عمران فاروق د ستمبر په میاشت کې په لندن کې د خپل کور بهرپه چاړه وهل حمله شوې ؤ چې ورسته په حق ورسیدو.
د امریکې کانگرس د جون په میاشت کې خپل یو رپورټ کې وئیلې وطن گروپ کمپنۍ د نیټو د رسد لاره خوندې کولو د پاره افغان چاوراکو او طالب مشرانو ته رشوت ورکړی ؤ.
په اسلام اباد کې دشمالي وزيرستان داوسيدونکو لخوا دډرون بريدونو په ضد دغه دخپل نوعيت لمړۍ مظاهره ده چې دجمعې په ورځ به هم روانه وي.
ملگرو ملتونو دښځو په ضد دتشدد ختمولو لپاره دهاغه قانون چې په کال 2009م کې جوړ شوى ؤ او له مخې يې ښځې اخستل او خرڅول جرم دى په نافذولو ټينگار
امریکا کې د هوابازۍ د تحفظ ادارې ټرانسپورټیشن سیفټې ایډمنسټریشن ویئلې میره شنکر ځکه د اضافي لټون سره مخ کړی شوه چې هغې ساړي اغوستی ؤه.
د ایران سرکاري مطبوعات وائې په لیده کاته کې جلیلي تیره هفته د ایران ایټمي سائس پوهه په وژنه سخت احتجاج کړی دی. ایراني چارواکې وائې سائنس پوهه اسرئیلي ایجنټانو وژلی دی.
نکولس سارکوزي د هند په څلور ورځني سفر دی او هڅه کوي چې د خپل هیواد د پاره اقتصادي گټې ترلاسه کړی شي.
خیسور کلی د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میرن شاه نه قریباً ٣٥ کلومیټره په شرق کې پروت دی. سیمه کې ددې نه وړاندې هم ډرون بریدونه ترسره شوې دي.
رپورټونو وائې د ١٠٠ ؤ نه زیات خلک چې پکښې حکومتي چارواکې، حکومت پلوه قبائیلي مشران او د طالبانو خلاف لښکر غړي شامل ؤ په دغه وخت د پولییټیکل ایجنټ دفتر په انگړ کې موجود ؤ. ویره څرگندیږي چې په حمله کې د تلافاتو شمیره زیاتیدی هم شي.
په ایران کې د هیواد دننه د یورینیئم تیارولو خبرې په داسې وخت کې راغلی دی چې د گل په ورځ به د اروپائي اتحاد یورپیئن یونیئن د خارجه پالیسۍ مشرې کیتهرین ایشټن و د ایران د ایټمی پروگرام مشر مرکچې سعید جلیلي به په جنیوا کې خبرې اترې شورو کوي.
نیټو او افغان ځواکونو ویئلې په گردیز ولایت کې يي د طالبانو یو مهم مشر وژلی او بل يي نیولی دی. او په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو بل مشر د خالي په ورځ نیول شوی دی.
یو سرکاري وکیل د فرانس خبرې ادارې ای ایف پي ته وئیلې په دواړه افسرانو د نورو الزاماتو سره سره دا الزام هم لگول شوی چې دوې د بې نظیر بهټو د تحفظ د پاره مناسب گامونه نه ؤ پورته کړې.
څیړونکې وائي دا خبره ډیر کم امکان لري چې امریکا به د پاکستاني عدالت سره په دې لړ کې څه همکاري ووکړې او هم ددې په وجه به کریم خان د پاره د امریکې نه تاوان ترلاسه کول گران کار وي.
رپورټونو وائې دا نه ده معلومه چې حمله کونکی یاغې ؤ او که د افغان پولیسو چارواکی ؤ. ددې نه وړاندې هم یاغیانو د افغان پوځ او پولیسو په جامه کې د نیټو په عسکرو حملې کړې دي.
سپینې ماڼۍ ویئلې د معلوماتو د شائع کیدو په وجه د هاغه خلکو ژوندونه او کار د خطر سره مخ کیږي د چا نومونه چې افشا کړی شوې دي. د وکې لیکس لخوا د معلوماتو د خوریدو یوه ورځ وړاندې د امریکې مشر سرکاري وکیل د وکې لیکس باني جولیئن اسانج ته خط کې لیکلې ؤ چې د معلوماتو شائع کول به د امریکې د قانون خلاف ورزي وي.
چارواکې وائي د جهاز غورځیدو په نتیجه کې یوشمیر نور کسان په زمکه هم ژوند د لاسه ورکړی دی. ویره ښکار کیږي چې پیښه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره زیا تیدی هم شي.
تیره هفته د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې خپل یو رپورټ کې وئیلې ؤ امریکا غواړې چې پاکستان کې د ډرون حملو لمن تر بلوچستان صوبې پورې اوغځوي. خو پاکستان دا امکار رد کړی دی.
امریکې د وکې لیکس د طرفه د افغانستان او عراق جنگ په حقله د معلوماتو خورولو غندنه کړې ده خو وکې لیکس وئیلې معلوماتو د خورولو د لارې حقائق وړاندې کړی شوې دي.
شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعده جنگیالو مرکز گڼلی کیږي. په دې ورستۍ موده کې سیمه کې د ډرون حملې زیاتې شوې دي.
د اتوار په ورځ د امریکې ای بې سې ټیلې ویژن سره مرکه کې د امریکې پوځې مشر ایډمرل مائیک مولن وویل د شمالي کوریا ایټمي وسلې جوړول د اسیا او د نړۍ د پاره ډیره د اندیښنې خبره ده.
نور کتل