فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
د خېبرپښتونخوا په سوات او کورمه ضلع کې د امن دپاره لاريونونه او مظاهرې شوي، لاريون کوونکو او مظاهره چیانو ويلي يوه د امن غوښتنه کوي.
د جمعې په ورځ په دغه مظاهرو کې کډون والو بېنرې پورته کړې وې چې پې ليکل شوي "مونږ په خپله خاوره امن غواړو" او "د سيمې د خلکو ژوند دې وژغورل شي."
په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، تیره ورځ پاکستاني ځواکونو هڅه کړې چې د ډېورند کرښې/ د پاکستان او افغانستان پولې ته نزدې پوسته جوړه کړي، په دغه مهال بيا د دواړو خواو نه ډزې شوي او تلفات/ مرګ ژوبلې رامنځته شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې سیاسي مشرانو په صوبه کې د بدامنۍ پېښو ته سخت غبرګون ويلی چې پرون په سوات کې د امن کمېټۍ مشر سره د پينځه کسانو په بم چاودنه کې وژل شوی، د موبايل کمپنۍ کار کوونکي تښتول شوي او په کوهاټ کې په پولیس چوکۍ د لاسي بم بريد شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع کې د افغانستان سره په پوله د ترهګرو سره په نښته کې درې پوځيان وژل شوي او ترهګرو ته هم تاوان اړول شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د درېو مياشتو په ماشوم کې د پولیو وايرس تصديق شوی دی، دا په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو 18م پېښه ده چې مخې ته راغلې ده.
د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر په څلورمه مقدمه کې هم ضمانت منظور شو، له دې وړاندې علي وزیر ته په درېو مقدمو کې ضمانتونه ورکړی شوي وو.
د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه تر سبا نهې/ سه شنبې د ورځې [13ستمبر] پورې وځنډول شوه. بل لور ته د بشري حقونو کمېشن غوښتنه کړې چې علي وزیر دې په فوري توګه خوشی کړی شي. علي وزیر د نهم ستمبر نه په جناح روغتون کې داخل دی.
د پاکستان د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه ويلي، په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله راغلي اوبه په ډېرو سيمو کې اوس هم ولاړې دي او "د سيند صوبې نه د سېلابي اوبو په وتلو کې د درېو نه تر شپږو مياشتو پورې وخت لګېدی شي".
په داسې حال کې چې په وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان په پوليسو او پوځ د څو بريدونه زمه وارۍ منلي، څيړونکي وايي که څه هم د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د مذاکراتو ختمولو نه دي ويلي خو ښکاره دغه مذاکرات نور نه دي پاتې خو د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند وايي مذاکرات لا په رسمي ډول نه دي ختم شوي.
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په سي ټي ډي تاڼه کې یوه مقدمه درج شوې چې پکې دعوه شوې، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د مټې تحصيل د بالاسور يو تن تښتولی او د هغه د خوشي کولو دپاره یې د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه کړې ده.
سياسي ګوندونه چې په حکومت کې او مخالفه دي د الېکشن کمېشن لخوا د ضمني انتخاباتو ځندول يې د يو بل تېښته ياده کړې چې مخالفه امېدوار يې د مېدان څخه تښتېدلی دی.
ايي سي سي ويلي، د ايشيا کرکټ کپ په سياليو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اووم ستمبر په لوبه کې د افغانستان د فريد احمد ملک او پاکستان د اصف علي لوبغاړو ترمنځ چې کومه شخړه شوې دوی دواړو د ايي سي سي د قاعدو سرغړونه کړې ده او په دوی د لوبې د فيس 25فيصده جرمانه لګول شوې ده.
امریکا ويلي په پاکستان کې چې د تباهي خوروونکو سېلابونو او بارانونو له امله کوم تاوانونه اوښتي، امریکا به د دغو تاوانونو په کمولو کې د پاکستان سره د اوږدې مودې پورې ملګرتيا کوي.
د نړیوالې مالیاتي ادارې [ایي اېم ايف] لخوا پاکستان ته د پور د پروګرام د بحالۍ باوجود پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره کمه شوې او په انټر بېنک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بیعه 225 روپو ته رسېدلې ده خو سوداګر وايي په پرانستي مارکیټ کې یو ډالر په 228 روپو خرڅیږي.
تېره شپه چې د ايشيا کرکټ کپ په سيالۍ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ سيالي شوې، پاکستان ګټلې په دغه سيالۍ کې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو په مېدان کې شخړې او ځينې ويډیوز باندې په ټولنیزو رسنيو تود بحث پېل شوی دی.
پاکستانۍ لوبډلې چې تېره شپه د افغانستان نه د کرکټ سيالي ګټلې، په دغه خوشالۍ کې د پېښور په متنو سيمه کې په يوه حجره کې ډزې شوي، پوليس وايي د يو تن په ډزو کې د هغه زوی او بل تن لګېدلي او مړه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، د القاعده د مشر اېمن الظواهري پرضد د عملیاتو په اړه "نه خو تراوسه پورې امریکې د افغانستان حکومت ته کوم شواهد او اسناد ورکړي او نه په دغه اړوند د طالبانو د حکومت څيړنه پای ته رسېدلې ده".
نور کتل