لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو مشر: په شام کې صورتحال "بوږنونکی خوب" دی


د ملګرو ملتونو مشر وویل د شام د ولس په ضد یو شمېر جرمونو ترسره شوي دي

د ملګرو ملتونو مشر اېنتونیوګوټېرېس په شام کې د خانه جنګۍ د شروع کېدو لس کاله پس موجوده صورتحال "بوږنونکی خوب" بللی دی.

د صدر بشارالاسد حکومت د ولسې احتجاجونو د خاموشه کولو دپاره د طاقت د استعمال په ترڅ کې خانه جنګي شروع شوه.

اېنتونیو ګوټېرېس وویل په شام کې په سلګونو زرګونه خلک وژل شوي دي، په مېلینونو بې کوره شوي دي، نور په غېر قانوني توګه بندیوان دي او اکثر پې تشدد کیږي، څه خلک بې ورک دي او ځینې په غیریقیني حالاتو کې د محتاجۍ ژوند کوي."په تېرو لسو کلونو کې دنیا ولېدل چې شام په تباهۍ او خونریزۍ کې ولېدلو."

د ملګرو ملتونو مشر وویل د شام د ولس په ضد یو شمېر جرمونو ترسره شوي دي چې پکې په کورونو، سکولونو او هسپتالونو بمباري او د بشارالاسد د مخالفینو محاصره کېدل او په هغوی لوږې تېرول، د ملکي خلکو خلاف د کیمیاوې وسلې استعمال او د ترهګرو ډلو علاقې نیول چې خلک یې ځورولي او انتشار یې پېدا کړی.

ښاغلي ګوټېرېس وویل " د شام د تباهۍ په ژورتیا پوهېدل ممکنه نه ده خو د شام ولس هغه سنګین ترین جرمونه زغملي چې دنیا په دې پېړۍ کې لیدلي دي."

د ملګرو ملتونو مشر غوښتنه وکړه چې د شام په جرمونو کې ککړ کسانو دې احتساب وشي.

د وي او ای رپورټ وايي په شام کې د خانه جنګۍ اثرات دا دي چې پنځه اشاریه پنځه مېلین شامیان یا خو ګاونډي ملکونو ته په هجرت مجبور شوي او یا یې د يورپ په لوري خطرناک سفر اختیار کړی. کوم خلک چې په ملک کې پاتې دي، شپږ اشاریه اووه مېلین پکې د ملک دننه بې کوره شوي او د ملک نیمايي ابادي د خوراک د کموالي سره مخامخ ده.

د وي او ای رپورټ وايي ګوټېرېس د ملګرو ملتونو د سکیورټي کاونسل یا د امنیتي شورا د تالار بهر د ډایس نه خبرې کولې. رپورټ وايي امنیتي شورا د شام په صورتحال د جمود ښکار ده. د وي او ای رپورټ‌ وايي روس چې د بشارالاسد اتحادي ملک دی ۱۲ ځله نه زیات یې هغه قراردادونه ویټو یا رد کړي چې هدف یې په بشارالاسد بندیزونه لګول وو او په شام کې د خونریزۍ په ودرولو کې یې مرسته کولی شوه. روس هغه قراردادونه هم ویټو کړي چې د شامي حکومت د مخالفینو په قبضه کې سیمو ته انساني امداد رسول وو.

د کال ۲۰۱۵ راهسې روس د شام د پوځ مرسته هم کوي. دا هغه وخت و چې د بشارالاسد حکومت په نسکورېدو ته نژدې شوی و خو هغه تر اوسه هم په اقتدار کې دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نړیواله ټولنه د شام د ولس په مرسته کې ناکامه شوي ده؟ نو ګوټېرېس وویل دا خبره واضحه ده چې په شام کې جنګ د تېرو لسو کلونو راهسې جاري نو د امنیت هغه نړیوال نظام چې موجود دی موثره نه دی.

هغه وویل د شام په جنګ کې ښکیل فریقېن موقع لري چې مشترکه خبرې پېدا کړي او د جګړې نه تېر شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسف ویلي د شام ۹۰ فیصد ماشومان انساني مرستې ته اړتیا لري چې د تېر کال په مقابل کې ۲۰ فیصد اضافه ده.

"په دې جنګ بریالي نېشته او تر ټولو لوی زیان د شام ماشومانو ته رسېدلی دی. وخت راغلی چې جنګېدونکي ډلې ټوپکې کښېدي او د مذاکراتو مېز ته راشي. امن او سفارتکاري د دې بې پیاوه ګرانګ نه د وتلو یوازینۍ لاره ده،" یونېسېف وویل.

XS
SM
MD
LG