی.

عبدالله العوده وي او ای ته وویل فکر نه کوي چې محمد بن سلمان به منع شي."هغه فکر کوي چې د مرګ په سر هغه د سزا سره نشي مخامخ کېدلی. هغه صحیح وو او هغه صحیح دی."

د وي او ای رپورټ وايي په واشنګټن کې سعودي سفارت د تبصرې دپاره خواست ته ځواب نه دی وېلی.

العوده وايي هغه د احتیاط نه کار اخلي چې پکې د امریکې نه بهر سفر نه کول هم شامل دي. هغه ګڼي چې د امریکې نه بهر په اسانه به هدف کېدلی شي.

عبدالله العوده او خاشقجي ملګري وو او په کال ۲۰۱۷ کې د محمد بن سلمان د ولي عهد جوړېدو نه زر وروسته د سعودي عرب نه راووتل او په امریکا کې یې سیاسي پناه واخیستله.

د امریکې حکومت په سعودي ولي عهد د پابندۍ نه لګولو د دریځ دفاع کوي او د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي يه یوه ټېلې وژن مرکه کې وویل واشنګټن په هغو مشرانو پابندۍ نه لګوي چې امریکا ورسره سفارتي تعلقات لري.

د فېبرورۍ په میاشت کې د صدر جوبایډن حکومت د ۷۰ نه په زیاتو سعودي مامورینو اقتصادي او د ویزو پابندۍ ولګولې.

د جنورۍ په میاشت کې په کېنېډا کې مېشته سعودي مخالف احمد عبدالله الحربي په اوټاوا کې سعودي سفارتخانې ته ورتګ نه وروسته بې درکه شوی دی.

الحربي څو هفتې وروسته په سعودي عرب کې ښکاره شو او د ټوېټر نوی اکاونټ لري چې د سعودي عرب او د سعودي ولي عهد په اړه مثبت خبرې کوي.

د الحربي ملګري ګڼي چې سعودي سفارت ته د ورتګ وروسته هغه مجبور کړی شوی چې سعودي عرب ته بېرته لاړ شي.

د جمال خاشقجي د مرګ نه څو میاشتې وروسته په ناوری کې مېشته د انساني حقونو فلسطینې فعال اېلیاد البغدادي مامورینو خبر کړو چې سعودي عرب هغه په هدف کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG