فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او تکړه قانون پوهه عاصمه جهانګير د ۶۶ کالو په عمر کې په حق ورسېده.
د پښتون لاريون پای ته رسېدو وروستو منظور احمد پشتين وايي "د ايي اېس ايي مشر راته ويل احتجاجي ناسته ختم کړئ د دې لارې د نړۍ په وړاندې د ملک او پوځ بدنامي کيږي".
د مشال خان د وژنې د مقدمې په فېصله کې چې يو تن ته د مرګ سزا، پينځه ؤ ته د عمر بند، ۲۵ ته د څلورو کالو بند او ۲۶ بري کړی شوي په ټولنيزو رسنیو ځينو خلکو دا فېصله ستايلې خو ځينو پرې سخت ټکونه کړي دي.
په اسلام اباد کې د پښتون لاريون د احتجاجي پرلت يو مشر منظور احمد پشتين وايي څو پورې چې د دوي د غوښتنې نه وي منل شوي احتجاجي پرلت به دوامداره ساتي.
اسلام اباد کې د پښتون لاريون احتجاجي پرلت ته د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د جمعيت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېرپاؤ ورغلي او دوي ته يې د ملاتړ باور ورکړی دی.
د قبايلي سيمې خېبر ايجنسۍ په مرکزي تحصيل لنډي کوتل کې نن د دوشنبې،ګل په ورځ د خوګي خېلو ماشومان او ښځې سړک ته راوتي او د ملېشې ځواک پر ضد يې احتجاجي مظاهره کړې چې بېګناه خلک يې نيولي دي.
په پلازمينه اسلام اباد کې د پښتون لاریون د احتجاجي پرلت نن پينځمه ورځ ده، او مشران او ګډون وال يې وايي د غوښتنو منلو پورې هم په احتجاجي پرلت ناست وي.
د سي ډي ډرامو پېغلې هنر مندې سنبل وژنې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی او هغې ته د انصاف ورکول کېدو غوښتنه شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د کال ۲۰۱۴م د مئي د مياشتې وروستو د شنبې، خالي په ورځ په پوځ ځانمرګی برید شوی چې پکې ۱۱ سرتيري وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي وو.
پېښور کې د ترهګر بريد ښکار شوې زرعي تربيتي اداره دوه مياشتې وروستو په بدل نوم بيا پرانستل کيږي، خو په دغه بريد کې ژوبل زده کوونکي اوس هم په زړه کې ويره لري او د مړه شوؤ زده کوونکو کورنۍ وايي د بريد وروستو يې تپوس نه دی شوی.
په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې وژل شوي ځوان نقيب الله مسید پلار ملک محمدخان وايي،"زمونږ د زړونو نه وينې څاڅي او په مونږ پسې په (ميډيا) مذاق شورو دی".
نقيب الله مسید د ته د انصاف، د پښتنو د نسل وژنې او دوي سره د نورو کېدونکو زور زياتو د لړۍ ودرولو دپاره د زرګونو په شمېره کې قبايلي خلک اسلام اباد ته رسېدلي او په احتجاجي پرلت ناست دي.
د قبايلي سيمې جنوبي وزیرستان قامي مشرانو اعلان کړی چې دوي به سبا د چهارشنبې، شورو په ورځ د ټانک څخه د کاروان په شکل کې روانيږي او اسلام اباد ته د تلونکي هغه پښتون تحفظ غورځنګ ملګرتيا به کوي کوم چې د ډېره اسماعيل خان نه په د جمعې په ورځ روان شوی ؤ.
د نوبېل جايزه ګټونکې او تعلیم نړيوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمداقبال د برتانيې اکسفورډ پوهنتون ته وېنا له بللی دی.
اشرف غني ويلي، " څوک چې مسلمانان او افغانان ګڼي بايد د وحشي مذهبي ګوډاګيانو او استخباراتي ادارو څخه په عملي توګه ځان بيل کړي".
د افغانستان صدر اشرف غني په مشرۍ صدارتي ماڼۍ ارګ کې د کډوالو دپاره جوړ عالي کمېسون يوه غونډه شوې چې پکې هېواد ته بيرته د راستنېدونکو کډوالو په اړوند تفصيلي خبرې اترې شوي دي.
د خېبرپښتونخوا صوبې په مردان، بره دير او هري پور سيمو کې د پرون راهسې د يوې کم عمره ماشومې او دوه هلکانو سره د جنسي تيري پېښې رپورټ شوي دي.
اسلام اباد کې د يوې غېر دولتي خپلواکه ادارې په ناسته کې دغه خیال رد کړی شوی چې د ملک څخه دې افغان کډوال په زوره وويستل شي ځکه چې دا به د ملکي ګټې دپاره د ناخوښۍ او زیان رسېدو سبب وګرځي.
د انډين پريمير ليګ (ايي پي اېل) په نوم ياد هند کې د کرکټ سياليو(۲۰۱۸م) کې به د افغانستان دوه ستوري لوبغاړي راشدخان او محمدنبي هم لوبيږي.
نور کتل