د نيويارک د مسلمانانو ټولنې ‘مسلم امريکن سوسايټي اف نيويارک‘ ويلي، په رنډر اي لېنډ سيمه کې د کرونا وايرس له امله د مړو کسانو په اجتماعي توګه د ښخولو خبرونه دروغ دي.
د نيويارک ايالت چارواکي وايي، د تېرو دوؤ ورځو نه په سيمه کې د کرونا وايروسو له امله د مړو شمېر راکم شوی دی او په تېرو دوؤ ورځو کې د اتوار په ورځ ۵۹۴ او د ګل په ورځ ۵۹۹ کسان مړه شوي دي.
په نيويارک کې د کرونا وايرسو دخورېدو لړۍ لا پسې چټک شوې او د دغلته دکرونا وائروسو له امله دځپل شوؤ خلکو شمېره يو لک ديارلس زره اووه سوه نه اوښتې ده چې پکې شاوخوا ۱۶۰۰۰ په هسپتالونو کې موجود دي
په نيويارک کې د کرونا وايرس له امله په يوه ورځ کې ۵۶۲ کسان مړه شوي او ګورنر انډريوکومو خصوصي امر جاري کړی چې په کوم ځای کې هم چا ته وېنټيلېټر پکار وي دوي به يې ورته رسوي.
د نيويارک ښاروال اندېښنه ښودلې چې د اپرېل مياشت به د نيويارک د اوسېدونکو لپاره خطرناکه وي، د پينځم اپرېل وروستو به د کورونا وايرس ښکار مريضانو شمېره نوره هم زياتېږي او مړو شمېره ۱۶زرو ته رسېدی شي.
د نيويارک ګورنر اندريو کومو د نهې په ورځ ويلي دوي دا وخت د غره په سر دي، وړاندې به هم سفر مخ په بره روان وي خو اخر به د کرونا رنځ مخ په لاندې راځي. اصل جنګ اوس د غره په سر دی.
د نيويارک ګورنر اندريو کومو په ټولنيزو رسنيو ټوېټر خپور کړي يو بيان کې ويلي چې د کرونا وايرس د خورېدو د مخنيوي لپاره بايد هر تن خپل کردار ادا کړي.
د امريکاد نيويارک رياست ګورنر اندريو کومو د شورو، چارشنبې په ورځ ويلي چې په سيمه کې د کرونا وايرس ښکار خلکو شمېره د۳۰زره نه اورړېدلی او يواځې په دغه ښار کې د دې وايرس نه تر دې دمه ۲۸۰ خلک مړه شوي دي.
د نهې په ورځ يوه پاکستانۍ زنانه د کرونا وايرس له امله مړه شوې ده، دا دوېم پاکستانی دی چې په نيويارک ښار کې د کرونا وايرس له امله مړ شو.
نيويارک کې د کرونا په وايرس اخته خلکو شمېرد ۲۰زرو نه اوړېدلی
د انصاف وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې مسعود په راچسټر کې د يو طب د مرکز ريسرچ کوارډينېټر ؤ. هغه سږ کال د جنورۍ نه تر مارچ پورې يو شمېر داسې بيانونه ورکړي وو چې هغه پکې د داعش سره د ملګرتيا او د جنګ لپاره شام ته تګ اراده څرګنده کړې وه
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې د چارشنبې يا شورو په شپه د اووه نيم زره نه زياتو کسانو نمونې اخستل شوې وې چې پکې ۲۲۰۰ کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی دی.
د پي ټي اېم پرضد ولاړو مظاهره چیانو وويل چې د دوی تعلق "د فورت پېلر" سره دی خو دې پوښتنې ته يې هېڅ ځواب ونویلو چې که چېرې دوی خبريالان دي نو بيا د مظاهرې کولو او نعرو پر ځای د دغه احتجاج کورېج یا خبرونه ولې نه ورکوي؟
ګلالۍ اسماعيل د دغه حکومتي فېصلې په اړه وي او ای ډيوه ته په یو ویډیو پېغام کې ويلي، دا رنګ فېصلو مقصد هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ يا د پښتنو د حق لپاره د اواز پورته کولو نه د ودرول دي خو هغه به کله هم له دې وروستو نه شي.
د نوي کال د شروع کېدلو لويه دستوره به د ښار په ټايمز سکوېر سيمه کې کېږي او په دغه ځای کې به د سېلانيانو سره سره ځايي خلک د تاريخي بال د راغورځېدلو سره سم د نوي کال شروع په ګډا او نورو خوندونو کوي، او ورسره به يو بل ته دنوي کال مبارکيانې ورکوي.
د نيويارک د مېن هېټن ښار په فنانشل ډسټرکټ کې د "قار شوی غوايه" هغه مجسمه ده چې په ۱۹۸۹م کې جوړه کړی شوې ده.
په چین کې د ايغورټولنې سره تعلق لرونکې روشان عباس سره د خپل خاونده په امريکا کې د دغه ټولنې لپاره د کمپاين نومي يو تنظيم مشره ده. هغه وایي چین چې په یوویشتمه پیړۍ کې اویغور مسلمانانو سره کوم سلوک کوي هغه په بنده غونی ځیګ کړي
د امريکا په نيويارک ښار کې د افغانستان سره تعلق لرونکو سيکانو (د باباګرونانک د سيک مذهب منونکو) ويلي پاکستان دې د دوی دپاره هم د افغانستان سره د کرتار پور په څېر لارې پرانيزي.
د هالووين مېله هر کال په ۳۱م اکتوبر نمانځلی کيږي، پہ دې مېله کې خلک ويرونکې څهرې، کوپړۍ او په لويو لويو کدوانو بېلا بيل ويرونکي شکلونه جوړوي او د کورونو بهر يې پہ درشلو لګولي وي. د دې ترڅنګ فرضي ډانچې هم په بیلا بیلو ځايونو کې اېښودی شوي وي.
نور کتل