د ګوګل ترجمان (نې) وي او ای ته په ايمېل بیان کې وویل د خبرونو نشر کونکو ادارو، په خصوصي توګه وړو ادارو، سره په داسې ابتدايي خیالاتو کار کوي چې د مصنوعي ذهانت دلارې په ممکنه توګه صحافیانو سره د هغوی په کار کې مرسته وکړي
د خلاف نوراني په مبینه توګه ټېکس د نه ورکولو مقدمه او الزامات د پاکستان تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای او فېډرل بورډ اف رېوېنیو یا اېف بي ار د کال ۲۰۱۱ د ډسمبر په ۱۵ نېټه درج کړي او وېل شوي چې هغه او شاهد اسلم خفیه معلومات افشا کړي دي. په اسلم د نوراني د مرستې الزام لګول شوی
جون ټینت د جون او د ناینټین شمېرې مجموعه ده او د جون ټینت انډېپېنډېنس ډی یا د جون ټینت د ازادۍ ورځ، فريډم ډی یا د ازادۍ ورځ، سېکېنډ انډېپېنډېنس ډی یا د ازادۍ دویمه ورځ او د اېمېنسېپېشن ډی یا د ازادۍ د ورځ په نامه هم یادېږي
د متحده قومونو د هیومن ډېوېلېپمنټ رپورټ افس یا د انساني ترقۍ د رپورټ دفتر ډرېکټر پېډرو کونسېسو په یو بیان کې وویل هغه سماجي رویې چې د ښځو د حقونو مخه نيسې په پراخه کچه د ټولنې او په انساني پرمختګ کې د پراختیا مخنیوی هم کوي
لاو رو وویل که څه هم په تېرو ۷۵ کلونو کې د روس او پاکستان تعلقات د مختلفو دورونو نه تېر شوي دي خو روس همیشه پاکستان سره همکارۍ په زیاتولو کې دلچسپي لرلې ده او په هیڅ حالاتو کې روس د خپلو ژمنو نه دی په شا شوی
د سېپري څېړونکو دا هم موندلي چې په اوکراین د روس د یرغل نه پس د اېټمي وسلو د مخنیوي او لېرې کولو دپاره سفارتي کوښښونو ته نقصان رسېدلی دی. د دې یو مثال دا دی چې په اوکراین د یرغل نه پس امریکې روس سره د سټرېټيجېک ثبات په موضوع مکالمه وځنډوله
ار اېس اېف وویل د بول نیوز کوربه عمران ریاض صورتحال د ای ار وايي نیوز ټېلې وژن چېنل خبریال ارشد شریف ته پام بیايي چې د عمران خان حمایت یې کولو او د ګرفتارۍ د ویرې تېر کال د اګست په میاشت کې د پاکستان نه کينیا ته ورسېدو او بیا د اکتوبر په ۲۳ نېټه په کینیا کې په ډزو ووژل شو
د یونېورسټي اف ورجینیا د اوبه د مطالعې ماهر د جهیلونو څېړنه کونکي ډلې مشر و ساینس نومې مجلې کې شایع شوي کې يې وویل په قدرتي جهیلونو کې د اوبو 56 فیصد کمی د نړیوالې تودوخي او د انساني استعمال او د دې په نتیجه کې تودوالي له امله شوی دی
څېړونکي وايي د چین او د هندوستان د ۳۵۰۰ کلومېټر سرحد باندې د دواړو ملکونو لانجه لا نوره زیاتېږي. تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د هندوستان په شمال مشرقي ریاست ارونا چل پردېش کې هندوستاني او چینايي عسکرو لاس په لاس جګړه وکړه. چین په ارونا چل پردېش د ملکیت دعوه لري
د امریکې، چین او روس نه پس هندوستان د دنیا څلورم ملک و چې پوځي اخراجات يې زیات وو. د هندوستان د لګښت مالیت ۸۱ اشاریه څلور بېلین ډالر و چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې اضافې شرحه شپږ فیصد وه
د هندوستان انډین اېکسپرېس اخبار تېره هفته په خپله اداریه کې وویل نصاب نه مواد حذف کول دا الزام راپارولی شي چې حکومت د ناخوښه حقایقو نه فرار غواړي او نه غواړي چط زدکونکي د سماجي او سیاسي حقیقتونو ته په تنقيدي رویه کتنه وکړي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده قومونو د انساني حقونو دفتر وویل چې د ۲۰۲۳ د شروع راهسې په افغانستان کې د مدني ټولنې د نیول شویو فعالانو شمېره د تشویش وړ ده. ادارې دا هم وویل چې د زیاترو نیولو شویو کسانو په اړه دا هم نه ده معلومه چې چېرته بندي ساتلي شوي دي؟
نور کتل