لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان او پاکستان وايي په کشمیر کې په لاین اف کنټرول پوله به د ډربندۍ پابندي کوي


هندي او پاکستاني مامورین وايي په لاین اف کنټرول د دواړو ملکونو ترمنځ د نښتو زیات نقصان ملکي خلکو ته رسېږي
هندي او پاکستاني مامورین وايي په لاین اف کنټرول د دواړو ملکونو ترمنځ د نښتو زیات نقصان ملکي خلکو ته رسېږي

پاکستان او هندوستان ویلي په کشمیر کې به د دواړو ملکونو ځواکونه په یو بل حملې نه کوي او په سیمه کې به د دواړو ملکونو ترمنځ د کال ۲۰۰۳ د ډزبندۍ د معاهدې احترم کوي.

دواړو ملکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مشترکه بیان کې وویل د هندوستان او پاکستان لوړ رتبه پوځي کمانډرانو د دواړو ملکونو ترمنځ د موجوده مواصلاتي نظام دلارې رابطه وکړه او په ازاده او د ملګرتیا په فضا کې یې د لاین اف کنټرول کرښې په صورتحال خبرې وکړې. دغه کرښه کشمیر د هندوستان او پاکستان د انتظام لاندې برخو کې تقیسموي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو سره شریک کړی شوي بیان کې وویل دواړو ملکونو اتفاق ترلاسه کړو چې د فېبرورۍ د ۲۴ او ۲۵ ترمنخ د نېمي شپې نه به په ډز بندۍ، د ټولو معاهدو او د اېل او سي او په نورو برخو کې د مفاهمتونو پابندي کوي.

د پوځ په بیان کې وویل شوو چې د دواړو ملکونو د ګټې او د دوامداره امن په غرض به دواړه ملکونه د یو بل هغه مسلې او تشویش لېرې کوي چې له امله یې امن خرابېږي او تشدد راپارېږي.

پوځ وویل هندي او پاکستاني پوځي کمانډران به د دواړو ملکونو ترمنځ د موجوده معاهدو او انتظام د لاندې د یو بل سره خبرې او سرحدي مامورین د ملاقاتونو په زریعه غېرمتوقع حالات او غلط فهمۍ لېرې کولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د تېرو څو میاشتو د تاوتریخوالې وروسته دا لومړی ځل و چې هندي او پاکستاني پوځي کمانډرانو د یو بل سره رابطه وکړه.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي هندوستان سره په اېل او سي د مفاهمت ستاینه وکړه او دا یې د سیمه اییز امن د پرمختګ دپاره اهم ګام وبللو.

په هندوستان کې څېړونکو هم د موافق نامې هرکلی وکړو.

په نوي دلي کې دي هندو ورځپاڼې مدیر امیت بروها وویل دا یو ښه پرمختګ دی او پکار ده چې د دې نه مخکې شوی و. هغه وي او ای ته وویل چې د دواړو ملکونو ترمنځ د ولس په ګټه وي.

هندوستان او کشمیر کې په مشترکه پوله په لویه شمېره کې عسکر په ځای کړي دي او د دواړو پوځونو ترمنځ نښتې عامه خبره ګڼل کېږي.

په کال ۲۰۰۳ کې دواړو ملکونو په لاین اف کنټرول د ډزبندۍ دپاره معاهده وکړه.

هندوستان وايي پاکستان په کشمیر کې د هغه وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې د هند خلاف جنګیږي پاکستان دا خبره ردوي او وايي هندوستان په کشمیریانو د خپلو ظلمونه توجه لېرې کولو دپاره دغه ډول تورونه پورې کوي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي د‌ دواړو ملکونو ترمنځ‌ ورستی مفاهمت د بېک چېنل کانورسېشنز یا د خفیه مکالمې نتیجه ده چې پکې د هندوستان د قامي سلامتیا مشیر اجیت دول د خپل پاکستاني هم منصب معید یوسف سره رابطې کولې.

معید یوسف د هندوستان سره مفاهمت د هغه په قول د پاکستان د امن سفارتکارۍ بریا وبلله.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG